پاراډوکس يوه اصطلاح ده، چې موږ يې د هغه چارو لپاره کاروو چې په خپل منځ کې تضاد ولري. لکه داسې وينا، حالت يا مفکوره چې عموماً له ځان سره په ضد کې ښکاري يا منطقاً امکان ونه لري خو له يو څه فکر وروسته معلوميږي چې ژوره معنا يا مفهوم پکې نغښتی وي. پاراډوکس/ تضادونه له موږ سره مرسته کړي تر څو له خپل فکر او ليد اخوا يو څه وڅيړو او عموماً د ژورې پوهې، څيړنې او پرمختګ سبب ګرځي.

دا تضادونه منطقي شکلونه خپلولی شي، داسې څه چې په منطقي ډول تضاد ولري، يوه مشهوره بيلګه يې د درواغژن پاراډوکس دی، چيرې چې درته وايي دا وينا غلطه ده. که چيرې په رښتيا هم خبره دروغ وي، نو خبره نفي شوه، که چيرې خبره سمه وي، نو بيا دروغجن رښتيا شو.
بل ډول يې فلسفي پاراډوکس دی، مشهوره بيلګه يې د تيوسيوس کښتۍ بيلګه ده، دا بحث له يونيانو راپاتې دی چې وايي که چيرې يوه کښتۍ چې د دوامداره کاريدنې له کبله يې ورو ورو پرزې بدليږي، يو وخت د کښتۍ ټولې پخوانۍ پرزې بدلې شي، آیا دا هماغه پخوانۍ کښتۍ ده، که نوې ده. آیا يو شخص چې ځان په دوامداره توګه بدل کړي، آیا هماغه پخوانی شخص دی.
لدې سره مثلاً د خوښې او غوراوي پاراډوکس دی، يعنې يو څوک چې څومره ډيرې خوښې ولري، همدومره ورته پریکړه سختيږي او د پریکړې له دريدا سره مخ کيږي. لکه که تاسې ته يوازې دوه اختياره درکړل شي، نو پریکړه درته آسانه وي، خو هر څومره چې مو اختيارات ډيريږي، له ډير څه څخه بايد یو څه خوښ کړئ، نو همدومره پريکړه سسته او ستونزمنيږي.
دا نه ده چې پاراډوکس يوازې يو مفکوروي بحث دی بلکه د بشر مخصوصاً د مشرۍ هيله لرونکو لپاره ډير مهم وي چې څرنګه له خپل فکر او پوهې اخوا موضوعاتو ته فکر وکړي. لدې سره پر دې تضادونو فکر له موږ سره دا مرسته هم کوي چې ضرور نه ده هره پوښتنه دې ځواب ولري، يا د يو څه قبلولو لپاره دا شرط ضرور نه دی چې هغه دې زموږ پر تمو او طبعو برابر وي.

که څوک له دې ويريږي چې د غره له څوکې به راغورځي، نو لومړی بايد غره څوکي ته ورسيږي يا به هلته د رسيدو په لټه کې وي. پر ځمکه ولاړ شخص له غره څخه د راغورځيدو ويره نه لري. هغوی چې د مشرۍ په موقف کې وي، دا تمه دې نه لري چې څوک دې پرې نقد نه کړي، ځکه دغه ګوتنيونه له دغه موقف سره راځي، که غواړي له نقده ځان وساتي، بيا دې پر کور کيني.
هر عمل خپل ضد په ځان کې پالي. که څوک له ناکامۍ ويريږي نو بايد لومړی بريالی شي. ناکام به څه ناکام شي.
که يو څوک په يوه چاره کې ډير ښه وي، نو ډيرې داسې چارې به وي چې په هغې کې به دا ښه نه وي، او دا چې څوک په يو څه کې ښه کيږي، پر دې معنا ده چې په نورو کې به خرابوالی مني، نورو ته به هغه وخت نه شي ورکولای چې پکې ښه شي. هر څه يوه بيه لري. وخت محدود دی، خو اختيارونه مو ډير دي.
لدې بحثه مو هدف دا وو چې موږ عموماً خپل فکرونو لپاره يو ځانګړی ډول او لوری ټاکو، هڅه کړو هر څه پر هغه فکر برابر کړو، يو څوک چې تاسې يې ډير نيک بولئ له هغې څخه هم اشتباهات کيږي، کيدای شي داسې څه سر ته ورسوي چې ټولې پخوانۍ نيکۍ يې د پوښتنې لاندې راشي، خو هغه د دې يو عمل له کبله له منځه نه ځي. او نه يو عمل د بنده شخصيت بدلوي.
يو څوک، ټولنه، کلی، ټولنه يا هېواد که پرون بدبخته وو، ضرور نه ده چې راتلونکي لپاره دې هم همداسې بدبخته پاتې شي، يا که چيرې پرون د امپراطورۍ دعويدار وو، ضرور نه ده چې سبا دې هم تر ټولو غښتلې وي.
د پرون ناکام ضرور نه ده چې سبا دې هم ناکام وي، او نه برياليتوب تلپاتې دی، بریاليتوب پخپله په خپل ذات کې ناکامي پالي، شخص ښايي بې پروا او کبرجن کړي چې دا د ناکامۍ سبب ګرځيدای شي. ورسره د ناکامۍ ډغرې او سختې تنګی بنده د سبا برياليتوب ته برابروي.
هر هغه څه چې ستاسې پر فکر او تمو برابر نه راځي، ضرور نه ده چې هغه دې بد وي، يا بايد پرې پوه شئ. په نړۍ کې د بشر پوهه محدوده ده، پر هغه څه چې موږ پوهيږو، د هغې په پرتله چې موږ پرې نه پوهيږو، هیڅ ده. هغه څه چې موږ پرې نه پوهيږو، هغه بې شميره زیات دي، او پر څه چې پوهيږو هغه د ګوتو په شمار کم محدود دي، نو ځکه هر ښه ستاسې د فکر محتاج نه دي، او همداسې هر بد هم ستاسې د خوښې محتاج نه دي.
ورته ليکنی: ټکنالوژي او بشري سلوک، د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه







څرګندون پریږدئ