د نن په ګړندۍ بدلیدونکی نړۍ کې يو لوري ته بې شميره فرصتونه رامنځ ته شوي دي بل لوري ته د مناسبو مهارتونو نه شتون له همدې فرصتونو څخه د ګټه اخيستونکو او نه اخيستونکو تر منځ ستر واټن زيږولی دی. د مهارت نه شتون د شخص د ودې مخه نيسي او د کار فرصتونه ورته محدودوي.
په عمومي توګه په فردي لحاظ د مهارت نشتوالی او د کارګمارونکو لخوا د هغې مهارت اړتيا د مهارت د یوې تشې سبب ګرځي، چيرې چې استخداموونکي داسې مهارتونو پسې ګرځي، چې په اقتصادي توګه يې په بازار کې نه شي موندلای.
يو څوک ممکن د څو لاملونو له کبله د مهارتونو له نيمګړتيا سره مخ شي. لومړی لامل يې چاپيريالي اړخ دی، د يو چا به پخوا داسې مهارت زده وو چې بازار يې درلود، خو د چاپيريال د ټکنالوژئ او دوامداره زده کړو بدلونونو له کبله د هغه مهارت نن بازار نه لري، او ده هم پر خپلې زده کړې کار ونه کړ، چې له کبله يې وروسته پاتې دی.

له همدې سره تړلی اړخ بيا د دوامداره زده کړې دی، چې شخص پر خپله زده کړه مصرف نه کړي او وروسته پاتې کيږي. د نن برياليتوب لپاره مهمه ده چې هر څوک هره ورځ پر خپله زده کړه د عمر تر پايه کار وکړي، ضرور نه ده چې صنفونو او روزنو ته دې ولاړ شي، خو بايد له هرې لارې چې وي خپلې زده کړې او ودې ته وخت ورکړي.
له زده کړې سره تړلی اړخ د بدلون دی، شخص بايد دا ومني چې له وخت سره بدلون ته اړتيا ده. نن د زده کړې طريقې بدلې شوې دي، ښه بيلګه يې آنلاين زده کړه او تحصيلي سندونه دي، سره لدې چې زموږ قوانين تر اوسه دې سندونو ته اړوند ارزښت نه ورکوي، خو دا د زده کړې اوسنی او راتلونکی شکل دی، او پاتې کيدونکی دی.
له مسلکي زده کړې سره سلوک هم مهم دی، هر څومره چې يو څوک په مسلکي توګه پرمختګ کړي له هغې څخه د ښه سلوک تمه کيږي. دغه سلوکونه له شخصي باوره تر ښې مفاهمې نيولې د مشرۍ تر مهارتونو هر څه رانغاړي، که يو څوک ډير ښه تعليمي سند ولري او پر خبره نه پوهيږي، د باور وړ نه وي، بيا هم ورسره ګوزاره نه کيږي.
د مهارتونو نشتوالی هم په فردي او هم په ملي کچه د بيکارۍ سبب ګرځي. هغوی چې کار لري د هغوی د مسلکي ودې او پر ځای دريدنې سبب ګرځي. د شخص پر ځان اعتماد او باور کميږي. تل ورسره د شته دندې له لاسه ورکولو ويره وي. که مسلکي وده ونه کړي، مالي امتيازات يې پر ځای ولاړ او د وخت له تيريدو او قيمتئ له ډيريدو سره د مالي امکاناتو له کمبود سره مخ کيږي.
د مهارتونو د تشې حل پخپله د هغې په ننګونو کې دی. لومړی بايد شخص پوه شي چې کومو مهارتونو ته اړتيا لري، هر څه د هر چا لپاره نه وي، او نه هر څه پر زده کولو ارزي، هر څوک بايد ځان لپاره د زده کړې اهداف وټاکي او د هغې لپاره کار وکړي. هر څومره چې يو څوک مسلکي وده کړي يا يې عمر ډيريږي د وخت له کمبود سره مخ کيږي، نو ځکه تر ټولو دا مهمه ده چې دا شخص پوه شي، څه پر زده کولو ارزي او څرنګه يې بايد تر کوم حده زده کړي.
ورپسې د دوامداره زده کړې بحث دی، کله چې پر دې پوه شوئ څه بايد زده کړو، او پر څرنګه مو هم سر خلاص شو، نو بيا د هغې پر زده کړه بوخت شئ. زده کړه هم عادت دی، هر څرنګه زده کړې سره چې راحت ياست هغه تګلاره يې خپله کړئ، خو مهم ټکی يې دا دی چې د ځان ارزولو يو ميکانيزم بايد ولرئ او ورسره بايد د خپل وخت له ضياع مخه ونيسئ.
کله چې مو اړونده مهارتونو فکري اړخ زده کړ، هغه عملي کړئ. عمل د ماشوم د پياده تګ زده کولو په څير دی، له هر ګام سره به څو ځل غورځيږئ، خو له وخت سره به مو تګ ښه شي. د هر نوي څه زده کړه په پيل کې ډيرې ناکامۍ لري، خو له دغو ناکاميو سره زغم ستاسې د برياليتوب سبب ګرځي.
او کله چې د زده کړې عملي اړخ ته راځئ، نو هڅه وکړئ چې د مسلک له برياليو سره هم وغږيږئ، يا د هغوی ټولنو ته ولاړ شئ، هغه څه چې تاسې نن زده کوئ، د هغې زده کړې له پروسې يو څوک پخوا تير شوی دی، هڅه وکړئ له هغوی سره وخت تير کړئ او له تجاربو يې زده کړئ. امام غزالي به ويل چې تجربه لرونکي خلک تاسې ته هغه څه وړيا درکوي څه چې دوی په ډير زحمت ترلاسه کړي وي.

لدې سره دلته د بدلون هغه بحث بيا هم راځي، چې بايد له دې زده کړې سره بدلون ته هم تيار اوسئ، خپلو پخوانيو فکرونو، زده کړو او کړو وړو پريښودو ته بايد تيار اوسئ، ورسره د ناکاميو په صورت کې به د خلکو تاويلو ماويلو پسې هم نه ګرځئ، هغه هدف او حالت ته فکر وکړئ چې کله لدې ټولو ستونزو تير شئ، او په مالي او مسلکي لحاظه بريالي او پر ځان متکي شخص به وئ.







څرګندون پریږدئ