ختيځو اسيايي هېوادونو کې سپين فيل سپيڅلې ګڼل کيږي، چې لرل، پالل او ساتل يې د وياړ او برترۍ نښه ده. په تاريخي لحاظ دغه اصطلاح د آسيا سويلي ختيځ هيوادونو برما، تايلنډ، لاوس او کمبوډيا څخه راغلې ده او اوس هم دا باور عام دی چې حاکم لپاره د سپين فيل درلودل پدې معنا دي چې باچا له انصاف سره حکومت کړی او په وطن کې سوله او پرمختګ دی.
خو څرنګه چې دغه فيل مقدس ګڼل کيږي، نو ځکه څوک ترې کار نه اخلي، خواري پرې نه کړي، نو د باچا لخوا د داسې ډالۍ تر لاسه کول پخپله په يوه وخت کې رحمت او هم اضافي مسؤليت او عذاب دی.
رحمت له دې نقطې نظره چې د شخص لپاره د باچا خواخوږي او احترام ښيي، او عذاب پدې معنا چې پالل يې ډير ګران دي، بل چا ته یې ورکولای نه شي او نه ترې د زحمت کارونه لکه د خلکو وړلو راوړلو، کرهڼه او بار وړلو کې کار اخيستلای شي.

داسې مثالونه هم شته چې د باچا به چا ته په قهر وو نو سپين فيل به يې په ډالۍ کې ورکړ. دا به يې له کاره روزګاره وويسته، ښه خوراک، خدمت او نور به يې ورته کاوه، ورسره به یې د خلکو د غبرګون له ويرې بې ځايه هم نشو پريښودلای.
د نن په زمانه کې موږ د مديريت او مشرۍ په بحثونو کې سپين فيل هغه درانده او ګران پيټي ته وايو چې توقعات ترې ډير وي خو نتيجه يې صفر وي. لکه تاسې په پيل کې تکړه مامور نيسئ، خو وروسته وروسته تنبل او نااهله شي، نه یې شړلای شئ او نه یې بدلولای شئ، خو ساتل يې درته ګران پريوزي.
او دا اصطلاح نور ډير استعمال هم لري، لکه يو څوک يوه موقف يا شهرت ته رسيږي، د هغه شهرت پالل ورته ګران تماميږي، يا لکه سپورتي يا د ساعتيرئ لوبغاړي دي چې له ډيريدونکي عمر سره يې د لوبې يا ساعتيری بازار سړيږي خو دوی بيا هم هڅه کړي چې د پخواني عمر جلال وساتي.
دغه اصطلاح سترو ودانيزو پروژو لپاره هم کاريږي، چې بې خرته ډير لګښت پرې راشي، خو خپله متوقع پايله نه ورکوي، دغه پروژې ښايي هوايي ډګرونه، بريښنا بندونه، پلونه، ستر کاروباري مراکز، لوبغالي او نور کيدای شي.
د ختيځې آسيا په هېوادونو کې اوس هم دغسې پروژو په وړاندې د اختلاف ښودلو لپاره د سپين فيل کاغذي نقلونه ايښودل رواج دي، چيرې چې مخالفين د پروژې په ځای کې د فيلانو دغه نقلونه پریږدي.
په شخصي لحاظ هم خلک ځان داسې چارو کې مصروفوي چې د ده سپين فيل شي، نه ترينه ځان خلاصولای شي او نه يې سرته رسولای شي. خلک هر وخت وايي چې کار به نيمګړی نه پريږدی، خو ځينې کارونه د څاه مثال لري، چې هر څه خوري خو پای نه لري.
جرمنان متل کړي چې پردي کور ته له ننوتو وړاندې د وتلو لار ځان ته معلومه کړه، هره چاره بايد نهايي نتيجه ولري، که چا ته مسؤليت سپارل کيږي، بايد معلوم وي چې که چيرې کار يې له توانه لوړ شو بايد څه ورسره وکړي. که سترې پروژې يا چارې پيليږي بايد ګام په ګام ګټه ورکړي، د کار وړ وګرځي، ګټورتيا یې بايد پای ته ونه ساتل شي.
او په فردي لحاظ هر مشر لپاره دا پوښتنه تل مهمه وي، چې څومره شخصي او مسلکي سپين فيلان لري؟
د مهارت تشه ،مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب ،د ژوند که د بدلون تکليف







څرګندون پریږدئ