په يوه ښار کې بت جوړوونکی وو، چې په خپل کسب او مهارت کې يې نوم درلود، هغه به غره ته ولاړ، مناسبه تيږه به يې راواخيسته، او له تيږی به يې ښکلې بت جوړ کړ، اول به يې خپله د هغې درناوی وکړ، پر خپل ښه کار به ونازيده، بيا به يې په بازار کې خرڅ کړ، همداسې د بت پرسته په نامه مشهور شو، د چا چې به ښه بت پکار وو، ده پسې به راته.
په همدې ښار کې يو تجار اوسیده چې پر دغو توهماتو يې باور نه درلود، او په خپل مسلک او کاروبار کې دی هم نامتو وو، يوه ورځ د دې تجار يو ملګری له بل ښاره راغی، ورته ويې ويل چې ستاسې د ښار بتان ډير مشهور دي، او له ده څخه يې وغوښتل چې يو ښه تراشلی بت ورته راونيسي، ورڅخه يې وغوښتل چې ورسره بت پلورنکي خوا ته ولاړ شي.

دوی د بت جوړوونکي دوکان ته ورغلل، تر څو چې د دوی بت برابريده او له دې يې مشخصات اخيستل تر هغې بايد دوی يو څه ځنډ کړی وای، تجار اخوا ديخوا وکتل، ښکلي بتان په دوکان کې پراته ول، خو يو هم د درناوي نه وو.
بت جوړوونکي ته يې وويل چې ډير ښه ماهر يې او زړه نازړه يې ورڅخه وپوښتل چې ولې خلک ده ته بت پرسته وايي، سره لدې چې ښکاري دا د بتانو عبادت نه کړي.
بت جوړوونکي ورته وکتل، مسکی شو، ورته ويې ويل دا ښايي په مسلک کې د کمال بيه وي، چې که په يو څه کې ډير ښه شی، نو خلک فکر کړي چې عبادت يې کړی، او له هغې پرته هیڅ يې. خو زه یې عبادت نه کړم، او نه فکر کړم په عبادت ارزي. زه يوازې يو ښکلي څه جوړوم، چې خلک له هغې سره څه هيلې او عقيدې تړي دا د هغوی کار دی.
تجار ترې بيا وپوښتل، نو ولې بيا ځينې خلک دومره ساده شي چې بت مقدس کړي، په خپل لاس جوړ کړی څه ورته له ځانه مهم شي، حماقت نه دی.
بت جوړوونکی چې پر خپل کار بوخت وو، تجار ته يې وکتل، يو دوه دقيقې يې فکر وکړ بيا ورته وويل، چې هر څوک يو نه يو څه ته پر تقدس قايل وي، محترم يې ګڼي، دنده واخلي هغه سپيڅلي کړي، يو چا ته د مشرۍ درجه ورکړي، هغه پاک کړي، مسلک پخپله وټاکي، خو هغه بيا له ټولو سپيڅلی او پاک کړي. زه پر خپل لاس له تيږې يو څه جوړوم، لومړی يې خپله وارزوم، خپلې نيمګړتياوې او غوره والی پکې څارم، بيا يې پر نورو خرڅوم.
ورپسې يې تجار ته وويل، تاسې خپل ځان ته وګورئ سهار وخته له کوره راوځی، سرګردانه د خپل مال خرڅولو لپاره ګرځی، بيا چې يو څه وګټی هغه ته له ځان ډېر ارزښت ورکوی، د سر په بيه يې ساتی، او ځان ته د خپل مال د ډيروالي او کموالي له نقطه نظره قدر ټاکی، که مالداره وی خوښ يې که تاوان وکړی خپه کيږی.
تجار وويل چې دا خو تقدس نه شو، هر څوک د خپل زحمت پر ضايع کيدو خپه کيږي.
هو، بت جوړوونکي ورته وويل، هر څوک د خپل زحمت ثمر غواړي، خو ستاسې سلوک له خلکو سره د هغوی مال، چوکئ، قدرت، ښايست، جنس او نورو له مخې فرق کوي، که تاسې واياست چې مال يا قدرت مهم نه وي، نو ولې مالدارو يا واکدارو کورونو مخې ته قطار خلک ولاړ وي، ولې د هغوی لاسونه او پښې ښکليږي. تقدس ضرور نه ده چې يوازې ديني اړخ دې ولري، د ډيرو قبله هغه طرف ته وي له کوم لوری چې دوی ته دولت، شهرت يا واک راځي.
مال پخپله وګټئ، شهرت خپله حاصل کړئ، واک ته ځان ورسوئ، خو همدا څه تاسې يرغمل کړي، پر مال مو زړه ځوريږي، شهرت نه خرابيدو لپاره منافقتونه پيليږي، او واک کې پاتې کيدو لپاره هره ناروا روا کيږي.
تجار د بت جوړوونکي له خبرو سره په خپل چرت کې ولاړ، همدې وخت کې د دوی بت جوړ او وروسپارل شو، سره لدې چې غوښتل يې دې بحث ته دوام ورکړي، خو ملګري يې له لاسه ونيو او سره روان شو.
له ځان سره پدې فکر له دوکانه راووت، چې بده نه وايي، موږ ټول بتان لرو، د ځینو بتان ښکاري مقدسه يې ګڼي، خو د ځينو نه ښکاري او د خپل مهارت، مال، ښکلا، پوهې، عمر، چوکئ، خواهشاتو او نورو په نامه يې درناوی کړي، سره لدې چې که ښه يا حق خبره واوري پدې نامه يې نه مني چې زما له پوهې سره برابره نه ده يا دا خلک به څه وايي.
موږ ټول د ځان بنديوانان يو، ځان ته مو خپله ناليدلي ځنځيرونه اچولي دي، شاوخوا مو بتان درولي دي، کله يوه او کله بل ته ټيټيږو!!







څرګندون پریږدئ