آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱)

ټکنالوژي که د ژوند هرې چارې آسانتيا سبب ګرځيدلي وي، او ورسره يې کارول هم ډير وي، خو بيا مخ توری اړخ هم لري چې هغه آنلاين د کاروونکو آزارول دي، د دغه آزار ستره شميره قربانيان کوچنيان، نجونې او ميرمنې دي.
د ټکنالوژۍ په مرسته د بل آزار هر هغه عمل دی چې د فرد يا يوې ډلې لخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ يا ډيجيټل وسيلو پر کارولو سر ته رسول کيږي، او کله چې د ميرمنو موضوع پکې راشي نو د بيا موږ ورته جنسيت پر اساس هڅول شوی آزار بولو. دغه آزار د نړۍ په هره ټولنه او هر سيمه کې پيښيږي. ميرمنې او پيغلې نجونې ترې د خپل رواجي موقف له کبله ډير اغيزمنيږي، او د دغسې پيښو د قربانيانو پر ژوند، روغتيا او فکر ناوړه ژورې اغيزې لري.

د ټکنالوژۍ په مرسته زورول د خپل ډيجيټلي شکل له کبله څو ځانګړتياوې لري:
د عامل پټ حالت
په اکثره حالاتو کې عامل يا ځوروونکی يې پټ يا بې نوم پاتې کيدای شي. هغوی چې دغه ناوړه عمل سر ته رسوي، عموماً له ټکنالوژئ سره بلد او په دغه چاره کې تجربه لري، چې له کبله يې په آسانه کولای شي ځان پټ او له رسوايي څخه وساتي.
اتوماتي شکل
دغه پيښې اتومات کيدای شي، يعنې امکان لري چې د ټکنالوژئ وسيلو په مرسته په آسانه سر ته ورسيږي. ځورونکی کولای شي د قرباني يا ميرمنو حرکات کنټرول کړي، د هغوی آنلاين کړنې وڅاري او په لنډ وخت کې ممکن ځورونکي انځورونه يا نور معلومات يې په آسانه او ګړندي نورو ته وويشي.
له ليري عمل
د نړۍ له هر ځای سر ته رسيدای شي، ضرور نه ده چې ځورونکی دې له قرباني سره شخصي يا نږدې اړيکه ولري. داسې خلک هم شته چې د نورو لپاره دغه کار سر ته رسوي.
ډله ييز اړخ
کيدای شي دغه آزار په فردي يا ډله ييز ډول صورت ونيسي. داسې بيلګې يې هم ليدل شوي دي چېرې چې د قرباني محرم معلومات له نورو سره شريک شوي دي، او هغوی په ډله ييزه توګه دغه قرباني آزار کړی وي يا يې ورته ناوړه پيغامونه او انځورونه ور استولي وي.
لاسرسی او اقتصادي شکل
هر څوک د هر چا په اړه آنلاين معلومات موندلای شي، ورسره د ټکنالوژۍ وسيلو مخ په کميدونکو بيو له کبله په آسانه پراخه ډول دغه معلومات سره ويشل کيدای شي. لکه څرنګه چې هر څوک ممکن د دغه ډول پيښو قرباني شي، همداسې هر څوک کولای شي چې د بل ځورونکی شي.
د تاوتريخوالي عادي کيدل
د يوې څيړنې له مخې چې په ۴۹ مخ په وده هېوادونو کې سر ته رسيدلې وه، ۴۱٪ ميرمنې او ۳۲٪ نارينه د ميرمنو فزيکي آزار، وهل ټکول او تاوتريخوالی په يوه نه يوه حالت کې مناسب بولي، همدا فکر د آنلاين تاوتريخوالي په وړاندې هم لیدل کيږي. له دې لارې دا ممکن يو عادي عمل وګڼل شي چې د ټکنالوژۍ له کارولو له کبله بايد هغه کاروونکي په ځانګړي ډول نجونې او ميرمنې ورسره مخ شي.
پراخه خپريدنه
د يوې څيړنې له مخې د جنۍ انځور په اوسط ډول د هلک د انځور په پرتله اووه ځلې مخ په وړاندې ډير خپريږي. د ميرمنو انځورونه او اړونده معلومات يې په آسانۍ خپريږي، او که چيرې دغه نامناسبه محتوا وي، نو په دوامداره توګه د قربانيانو د ځوريدنې او رواني تکليف سبب ګرځي.
د ځوروونکي له مجازاتو او عاقبت څخه خلاصون
څرنګه چې دغه آزار په پټه او له ليرې صورت نيسي، نو ځکه د ځوروونکو موندل او محاکمه کول ډير ستونزمن او اکثراً د څو هېوادونو جغرافیوي حدود رانغاړي، نو ځکه يې اکثره عاملين له مجازاتو خوندي پاتې کيږي، او په ډيرو استثنايي حالاتو کې که کوم عامل ونيول شي او جزا وويني.
تلپاتيتوب
آنلاين هر څه اوږد عمر لري، تلپاتې وي، نو که چيرې د چا کوم نامناسب انځور يا محتوا يو ځل آنلاين شوه، د دې امکان ډير دی چې دغه انځورونه يا ډيجيټلی محتوا دې تر ډيرې مودې هملته په يو نه يو شکل پاتې شي، چې د قرباني د دوامداره نارامۍ او ځوريدنې سبب ګرځي.

د ټکنالوژۍ په مرسته د آزار شکلونه

دغه ځورول د ليکنو، انځورونو، د ټکنالوژۍ په مرسته د څارنو، د بیلابيلو ډيجيټلي او ټکنالوژۍ وسيلو لکه ټولنيزو شبکو، مصنوعي ځيرکتیا، جي پي ايس او آن د ډرون الوتکو له لارې اجرا کیږي. هر څومره چې چې د ټکنالوژۍ نوې وسيلې بازار ته وړاندې کيږي همدومره ورسره د بل د آزارولو او ځورولو طريقې هم بدليږي، او نوي نوي شکلونه خپلوي.
۱. آنلاين ځورول
له آنلاين ځورولو هدف د ټکنالوژۍ په مرسته له بل شخص سره دوامداره اړيکه ده چې د ځورولو، ګواښلو يا ويرولو لپاره دغه اړيکه نيول کيږي. آنلاين ځورول عموماً دوامداره شکل لري، او يو ځلي نه وي. په دغه ځورولو کې ښايي يو فرد يا پوره ډله دخيله وي. په دغه ځورولو کې جنسي آزار هم راځي، چيرې چې قرباني په يوه نه يوه طريقه جنسي بحث يا محتوا ته مجبوريږي. پدې کې ښايي د نامناسبو خبرو، محتوا، انځورونو او نورو استول يا رامنځ ته کول شامل وي.
۲. سايبر څارنه
سايبر عموماً هر هغه څه لپاره کاريږي چې د انټرنيټ په مرسته سر ته رسول کيږي. له سايبر څارنې هدف د ټکنالوژۍ په مرسته د يو چا فعاليتونه او سلوکونه هممهاله يا په تاريخي توګه څارل دي. دغه ډول څارنه د فزيکي څارنې يو پراخه او غځیدلې شکل کيدای شي، لکه يو څوک له چا سره ويني، ورپسې دا شخص د ټکنالوژۍ په مرسته د لیدل شوي شخص هر عمل او سلوک څاري او له داسې وسيلو کار اخلي چې پر کارولو يې قرباني ځان ناراحته احساسوي.
په دغه څارنه کې ښايي د جي پي ايس په مرسته د شخص ځای او تګ راتګ څارل، د Spyware يا څارنې پروګرامونو په مرسته د هغې د ټکنالوژۍ وسيلو کارولو څارنه او د کمرو او مايکروفون له لارې يې خبرې او حرکات څارل ټول پکې راتللای شي. لدې سره ښايي د قرباني بریښناليکونه، د موبايل ټليفون زنګ او پيغامونو تاريخچه، ټولنيزو شبکو کارول او نور هم وکتلی يا ولوستلی شي.
۳. انځور پر اساس ځورونه
نن سبا د ځيرکو ټليفونونو رواجيدنې د هر څه انځور اخيستل هم آسانه کړي دي، چې له کبله یې د دغو انځورونو ناوړه کاريدنه هم عامه شوې ده. د انځورونو ناوړه کارونه څه نوې خبره نه ده، له پخوا داسې ډير شواهد شته چې د يو چا انځور له يوه ځای اخيستل شوی او بل ځای کاريدلی دی، يا د يوه څيره پر بل چا څليښ شوې ده، خو دغه چاره ټکنالوژۍ ډيره عامه او آسانه کړه.
کله چې موږ له انځورونو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې بحث کړو، نو عموماً پکې له اجازې پرته له دې دريو سلوکونو: انځور اخيستل، انځور شريکول يا د انځورونو شريکولو ګواښ، څخه يو راځي. نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا له پراخې کاريدنې سره د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د رامنځ ته شوو انځورونو که هغه د دې وسيلې په مرسته جوړ شوي وي يا په انځور کې ګوتې وهل شوي وي، ټول راځي.
پدې کې بل ډول يې له اجازې پرته د يو چا فلم يا انځور اخيستل وي، چې په هغې کې په عامه ځايونو لکه بازارونو، جوماتونو، غونډو، ودونو او نورو کې د انځورونو او فلمونو اخيستل هم شامل دي.
د انځورونو په شريکولو کې يو تر ټولو عامه خبره د خيانت ده، عموماً دغه انځورونه د شريکوونکي لخوا د خپلمنځي اعتماد په يوه اړيکه کې له مقابل لوري سره شريکيږي، چې بيا دغه انځورونه له دغې لوري لخوا عمداً يا سهواً مخ په وړاندې خپریږي، يعنې که څوک د چا د شخصي محفل انځورونه او ويډيو خپروي، نو دا عامل هلته موجود وو، او له کوربه سره خيانت کړي.
۴ – ټکنالوژۍ په مرسته جنسي آزار
د ټکنالوژۍ په مرسته د جنسي آزار څخه هدف د مخابراتي ټکنالوژيو لکه ګرځنده ټليفون، بريښناليک، ټولنيزو شبکو، چيټ خونو، آنلاين مجالسو، او نورو ټولنيزو شبکو او پروګرامونو له لارې د جنسي آزار پخپله سر ته رسول، ليدل يا رانيول دي.
عموماً د ټکنالوژۍ په مرسته جنسي آزار درې ځانګړي شکلونه خپلوي، (۱) Sextortion (سکس ټورشن) يا د حساسو معلوماتو يا انځورونو د رسوايي له ويرې، رشوت او يا ګواښ له لارې يو څوک جنسي عمل ته مجبورول دي، (۲) د ټکنالوژۍ لکه ټولنيزو شبکو يا مسینجرو ډلو په مرسته له قرباني سره اړيکه نيول او جنسي آزار سر ته رسول، (۳) د درېيمګړي له لارې جنسي تيری، چيرې عامل يا تيرې کوونکی د بل په مرسته قرباني وځوروي يا عامل بل چا ته ځان مظلوم وښيي او ورته ووايي چې له ده سره ظلم شوی دی او ته زما بدل واخله.
لدې سره يو بل اړخ يې دا هم دی چې د يو چا له اجازې پرته د هغې شخصي او محرم معلومات آنلاين شريکه شي او نور وهڅول شي چې لدغو لارو قرباني ته ځورونکي او جنسي محتوا واستول شي.
کله کله داسې هم کيږي چې د ځوروونکي او عامل لخوا ماشومان يا تنکي ځوانان/ پيغلې له جنسي محتوا سره په يوه نه يوه شکل مخ کيږي، تر څو ورو ورو لدې چارې سره بلد او په راتلونکي کې د ناوړه سلوک قرباني شي.
۵ – د بل د پيژندنې خپلول
د بل په پيژندنه کې شخص د بل چا په نامه ځان خلکو ته ورپيژني، دا ښايي د قرباني په نامه د جعلي حسابونو، ويبپاڼو او يا ليکنو خپلول وي، لدغې کار څخه هدف د قرباني بدنامول، ويرول او يا ګواښل دي. په دغه چاره کې ښايي د بل په نامه د ټولنيزو شبکو حسابونه جوړ شي، بريښناليک رامنځ ته شي او يا د ټليفون او نورو پيغامونو له لارې بل چا ته ځان د بل په نامه معرفي شي.
د دغې چارې اکثره قرباني ميرمنې او يا فکري او سياسي مخالفين وي.
۶ – کرکجنه وينا
هره هغه وينا، لیکنه، سلوک يا پيغامونه چې د بل شخص يا ډلې بدنامولو او هغې څخه د کرکې رامنځ ته کولو لپاره خپریږي. دغه کرکه ښايي د مذهب، ملت، قوم، ژبې، رنګ، جنس يا نورو پر اساس وي. بيلابيلې څيړنې ښيي چې آنلاين کرکجن مواد ډير خپريږي او مينه وال لري، او د دغې محتوا اکثره قرباني ميرمنې، نجونې او اقليتونه وي.
۷ – ټکنالوژئ ته د لاسرسي محدودول
ټکنالوژي د ژوند نه بيليدونکې برخه ده، او تقريباً هر څه رانغاړي. کله کله بيا داسې کيږي په ستونزمنو اړيکو کې عامل قرباني لپاره ټکنالوژۍ ته لاسرسی محدودوي، يا لدې وسيلو څخه د قرباني څارلو لپاره کار اخلي، د هغې پر پاسورډونو او نورو هر څه ځان خبروي. داسې هم ليدل شوي وي چې که چيرې د ښځې او ميړه تر منځ شخړه رامنځ ته شي، ميرمن ژوبله شي، نو د ميړه لخوا پر ده د ټکنالوژۍ وسيلو کارول تر هغې بنديږي چې ميرمن بيرته روغه يا دې ته راضي شي چې څوک به نه خبروي.

(په اخيري برخه کې ور څخه د ځان ساتنې پر لارو چارو غږيږو، دلته يې ولولئ.)

آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې

د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه  ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ رښتيا


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading