هر څه د فرصت بيه لري، يعنې که يو کار کوئ، بل به پريږدئ، په يوه وخت کې په لاس کې دوه خربوزې نه نيول کيږي. زده کړې ته وخت ورکول په لنډ مهال کې د تاوان سبب ګرځي، د نور کار او روزګار څخه مو باسي، خو په اوږده کې بيا همدا زده کړه د پراخه پرمختګ او دوامداره عايد سبب ګرځي.
هر څومره چې يو څوک پر ګټوره زده کړه متمرکز پاتې شي، همدومره يې په اوږده کې د پرمختګ او ودې امکان ډيريږي، په دغه وده کې عايداتي پرمختګ هم شامل دی. د زده کړې له ګټورتيا هدف هر هغه څه چې ستاسې د مسلکي او سلوکي بهترۍ سبب وګرځي.
زده کړه بازاري اړخ لري، او هره هغه زده کړه مينه وال او ملاتړي لري چې د روزګار سبب ګرځي، او څرنګه چې بازار په دوامداره توګه بدليږي نو ځکه بايد زده کړه هم بدله شي، خو تر اوسه زده کړه د بازار په سرعت نه بدليږي، چې له کبله يې کوچني تخصصي سرټيفيکشونه يا لنډمهاله کورسونه شته، چې د بازار او زده کړې هغه بدل شوی اړخ راونغاړي.
لکه په طبابت کې ښايي اساسات پر ځای پاتې شي، خو يو بريالی طبيب کولای شي چې په نهه مياشتو يا کال کې يو يا دوه لنډمهاله مسلکي کورسونه واخلي، تر څو ځان په دوامداره توګه د مسلک له بدليدونکي چاپیريال سره عيار وساتي، يا په ورځني ډول ساعت دوه مسلکي مطالعه وکړي چې له حالاتو خبر وي.
د بريالیتوب لپاره يو تر ټولو بنسټيزه عادت د اوږدمهاله خوند او ساعتيرئ مهارت دی، يعنې هغوی بريالي دي چې په اوږده کې خپل برياليتوب او هوساينې لپاره لنډمهاله خوندونه او هوساينې پریږدي، هغوی چې سهار وخته لمانځه او ورزش لپاره پاڅيږي، يا نن د وخت ضايع کولو پر ځای پر کوچنيو ګټورو چارو بوخت وي، راتلونکی يې د هغوی په پرتله چې د نن کار سبا ته پريږدي، ښه وي، که هغه له صحي لحاظه وي يا د مسلکي ودې له مخې ارزول وي.

بیلابيلې څيړنې ښيي چې له بيوزلۍ او فقره د خلاصون تر ټولو آسانه او غوره لار د زده کړې ده، هغوی چې د ځان يا اولاد پر زده کړه مصرف کړي، د هغوی په پرتله چې له دغه مصرف ځان ساتي، څخه وړاندې او هوسا وي. پر زده کړه دغه مصرف کې وخت، زيرمې، عايد او ملاتړ ټول راتللای شي.
او وړاندې او هوساينه کې بيا د ژوند بهتري، روغتيا، د چارو په ښه توګه سرته رسونه، له وسايلو او زيرمو ښه ګټه اخيستنه او دوامداره پرمختګ ټول راځي. هغوی چې زده کړې ته وخت ورکوي پر ځان پام کړي، له وسايلو ښه ګټه اخلي او راتلونکي لپاره ګام په ګام مخکې ځي.
لدې سره د زده کړې بیا ټولنيز اړخ هم دی. په افريقا کې پر بيوزلۍ شوې څيړنې ښيي هغه کورنۍ چې په کور کې باسواده ميرمن ولري، له بيوزلۍ څخه يې د کورنۍ د خلاصون امکان د بېسواده ميرمن په پرتله لوړ دی، همداسې په هغه کلي کې چې باسواده خلک وي، هلته له وسايلو غوره او ښه ګټه اخيستل کيږي.
د زده کړې ګټه معلومه ده، خو بيا د هر چا د وس کار نه دی. که بيوزله ښوونځي ته اولاد ليږي نو بايد د ورځې له کاره يې وباسي، که هغه په پټيو کې کار وي يا ورځنۍ مزدوري وي، زده کړې ته د عايد راوړونکي شخص ليږل په لنډه کې د کورنۍ د کړاوو سبب ګرځي.
دغه زده کړه بيا خپل لګښتونه هم لري، بيوزله کورنۍ له پيله دا پریکړه کړي چې کوم ماشوم ښوونځي ته وليږي، ځکه ټول نشي ليږلای يا لږ تر لږه د ټولو زده کړه نه شي ملاتړولای او د اړتيا وړ توکي وربرابرول هم ورته ستونزمن وي.
په چين کې يوه څيړنه ښيي چې پوهنتونونو ته د داخلې په ازموينه يا د دوی په کانکور کې عموماً هغوی بریالي کيږي چې نسبتاً مالداره وي، او له شخصي ښوونځي نيولې دغې ازموينې ته د تيارئ تر نيولو د ټولو اړخونو مالي توان ولري، يعنې وکولای شي چې تر يوې مودې ځان له هر څه وزګار کړي او يوازې دې ته کار ووايي، او ورسره ښې ډيرې پيسې هم وي چې د دغې چارې پر مسلکيانو يې مصرف کړي.
تعليم په دوامداره توګه ګرانيږي، که هغه د شخصي ښوونځيو يا پوهنتونونو له لارې وي، چې بې ځايه لګښتونه يې د ډيرو د توان خبره نه وي، او يا عامه تعليمي ادارو زده کړه وي چې ملاتړ لپاره يې مجبوراً بايد شخصي کورسونه هم تعقيب کړئ.
د دغې ګرانوالي له کبله ډير خلک وروسته پاتيږي، پر دغو لګښتونو ورډيريدونکی اړخ د ټکنالوژئ هم دی، چې د تعليم ګټورتيا لپاره ورته اړتيا ده، په رواجي توګه تعليم د بيوزله خلکو شتمني وه، لدې لارې به يې ځان له بيوزلئ خلاصوه، او په نسلي توګه به يې اقتصادي حالت بدليده، خو اوس يې ښايي له وسه خبره وتلې وي.
پر دې به يې راټوله کړو، چې موږ وايو ښايي تعليم يوازې مالدارو ته پاتې دی، خو که چيرې دغه شخص بيا فکر وکړي چې تعلیم د پيسو ګټلو لپاره وي، او زما کورنۍ له وړاندې مالداره ده، نو بيا ولې پر تعليم وخت ضايع کړم!!!
نو زده کړه چا ته پاتې شوه، بيوزله يې ښايي وس ونه لري او مالداره يې ښايي شوق!
دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، د ژوند که د بدلون تکليف ، د زده کړې – ولې ، د ناپوهۍ بيه







څرګندون پریږدئ