د مشرۍ تسلسل

ښه مشر ځان پسې راتلونکی مشر روزي. د مشرۍ په روزنه کې موږ يوه وينا لرو، چې که چيرې بديل ونه لری، نو د پرمختګ وړ نه يې. هغه څوک چې پرمختګ کړي يا د پرمختګ هيله من وي، هغه بايد خپلې اوسنۍ دندې لپاره بديل ولري، داسې څوک چې د ده ځای ونيسي، او دا وړاندې تګ ته وزګار کړي.
که چيرې ناقصه پرمختګ وشي، يا نااهله شخص ته ترقي ورکړل شي، چې په اکثره مواردو کې همداسې کيږي، نو پر دغه شخص اوسنۍ دنده هم خرابيږي او پخوانئ خو يې له پخوا خرابه کړې وي، خو که چيرې د اوسنۍ دندې ښه شخص ته ترقي ورکړل شي، نو بيا يې اوسنۍ دنده پرې خرابه کړه او راتلونکي ته معلوم نه دی چې هغه کار به څرنګه پرمخ بيايي.
کاروبارونه، ادارې، خوځښتونه، هېوادونو او نور له اشخاصو ستر وي، ښايي ځينې خلک به په دغه جوړښت کې له ضرورته ډير پړسول شوي وي، يا به خلکو ته دغه احساس ورکول شوی وي چې له ما پرته نه شل کيږي، خو هیڅوک دومره مهم نه وي، چې د هغې له تګ سره دې هغه پراخه جوړښت له منځه ولاړ شي، په بدترين حالت کې هم دغه جوړښت په يو نه يو شکل پاتې کيږي.

مشري پر باور او اعتماد پر مخ ځي، دا پر نورو باور کوي، ورسره به نور پر دې باور کوي چې ورسپارل شوې دنده په ښه توګه پر مخ بيايي، پدې کې بيا د ځان بديل پيژندل هم شامل دي، ضرور نه ده چې د اوسني مشر لخوا ټاکل شوی بديل يا مشر دې تل ښه وي، خو په دغه چاره کې لږ تر لږه د هغه ابهام مخه نيسي چې د مشرۍ د بدلون په صورت کې رامنځ ته کيدای شي.
هر اغيزمن او بريالی مشر شاوخوا نور مشران لري، دغه يو بل ملاتړوي. ځينې فکر کړي چې په استبدادي مشرۍ کې چيرې چې د ادارې مشر يوازې خپله ډنګوي او د بل نه اوري، هلته نور مشران چيرې وي، يا دلته د مشرۍ اجتماعي اړخ چيرې وي.
د مشرۍ په دغه ډول سرزورۍ که بيا هم د عمومي مشر شاوخوا خلک د هغې له نامه ګټه اخلي، دغه مشر به خپلې نيمګړتياوې ولري، خو د هغې شاوخوا خلک خپلو ګټو لپاره دغه موضوع نوره هم پړسوي، نه غواړي له دوی پرته هغې ته بل څوک لاسرسی ولري، ورسره همدې سرزورۍ کې د مشرې طبقې ګټه وي، ځکه نورو ته دا ښيي چې زه د خپل مشر پریکړه نه ننګوم، يا په ټوله معنا يې منم، ما پسې راتلونکي هم بايد دا ومني.
دغه سلوک بيا په کاروبار يا اداره کې يو منل شوی اړخ خپلوي، د مشر د نيمګړو پريکړو په اړه به ګيله کيږي، خو هغوی چې په اوسني حالت کې ګټه وي يا فکر وکړي چې له دغې غوړه مالۍ پرته نور څه کمال نه لري، نو هغه هم پدې حالت کې خپله ګټه ويني او دوام ورکوي.
مشري پر حالاتو ده، يعنې هر حالت سره فرق کړي، خو د حالاتو سمه ارزونه بيا د هر چا د وس خبره نه وي، دغه ارزونه پر ريښتوني او بيطرفه معلوماتو ولاړه وي. د سرزورۍ يو تر ټولو ستره نيمګړتيا د معلوماتو چڼول او د اوریدونکي له تمې سره برابرول وي، داسې حالت چې له ريښتياوو د مقابل لوري خوښ ساتل ډير مهم وي.
نو هر کله چې د مشرۍ پر تسلسل بحث کيږي لومړی ورسره دا ارزونه کيږي چې موږ دغه راتلونکي مشر ته په کوم وخت کې واک سپارو، د څه لپاره یې تياروو او د څه تمه ترې لرو، که ناڅاپي سپارنه نه وي نو دا هم ګورو چې څه وخت بايد مشر شي، يعنې په راتلونکو درې کلونو کې بايد د ټولې ادارې مشر وي.
هر موقف او دنده خپلې اړتياوې لري، په پريکنده حالاتو کې خلک د شخص ننني سلوک پر اساس د هغې د راتلونکي سلوک درک کوي، يا لږ تر لږه دا حدس وهي چې راتلونکي کې به څنګه وي، نو که په اوسنۍ دنده کې بریالی وي، ترې تمه کيږي چې راتلونکي کې به هم بريالی وي، چې له کبله يې ځينې وخت دا اصطلاح هم ورته کاريږي چې د خپل برياليتوب قرباني شو.
يا که څوک نن ناکامه وي يا د نورو په تمو برابر نه راځي، نو دوی فکر کړي چې دا به ټول عمر همداسې وي، خو انسان د بدلون توان لري، داسې ډيرې کاروباري او ټولنيزې بيلګې شته چې خلکو ځان بدل کړی دی، او له ورکړل شوي موقف يې سترې لاسته راوړنې لرلي دي.
کله چې يو څوک د مشرۍ لپاره ټاکل کيږي، لدې سره چې د هغې پخوا څيړو، دا هم بايد وګورو چې څه ترې غواړو، او موږ څرنګه کولای شو له ده سره د هغو غوښتنو په پوره کولو کې مرسته وکړو، يعنې هغه روزنې او مرستې ورته برابر کړو چې سبا يې پکاريږي.
د ښه مشر روزل، ټاکل او ملاتړول به په فردي توګه هغه لپاره ښه وي، خو موږ اساساً مشران د پریکړو لپاره ټاکو، او د پریکړو نيمګړتيا بيا ټول اغيزمنوي، نو ځکه د هغې ملاتړول يا سمې لار ته برابرول د ټولو په خير وي، او د چاپيريال او کاروبار له ودې او پرمختګ سره ټول ښه کيږي.
او په فردي توګه، نوی مشر بايد هغه سلوکونه او عادتونه خپل کړي چې سبا يې په کاريږي، راتلونکي کې يې بريالی کوي، ځکه هغه څه چې تر دې ځايه راورسوه، ښايي نور کار ونه کړي، يا په اوسني مهارت او پوهه دلته راورسيده، که غواړي بل پوړ ته ولاړ شي، نو بايد هغه څه زده کړي چې بل پوړ ته يې د رسولو ظرفیت ولري.

مشري او ابتکار، مشري: پريکړې او پوهه ، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، سپين فيل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading