د سلاکار او سلا اوصاف 

سره لدې چې د سلا (مشورې) ارزښت له ورايه ښکاري، خو له هر چا سره مشوره هم نه کيږي، نو ځکه له هر چا چې سلا اخلئ، غوره به وي چې دا پنځه ځانګړتياوې ولري:

۱. په اړونده ساحه کې کافي تجربه ولري

مشوره د خپلې پوهې او تجربې پر اساس ورکول کيږي، هر څومره چې د يو شخص په اړونده ساحه کې تجربه ډيره وي، همدومره يې مشوره غني وي، او هر څومره چې پوهه ولري، کولای شي خپله مشوره ستاسې له حالت سره عياره کړي. کولای شئ له يو څخه له ډيرو سره مشوره وکړئ، خو هڅه بايد وشي چې دوهم مشاور د لومړني د مشورې خلاوې ډکې کړي.
عبدالله بن الحسن خپل ځوی ته ويل: د جاهل له مشورې او دښمنۍ ځان وساته. همداسې يې ورته ويل چې له دوو خلکو مشوره مه اخله، هغه ځوان چې ځان ته حيران او په ځان ميين وي او په نورو چارو کې تجربه ونه لري او هغه سپين ږيری چې وخت يې عقل او جسم دواړه اخيستي وي.

هر څه عقل غواړي او عقل د تجربې او پوهې محتاج دی. هغوی پسې وګرځه چې دا دواړه ولري.

۲. دينداره او متقي وي

محمد رسول الله ﷺ به فرمائيل، چې څوک د يوه کار نيت وکړي، نو مشوره دې وکړي او الله ﷻ به ورته په اړونده چاره کې بریاليتوب ورکړي. د ديندارۍ او تقوا اصل پالل پر دې معنا چې څوک تاسې ته مشوره درکوي، بايد هغه څه چې د ځان له پاره مناسب بولي، تاسې ته يې هم سلا درکړي.

دينداري او تقوا پدې معنا نه ده، چې د ځانګړې جامې يا قيافې خلک دينداره او تقوا لري، هدف دلته دا دی چې تاسې ته هغه مشوره درکړي چې پر ځان يې پيرزو وي، داسې نه وي چې ځان لپاره يو څه وغواړي او تاسې ته بل څه ووايي.

۳. مهربانه او زغم ولري

مشوره اکثره د ځان پوهولو لپاره وي، کله کله څوک چې مشوره ورکوي پر هغه کار پوهيږي خو مشوره اخيستونکی ښايي پر ډير څه پوه نه شي، دغه پوهول زغم غواړي. هوښياران وايي له هر چا سره مشوره مه کوئ، مګر هغوی چې باعزمه او ټينګ وي خو کينه ګر نه وي، او هوښيار وي خو قهرجن نه وي.

يوازې د مشورې ورکړه نه ده، بلکه هغه مشوره بايد تائيد شي، مشوره ورکوونکی بايد دومره پوهه او تجربه ولري چې خپله مشوره توجيه کړای شي، د هغې د عملي کولو لار دروښيي، له ممکنه ستونزو او نيمګړتياوو مو خبر کړي او ورسره درته هغه نتيجه هم بيان کړي چې د مشورې په پای کې يې بايد ترلاسه کړئ.

د ګوګل او مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې هر څوک کولای شي، کتابي مشورې درکړي، خو ډير کم به وي چې د خپلې مشورې عملي اړخ هم درته روښانه کړي، او متوقع نتيجه درته بيان کړي.

shallow focus photograph of black and gray compass

۴. نارامه او انديښمن نه وي

هغوی چې خپله ذهناً نارامه او انديښمن وي، نشي کولای تاسې ته ښه مشوره درکړي، هڅه وکړئ داسې څوک ولټوئ چې پخپله آرامه وي او خپلو چارو ته انديښمن نه وي. اکثره وختونه خلک بل پسې ګرځي چې زړه ورته خالي کړي، مشوره د خپل ذهن او لارې پاکولو لپاره کيږي، نه دې لپاره چې خپله لار درڅخه ورکه کړي، او بيا د هغې غمونه پالئ.

۵. بې غرضه وي

داسې څوک وي چې تاسې ته په مشوره کې يې خپل شخصي غرض نه وي. طبعي خبره ده، هر څوک خپلې ګټې پالي، خو که چيرې يو څوک ستاسې له مشورې او پریکړې مستقيماً اغيزمنيږي او خپل اغراض ولري، نو ښايي له هغوی سره مشوره ډيره ګټوره نه وي.

پدې کې عموماً هغه خلک هم راځي چې ستاسې د لاس لاندې کار کړي يا په يوه کاروبار، اداره او نورو کې درسره شريک وي، يعنې داسې يو حالت کې درسره شريک وي چې ستاسې له مشورې مستقيماً اغيزمنيږي او فکر کړي چې که تاسې پر بله ولاړ شئ، نو ممکن هغوی هم تاوان وکړي.

ځکه خو بايد هغه چې د مشورې په لټه کې وي، بايد مشوره او غوړه مالي وپيژني. د جنرل موټرز يو رئيس وو، هغه چې به کله جلسه راوغوښته او ټولو به يوه خبره تکراروله يا د ده له نظر سره به ټول موافق وو، نو له ټولو به يې وغوښتل چې پاڅيږي او د ده په نظر يا ورکول کيدونکی مشوره کې نقص ولټوي او بيا راشي.

دلته له مشورې سره بل تړلی اړخ د زړه ورتيا او د زړه سختوالی توپير هم دی. په جرأت يا زړه ورتيا کې تاسې سمه خبره کوئ، رښتيا واياست. دا ځانګړتيا هیڅ بديل نه لري. مهمه نه ده چې زړه ورتيا يو چا ته په کومه بيه تماميږي يا له څه ستونزو سره يې مخ کوي. نه مشر يا مشوره اخيستونکی خپل سلاکاران او ملګري له حق ويلو منع کوي، او نه هغوی چې خبره ورپاتې شي، له رښتياوو ډډه کړي، که رښتيا خبره ورته هر څومره سخته تماميږي، دغه چاپيريال ټول هڅوي چې رښتيا ووايي.

د دعوت اصل په بلنه او رښتيا کې دی، د نصيحت اصل په حکمت کې دی، هر چا ته که ملګری وي يا دښمن په ښه او احسنه توګه د رښتياوو رسول دي. خو سختوالی هم د اصلاح له ارادې سره پيليږي، هڅه کيږي ځان او بل سم کړي، د خير غوښتنه پکې وي. خو که چيرې په وينا کې سختوالی، بې ادبي او زيږوالی وي، نو بلل او نصيحت اوريدونکي له زيږ غبرګون سره به مخ شي، او ښايي چې بد عواقب ولري، په ځانګړي ډول کې چيرې هغه چا ته چې نصيحت کيږي عزتمن او واکداره وي.

ابي جعفر المنصور، د عباسي خلافت دوهم واکداره خليفه وو او د بغداد بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي، ته نصيحت کوونکی راغی، چې په وينا کې سخت او زيږ وو. ابو جعفر نصيحت کوونکي ته وويل: دا زما يوه ادنی غوښتنه ده، که يې ومنی. چې سپيڅلی رب ﷻ دې له تا څخه غوره څوک له ما څخه بدتره چا ته واستوي. ورسره یې ناصح ته وويل: الله ﷻ چې کله موسی (ع) فرعون ته ليږه، نو يې ورته وفرمائيل: (پس ووايي ده ته خبره پسته ښائيږي چې دی پند واخلي «که ستا رسالت ورته محقق شي» يا وويريږي «له الله که متوهم شي».) (سورة طه ۴۴ آيت). د هغه شخص سر خلاص شو، ځان يې پړ وګاڼه، چې دئ له موسی (ع) څخه غوره او اباجعفر له فرعون څخه بد نه دی.

ځينې وختونه بلنه او نصيحت سختوالی او زيږه خبره غواړي، خو دا زيږوالی استثناً ګټور وي، په تاريخي لحاظ ذکر شوو حکايتونو کې په ځينو ځايونو کې سختې خبرې شته، خو دا له پنده ډکې وې، او هغوی چې دغه ويناوې يې اميرانو ته کولې هغوی خپل قدر او درناوی درلود، او پوهيدل چې دغه درناوی دوی ته په ځينو ځايونو کې د سختې وينا اجازه ورکوي، خو په عمومي توګه زړه ورتيا له سختوالي او زيږوالي سره توپير لري، او ويناوال بايد پرې پوه شي.

ويناوال بايد پوه شي چې څرنګه سمه خبره د متقابل احترام او درناوي په چوکاټ کې ورسوي. د زړه ورتيا په بحث کې اصل ټکی د سمې او رښتيا خبرې رسول دي، نه دا چې بنده خپل زړه تش کړي. د خبرې سختوالی له قهر او کرکې راځي، او آن که سمه او رښتيا خبره هم د قهر او کرکې په رڼا کې وشي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

زموږ هدف د مقابل لورې اصلاح ده، نه دا چې هغه ته سپکاوی وکړو يا يې د خلکو په وړاندې رسوا کړو.

ورته ليکنی: مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading