د مينې ړانده

متل کا چې مينه ړنده وي، چې که په هر څه راغله يا پر هر چا مئين شوې، له هر څه درته ښکلی شي. يا په بله وينا، مئين دی يعنې ړوند دی. هر څوک چې له يو څه سره مينه ولري، د هغې پر نيمګړتياوو ړانده کيږي، او دغه سترګې پټول بيا د دوی پر پريکړو، کړو وړو او معاملو اغيزه لري. که په هره مو روان کړ، درسره درومي.
د ټولنيز راښکون په اړه د ټولنيزې پيژندنې مفکوره وايي چې موږ خلک عموماً پر دوو د خپلې خوښې او ناخوښې ډلو ويشو، د خوښې خلک مو موږ ته ورته وي، او د ناخوښې بيا له موږ څخه بيل او بدل وي. دغه پر ډلو ويشنه کې فرد او ډله دواړه راځي، او په ځانګړو حالاتو کې موږ فرد د ډلې استازی بولو او د هغې خواص فردي نه بلکه د ډلې استازيتوب ګڼو، يعنې که زما د ناخوښې شخص څه بد وکړل، نو د هغې ټول قوم او قبيله خرابه ده، او که چيرې زما د خوښې چا ښه وکړل، نو موږ ټول ښه خلک يو.
د دې په مقابل کې د خوښې خلکو ښه د ټولې قبيلې ښه دي، خو بد يې بيا فردي عمل دی، يوازې دا پکې بد وو موږ خو ښه خلک يو، اما د مخالفينو ښه بيا فردي عمل دی، دغه ښه کوونکی شخص استثنا دی، خو بد يې بيا د ټولو دي.
شخصي پيژندنه له ټولنې بيله نه ده، «زه» د ټولنې د «موږ» برخه ده. دغه مفکوره دا هم وايي کله چې موږ دغه د زه او موږ ډلبندي وکړه، بیا د همدې «موږ» په چوکاټ کې بله کوچنۍ ډله جوړوو چې هغه بيا «موږ» او «دوی» کيږي. يعنې خبره له هېواد څخه قوم ورپسې قبيله، او له قبيلې څخه خيل او کورنۍ ته راشي. همداسې، د عمومي ډلې ښه دودونه او ځان په اړه پر طبعه برابر فکرونه د ځانګړو مقايسو/ پرتلو سبب ګرځي چې دغې ډلې ته ښه احساس ورکوي.
د دغې مفکورې د بحث په رڼا کې، موږ ټول ځانته په ښه نظر ګورو او «هغوی» خپل مخالفين بد ګڼو. دا ښه له خپل ځانه پيل، او موقف، شهرت، باورونو، هېواد، ژبې، متوقع سلوکونه او نور هر څه پکې رانغاړو، او هغوی چې موږ ورسره مخالفت لرو هغوی لپاره بيا دا هر څه بد ګڼو يا لږ تر لږه مو پرې د دې ښه نه پيرزو کيږي.

a pair of glasses sitting on top of a wooden table
له يو څه سره مينه لرل، په اصل کې د هغې له هغې انځور او برداشت سره مينه ده چې تاسې يې ترې لرئ، که يو څوک له هېواد سره د مينې دعوه لري، نو دا له هېواد څخه يو ځانګړی تعبير لري او د ده د مينې لپاره بايد هېواد پر هغه تعبير برابر وي، لکه زما قوم يا زما پر فکر برابر خلک بايد حاکمان وي او څه رنګ چې زه غواړم هغسې بايد ولاړ شي، که نه نو بيا خو زه کولای شم د نورو هېوادونو مثالونه ورکړم چې هلته څه حال دی او موږ په څه حال يو.
يا د اولاد سره مينه راواخلئ، اولاد پر ډيرو تر هغې ګران وي چې د ده له طبعې يا ټولنې له رواجونو او کړو وړو سره سم له ده، خپلو مشرانو يا والدينو سره تعلق وپالي، تربيه يې د ده په فکر سمه وي، او پر نورو هغه توقعاتو برابر وي چې دا يې ترې تمه لري، که نه نو بيا اولاد هم بد دی، هغه ړنده مينه هم نه شته او ممکن خبره بدو ته هم ولاړه شي.
په تاريخي لحاظ داسې ډيرې ټولنې وی او نن سبا یې هم بيلګې ليدلی کيږي چيرې چې په فزيکي يا عصبي توګه ژوبل او ناروغه اولاد چې کورنۍ يې د درملنې وس ونه لري يا د درملنې وړ نه وي، په زيارتونو، يتيم خانو يا نورو داسې ځايونو کې بې سرپرسته پر دې دليل پریږدي چې دوی به یې ښه پالنه وکړای شي يا زما لپاره شرم دی چې داسې اولاد ولرم.
مينه او خوښيدل له ړوندوالي پرته نه کيږي، که يو څوک په يوه چاره کې وسايل، وخت او نور مصرفوي او ورسره دا فکر هم کړي چې نيمګړی دی، نو بيا ممکن دې هر څه ته دومره زړه ښه نه کړي. يو څوک له چا سره مينه لري، غواړي ورسره يوځای ژوند ولري، نو د هيله مندۍ او آرامتيا لپاره به د مقابل لوري پر نواقصو به سترګې پټوي، که نه نو ښايي هيڅکله داسې څه ته غاړه کينږدي چې تلپاتی نيمګړی وي.
د دوام لپاره به دا پر هغو نواقصو سترګې پټوي يا لږ تر لږه به يې پر دې نامه توجيه کوي چې ډير ښه لري خير دا لږ بد به يې زه ومنم. يا بديلونه یې لدې هم بد دي. هیڅ څه بې نقصه نه دي، نو که چيرې نقص يې اصلاح کولای نه شم، ولې نه سترګې پرې پټې کړم.
بازارموندنه يا مارکټنګ کې خلک ښکلي خلک کاروي، د دغې اساسي لامل د هغوی ښکلا پر ښودلو د محصول محدوديتونو پټول دي، يا پر بله وينا هغوی پر تاسې محصول نه خرڅوي بلکه د دغې ښکلو خلکو د ژوند طريقه خرڅوي، چې که چيرې دغه محصول يا کريم يا نور وکاروئ، نو دغې ميرمن په څير به ښکلي او غاښونه به مو له ليرې ځليږي.
دا صفت نه دی چې يو څوک دې ووايي زه له يو څه سره ړنده مينه لرم، هر څه چې وي، ځکه هر هغه څه چې تاسې ړانده کړي نو بيا مقابل لوری کولای شي هغه ستاسې په وړاندې پر هر ډول او هره نامه وکاروي. د هېواد، ژبې او نورو په نامه درڅخه د هر څه تمه لرلای شي.
که چيرې موږ په يو څه کې نيمګړتيا ونه وينو، نو د هغې د پرمختګ او ښه والي لپاره کار نه شو کولای، که يو څه له وړاندې په خپل حالت کې تر ټولو ښه وي، نو څرنګه يې ښه کولای شئ، تاسې خو پرې د بهترئ ټولې لارې وتړلی.
بنده لپاره له ځان څخه هیڅ څه محترم او ګران نه دي، نو که چيرې د ځان د غوره والي او بهترۍ لپاره کار کوئ، نو بيا ولې نور څه ښه کيدای نه شي. له نيمګړي څه سره مينه بده نه ده، خو پر نيمګړتياوو يې سترګې پټول ښايي بد وي.

ورته ليکنی: تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading