د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې

د ۷ ایس موډل يو له هغو کاري چوکاټونو (فريم ورک) څخه دی چې مشران سيسټماټيک فکر ته هڅوي، مشران په يوه سيسټم کې کار کوي، او کار يې د همدې سيسټم له بیلابيلو اړخونو اغيزمن وي. دغه موډل چې د ميکنزي سلاکاري خدمتونو لخوا په لومړي ځل طراحي شو، له ایس څخه پکې هدف هغه سيسټمونه دي چې په اداره کې حياتي ونډه لري، او د انګليسي پر ایس حرف پيليږي، پدې کې Structure جوړښت، Systems سيسټمونه، Strategy تګلاره، Staff کارکوونکي، Skills مهارتونه، Style مشرۍ طریقه، او Shared Values ګډ ارزښتونه شامل دي.

له سيسټم څخه هدف د بیلابيلو خپلواکو او نيمه خپلواکو واحدونو يو ځای کار کول دي، تر څو په شريکه يوې داسې نتيجې ته ورسیږي، چې د فردي واحد په توګه يې لاسته نه شي راوړلای. هر کله چې يو ستر کاروبار يا هېواد اوږدمهاله ملي تګلارې جوړوي، نو بيا په پراخه کچه خپلو ادارو ته ګوري چې څرنګه کولای شي د دغې موډل په رڼا کې د دغې تګلارې پياده کول ملاتړ کړي.

افراد هم په همدې سيسټمونو کې کار کوي. ضرور نه ده چې تاسې څومره تکړه مشر په یوه بیکاره سيسټم کې وګمارئ، ډېر به ګټور نه وي، او همداسې که چيرې په يوه ښه سيسټم کې لټ مشر وټاکئ، بيا هم هغه ښه سيسټم دا مشر کار ته هڅوي، نتيجه ترې غواړي. دواړه پر يو بل اغيزه لري، اکثره وختونه مشر نه شي کولای چې ټول سيسټم بدل کړي، ځکه سيسټم هم له خلکو جوړ وي، او په دوی کې به نيمګړي خلک هم وي، چې ښايي د چارو بهترولو ته دومره ژمن نه وي.

اداري سيسټم له يو بل سره تړليو او متکي پروسو او فرعي سيسټمونو ټولګه وي چې په شريکه کار کې يوه نتيجه لاسته راوړي. هر سيسټم د يوه بل ستر سيسټم برخه وي. خو، څه سيسټم ګڼئ هغه شخص تر شخص فرق کوي. لکه تګلارې لپاره د بودجې، راپور ورکولو، پيسې تر لاسه کولو او ورکولو چارې ټاکئ، دا يو سيسټم دی، بيا د دې پروسې هره فرعي چاره يې يو بل کوچنی سيسټم دی.

د نننۍ معاصرې مشرۍ يو اصل په اداري چوکاټ کې د بيلابيلو څانګو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کول دي. دا فکر دی چې څرنګه هره څانګه، هر فرعي سيسټم د هېواد، کاروبار يا ادارې په ستر سيسټم کې خپلې چارې پرمخ وړلی شي.

په يوه څيړنه کې د دوکاندارۍ ستر شرکتونو دې فکر سره اړونده صنعت په ستر کچه بدل کړ کله چې دوی د خامه موادو برابروونکي د مشتريانو د خدماتو برخه وګڼله، يعنې که مشتري به له څه څخه شکايت درلود دوی به خپل د خامه موادو برابروونکي خبرول او ورسره به يې ورته ويل چې که مشتري راضي نه شو، نو ښايي دوی دغه خامه مواد له بل چا واخلي.

د سيسټمونو په فکر کې موږ د سيسټم دننه او بهر جريانونه ګورو، سر پرې خلاصوو او بيا د ټول سيسټم بهترولو لپاره يې ښه کوو. د سيسټم په اړه فکر لدې اړخه هم مهم دی چې د مشر پريکړې تر کومه حده عملي کيږي، يا آیا سيسټم د دغو سترو پریکړو او کړنلارو د عملي کولو توان لري، همغږی دی او هغه پايلو ته ځان رسولې شي چې په لومړي پيل کې ترې تمه وه.

په اداره يا پراخه جوړښت کې هر فرعي سيسټم خپله ونډه لري، زموږ د ۷ ایس په موډل کې حياتي هغه يې رااخيستل شوي دي، چې عبارت دي، له:
Structure جوړښت: خلک د کار لپاره څرنګه تنظيم شوي دي، د دندو او مسؤلیتونو ويش څرنګه دی، د يو بل په کار او مهارتونو کې مداخله شته يا نه.
Systems سيسټمونه: په ځانګړي ډول معلومات، څرنګه سره شريکيږي او اندازه کيږي، د معلوماتو ملکيت له چا سره دی، څرنګه ارزول کيږي، څرنګه دغه معلومات د غوره او پوهو پريکړو سبب ګرځي.
Strategy تګلاره: د ادارې يا کاروباري واحد لوری او اهداف څه دي، څرنګه يو بل ملاتړوي، څرنګه هغه عمومي هدف ته لاره لنډوي چې په پيل کې د مشر لخوا ټاکل شوي دي.
Staff کارکوونکي: هغوی چې ادارې لپاره کار کړي، اړونده مهارتونه يې څه دي، څومره د پریکړې کولو توان لري، د خپلې دندې کليدي مهارتونه لري، د اړتيا وړ مهارتونو، پوهې او سلوکونو او د دې خپلو شخصي ظرفيتونو تر منځ همغږي شته يا واټن يې څومره دی؟
Skills مهارتونه: د ادارې چلولو لپاره د اړتيا وړ ظرفيتونه او مهارتونه څه دي، آیا اداره هغه مهارتونه پيژني چې د کار لپاره مهم دي؟ څرنګه دغه مهارتونه ملاتړوي؟
Style مشرۍ طریقه: اداره څرنګه مشري کيږي، لکه ګډ ډله ييز کار، آمرانه، او نور، خلک د پریکړې څومره وس لري؟ بدلون څرنګه هڅول کيږي، د پريکړو پايلو په اړه څه کيږي؟
Shared Values ګډ ارزښتونه: هغه ارزښتونه چې اداره يې مني او عملي کوي، لکه تشبث، ابتکار، پخوانيو ارزښتونو ته څومره وفاداره ده؟ نوي ارزښتونه څرنګه رامنځ ته کيږي؟

پدې که لومړي درې جوړښت، سيسټمونه او تګلاره عموماً ډير څرګنده او اکثره بدلونونو کې په پام کې نيول کيږي، دغه پاتې څلور يې سره لدې چې په برابره توګه مهم دي، خو اکثره وخت له پامه غورځولی او ډيره پاملرنه ورته نه کيږي.

هغه کاروبارونه يا ادارې چې له ننګونو سره مخ وي، عموماً دغه اوو توکو تر منځ همغږي يې مناسبه نه وي، د دغې موډل يو يا ډير توکي يې سره مطابقت نه لري، چې عموماً له سره تنظيمول د حل يوه يا يوازينۍ لاره وي. خو، دې ته مو بايد پام وي چې دغه تنظيمول بايد د دې موډل يو دوه توکي په پام کې ونه نيسي، بلکه ټول اووه واړه توکي راونغاړي، تر څو وکولای شي د سيسټم په کچه د بدلون او ليد سبب شي.

د دې وسيلې د کارولو يو بل ځای د بدلون پلانول دي. بدلون عموماً لدې کبله ناکاميږي چې ټول اړخونه يې په پام کې نه دي نيولي. اکثره مشران د بدلون په چارو کې يوازې د بدلون پر ښه والي تمرکز کړي. په دغه حالاتو کې، غوره دا وي چې پر هغو فرعي سيسټمونو تمرکز وشي چې د بدلون هڅوونکي يا مخنيوونکي وي. د بدلون پلانولو پر مهال، مهمه ده چې ځان پر دې پوه کړي چې د دغه موډل کوم توکی يا ایس بدلون اغيزمنولی شي، او عموماً دغه د تګلارې (ستراتيژۍ) توکی وي، بايد وپوښتل شي:
– کوم توکی يا ایس زموږ تګلاره (ستراتيژي) ملاتړوي؟
– کوم توکی يا په ځانګړي ډول د هغې کومه برخه د زموږ د ستراتيژۍ پر وړاندې خنډ واقع کيدای شي؟
– څه کولای شو چې دغه خنډونه له منځه يوړو يا يې اغيزه يې راکمه کړو؟

پريکړې کول او تګلارې جوړول عموماً آسانه وي، د هغې عملي کول بيا وخت او زغم غواړي. ښه مشر پدې پوهيږي چې د تګلارو جوړول يوازې د مزل پيل دی، که چيرې اړوند سيسټمونه دغه تګلارې ملاتړ نه کړي، بيا هم متوقع نتايجو او ارزښتونو ته نه رسيږو.

ورته ليکنی: مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading