د باور راکړه ورکړه

جي ميل د بريښناليکو مخکښه خدمت دی، هر څه مو ورسپارلي دي، له انځورونو نيولې تر کاروباري او کورنيو اسرارو هر څه هلته پراته دي. فیسبوک، واټس آپ، انسټاګرام، ټويټر او نورې ټولنيزې شبکې مو ټول ژوند رانغاړي، له ټولنيزو اړيکو تر سياسي او مسلکي فعاليتونو هر څه لپاره ځای لري. دا وړيا خدمتونه دي، که سبا يې درباندې بند کړي نو هيڅ هم نه شئ کولای، خو دا باور لرئ چې دوی به دا کار نه کړي.

په نننۍ نړۍ کې چې سیالي، بې‌باوري او لنډمهاله اړیکې پکې ډېرې شوې دي، د باور ارزښت له هر وخت څخه ډېر مهم شوی دی. باور نه يوازې اخلاقي او شخصیتي موضوع ده، بلکې دا د سوداګرۍ، مشرۍ او ټولنیز پرمختګ بنسټ هم دی. په هره راکړه ورکړه، پروژه او اړیکه کې که باور نه وي، نو د اوږدمهاله اړيکې او بریا تمه يې بې ‌ځایه ده.

نړۍ پر همدې متقابل باور روانه ده، مخکې ذکر شوي ټول ټولنيز خدمتونه د امريکايانو دي، خو که چيرې دا خدمتونه چينايان وړاندې کړي نو څومره به پرې باور ولرئ، په ځانګړي ډول هغوی چې په غربي هېوادونو کې اوسيږي يا د هغوی له قوانينو اغيزمن دي، هغه به پر چينايي شرکت څومره باور وکړي. ټيک ټوک چينايي دی، له هغې سره دغه غربي هېوادونه څه کړي. او که عقيدوي او ملکي ګټو ته يې راواړوئ نو بيا دا بحث هم وي چې پر خارجي باور نه کيږي، پر کافر باور نه کيږي، خو محصولات او خدمات يې کاروو او ټول معلومات مو د هغوی په لاس کې دي.

selective focus photography of stack of stones

د باور رامنځ ته کولو لپاره عموماً شفافيت، ثبات او ځواب وينه مهمه وي. په شفافيت کې خلک له هغه چا سره کار کوي چې رښتيا وايي او معلومات نه پټوي يا له خپلې طبعې سره سم يې نه تفسيروي. په ثبات کې باور هغه وخت منځته راځي چې يو کس يا اداره د خپلو خبرو، پرېکړو او کړنو تر منځ يووالی وساتي، د پرون عمل او وينا يې له نن او سبا سره توپير ونه لري. په ځواب ويينه کې که خطا هم وشي، مسؤليت منل د باور د بيا رغونې بنسټ دی، يعنې چې سبا به همدا خطا نه کړم.

له خوراکه يې پيل کړئ، که تاسې يو انرژي ډرنک رااخلئ يا سګرټ اخلئ، چې دواړه مو روغتيا ته څرګنده تاوانونه لري، خو بيا هم پر توليدوونکي شرکت باور لرئ چې څه وايي هماغه پلوري، مال يې اصل دی. درمل راواخلئ چې ژوند مو پرې متکي دی، دا باور لرئ چې دا درمل به کار کړي، روغتيا او تکليف ته به مو ګټه ولري.

دې پسې نه ګرځئ چې دغه انرژي، سګرټ يا درمل چا جوړ کړي دي، که چيرې تاثير ونه کړي، بل پسې ځئ، ښه يې لټوئ، له ځان سره دا فکر لرئ چې هم دوکاندار او هم تاسې پر دغه محصول باور کولای شئ.

خو، هر کله چې دغه باور داغداره شو، بيا ډيرو ته سخته وي چې بيرته هغه لومړي حالت ته راشي. هغوی چې درواغ وايي په ځانګړي ډول په داسې يو موقف کې چې خلک يې خبرو او ويناوو ته ارزښت ورکوي، نن ښايي د دغې درواغو له کبله له شته حالته ځان وباسي، خو سبا چې هر څه وکړي بيا به هم پخوانی اعتبار تر لاسه نه کړي. د نن د معلوماتو په زمانه کې هیڅ پټ نه پاتيږي، مهمه دا ده چې هغه معلومات وړاندې کړئ چې رښتيا وي، يا لږ تر لږه ستاسې د پوهې تر کچې رښتيا وي.

د معلوماتو په مديريت کې د رښتياوو يا بې قضاوته معلوماتو تر لاسه کولو لپاره خپل ميکانيزمونه شته، اکثره وختونه کله چې څيړنې کيږي، موږ د څو پوښتنو، څو منابعو يا بیلابيلو خلکو څخه يوه پوښتنه په هماغه ټکو يا بیلابيلو ټکو پوښتو، ځوابونه سره پرتله کوو، د ځواب ورکوونکي ظرفیت او موقف ته ګورو او بيا يوه قضاوت ته رسيږو.

د شرکتونو، ادارو او اشخاصو په کاروبارونو کې باور تر ټولو مهم عنصر دی. که چيرې شرکت پر تاسې جعلي درمل، خراب خوراک، درواغو محصول يا نور خرڅوي، نو اعتبار يې خراب شو، فکر وکړئ د مخابراتي شرکت خدمات کاروئ، که چيرې يې له کیفيته راضي ياست، هر څه چې وايي هغه رښتيا وي، اما خدمات يې د نورو په پرتله ګران وي. نو کله چې يې نورو ته وړانديزوئ، ورته واياست چې کار يې ښه دی خو ګران دي، اما که خراب او بې اعتباره وي، نو هیڅکله يې چا ته څوک نه توصيه کوي.

لدې سره د خدمت وړاندې کوونکو ادارو بحث هم دی، که چيرې مو په کومه اداره کې کار بند وي، که دغه باور درسره وي چې کار مو کيږي خو ځنډ کړي، نو ممکن نورو ته هم اطمينان ورکړئ، خو که چيرې دغه باور ونه لرئ، نو ښايي ټولو ته به واياست چې پخپله ورپسې وګرځه، څوک نه پوهيږي څه وخت له دغې ادارې سره په کوم غم واوړی.

د مسلکي فرد ژوند پر دغه بحث بنا وي چې ورسپارل شوی کار له خپل مسؤليت او توان اخوا اجرا کوي. که چيرې چا ته کار وروسپارئ او تاسې په دې تمه ياست چې هغه به يې خلاص کړي، خو د ورځ په اخيره کې درته بهانې ولټوي يا وايي چې نه يې شم کولای، نو بل ځل به ورته له کار سپارلو وړاندې ډير فکر وکړئ.

هيڅ څوک پوره نه دي، او نه پر هر څه هر وخت پوهيږي، مهمه دا ده چې نورو ته دغه باور ورکړي چې ورسپارل شوی کار له خپل ظرفیت سره سم پرمخ بيايي، او چيرې چې نواقص وي هغه پوره کوي يا لږ تر لږه يې د پوره کولو هڅه کړي.

نن د معلوماتو په زمانه کې شرکتونه او آن اشخاص خپل اعتبار پخولو په چاره کې سترې پانګونې کوي. په پراخه توګه د درواغو او افواهاتو خپرولو په دې منډه کې اعتباري معلومات تر بلې هرې زمانې مهم دي. خلک وايي چې نن د رسنيو او معلوماتو شخړه ده، خو چې څو رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړي وي.

لدې ټولو سره بايد دې ته هم پام وکړو چې موږ د معلوماتو منلو لپاره خپل تمايلات هم لرو، موږ ته اکثره وختونه دا مهمه نه وي چې رښتيا څه دي، مهمه دا وي چې څه زموږ له طبعې او تمې سره برابر دي، هغه څه قبلوو چې خوښ مو شو، اوس چې دا رښتيا دي يا نه هغه بل بحث دی، او دغه قبلونه او وړاندې خپرونه زموږ پر اعتبار څه اغيزه لري، هغې سره به بيا راکاږو.

ورته ليکنی: د ستونزې بيان او معلومات، څرنګه په عامه وينا او پريزنټشن کې پراعتماده او باوري واوسئ، د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه، مهارتونه او د کاروبارونو وده، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading