د هڅونې او نظم تر منځ

يو بل کال مخ په خلاصيدو دی، ډيرو بنده ګانو به د ځان لپاره اهداف ټاکلی وي، او ځينو اهدافو ته به رسيدلي هم وي، او ځينې به نور کار غواړي، په همدې رڼا کې اساسي پوښتنه دا ده چې ولې ځينې خلک خپل اهداف تر لاسه کوي، او نور يې بيا په ورسيدو کې له ستونزو سره مخ وي.

د هر کار لپاره هڅه مهمه ده، خو يوازې په هڅه نه ده، دغه هڅه دوام غواړي، او همدا د سترو لاسته راوړنو اساسي عامل دی. د نن زمانې د مثبتې ارواپوهنې او هڅونې ببولالو تر منځ له ځينو خلکو سره دا باور دی چې يوازې د يو څه په اړه فکر وکړه، مثبت اوسه او غم ته لار مه ورکوه نو ژوند به دې ګل او ګلزار وي، خو يوازې په فکر نه ده.

د ورځني ژوند په بیلابيلو چارو کې عموماً هڅونه، تشويق او د پيل ګرموالی ښه ارزول کيږي. له ډيرو اورو چې مه نامیده کيږئ، هڅه کوئ، څه چې مو زړه غواړي هغه ولټوئ او داسې نورې جملې سره لدې چې خپل ارزښت لري، خو په يوازې کفايت نه کړي.

ډير خلک چارې په ډير شوق او هيله پيلوي، خو اکثراً يې په منځ کې پريږدي. بیلابيلې څيړنې ښيي چې د کال په پيل کې خلک د ورزش ځای د غړيتوب کارتونه اخلي، يو څو اوونۍ ورځي، او وروسته بيا خير خيريت وي، نو ځکه دغه ورزشي کلبونه د کال په پيل کې غښتلی بازار موندنه او ارزانه خدمتونه وړاندې کوي، پوهيږي، چې ډير يې په منځ کې پريږدي.

هغوی چې خپلو اهدافو ته رسيږي او هغوی چې په منځ کې يې پريږدي، ستړي کيږي، اصل توپير د دوام او نظم دی. هڅيدنه يا تشويق يو احساس دی، چې د نوې چارې، پروژې، هدف او نورو لپاره مهم دی، دغه د پيل هڅيدنه له موږ سره مرسته کړي چې سترې چارې ته لاس واچوو، غوړی غوړی ژمنې وکړو، خو دا هر څه لنډمهالي وي، ځکه څومره چې مخ په وړاندې ځئ حالات بدليږي، د انسان طبيعت يوډول نه پاتيږي، څوک ستړي کيږي او بهرني عوامل خپله اغيزه ښيي.

يوه بده ورځ، غلطه خبره، ستړيا يا ناوخته کيدل او تعطل د انسان ټوله هڅيدنه او مثبت فکر په سيند لاهو کړي. هڅيدنه لومړئ څړيکه وي چې د کار لپاره مهمه ده، خو عمل دوامداره نه شي ساتلای، هغې لپاره نظم او دوام ته اړتيا لرئ.

person walking in the center of the road

نظم ولې مهم دی

موږ وايو چې هر بريالی بنده منظم وي، هدف له نظم څخه هغو چارو ته دوام ورکول دي چې بايد دوام وکړي، دا چارې آن په هغه وخت کې هم بايد پر مخ يوړل شي کله چې حالت سخت وي، هڅيدنه نه وي، د خلکو انتقادات وي، خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکول دي.

دا يوه ژمنتيا ده چې شخص يې له ځان سره لري، په دوامداره توګه هغه کارونه کړي چې د ده د بریاليتوب او پرمختګ سبب ګرځي، پر ځان واک لري او سختو ته لاس اچوي. همدا دوام د عادتونو رامنځ ته کيدو سبب ګرځي، د خلکو باور حاصلوي او په اوږده کې د پرمختګ او ودې سبب ګرځي.

دوام او نظم لپاره لنډمهاله هڅيدنه مهمه نه وي، که څوک مو وهڅوي ښه ده، خو کار پر احساساتو نه کيږي، پریکړې غواړي، مهارت او عادتونه غواړي. منظم شخص آن په هغه حالت کې هم خپل کار ته دوام ورکوي چې زړه يې نه غواړي او حالت ورته سخت وي.

نظم او دوام له لنډمهالې هڅيدنې مهم دی

د نړۍ هره ستره لاسته راوړنه دوامداره هڅه غواړي، که هغه زده کړه ده، مشرۍ ته رسيدل دي، کاروبارونو پر پښو درول دي، پر روغتيا کار کول دي، ټولنې ته خير او خدمت دی، هر نامتو او بریالی شخص چې وينئ هغه يو څه راټینګ کړي دي او پر هغې يې دوامداره هڅه کړې ده.

داسې يو عمل چې په دوامداره توګه په هر حالت کې يې دوام کړی دی او له نورو یې ممتاز کړی دی.

په مسلکي او کاروباري ژوند کې دوام او نظم د باور او اعتبار سبب ګرځي. د خلکو منظم بنده خوښيږي، پرې ملا تړي او پوهيږي چې يو ځل يې يو څه ته اوږه ورکړه نو هغه سر ته رسوي، له خپلې ژبې او ژمنې نه تيريږي او تکیه پرې کيدای شي.

هڅونه ممکن يو مزل پيل کړي، خو دوامداره هڅه، نظم او هر وخت زحمت هغه بریاليتوب ته رسوي، دغه دوامداره هڅه د نتيجو سبب ګرځي، چې هغه بیا دا سلوک نور هم غښتلی کوي او انسان د زحمت او دوام عادت اخلي.

څرنګه منظمه شو او دوام ورکړو

نظم او دوام يو زده کيدونکی مهارت دی، او لکه د هر نور څه پر څير څومره چې پرې کار وکړئ، همدومره ورسره ښه کيږئ. دا لانديني وړانديزونه مرسته کولای شئ.

۱. کوچنی پيل وکړئ

له وړه يې پيل کړئ. ستر اهداف ولرئ خو دغه اهداف پر کوچنيو چارو وويشئ، هر ستر بدلون او مزل له يوه ګامه پيليږي. مهمه نه ده چې يو څوک دې پر لوړ غره په يوه منډه کې وخيژي، مهمه دا ده چې سم غر وپيژنئ او دوامداره توګه یې څوکې په لور مزل ته دوام ورکړئ.

۲. سيسټم او پروسه رامنځ ته کړئ، هڅیدنې پسې مه ګرځئ.

انسان د پروسې او سيسټم تابع دی، ځينې وختونه دغه پروسه عادتونه هم وي. هڅه وکړئ ځان لپاره داسې سيسټم رامنځ ته کړئ چې کار او دوام ته مو هڅوي. عادت بدلول سخت وي، وخت نيسي نو ځکه بايد پر داسې پروسو کار وکړئ چې د ښو عادتونو سبب ګرځي.

که فکر کوئ وخت مو ضايع کيږي، وګورئ چې څه مو ډير وخت نيسي، هغه عادت بدل کړئ. خلک مو له کاره باسي، شاوخوا وګورئ کوم ملګری مو بيکاره او ناميده کوونکی دی، له هغې ليرې شئ، د هغې له بدلولو سره به وروسته ګورو. نه پوهيږئ له کومه يې پيل کړئ، هغوی چې دا مزل يې کړی دی، له هغوی یې زده کړئ.

انسان د خپلو توقعاتو او تمو لوړتيا ته نه رسيږي، خو د خپل چمتوالي او عادتونو کچې ته راټيټيږي. هر څومره چې مو چمتوالی، عادتونه او سيسټمونه ښه وو، همدومره به مو پرمختګ او وړاندې تګ ښه وي.

۳. دوامداره زده کړه

په نړۍ کې چې هر څه وينئ، هغه يو چا پيل کړي دي، نو ځکه هر څه چې غواړئ لاسته راوړئ، هغه له تاسې وړاندې يو چا کړي دي، هغوی راپيدا کړئ او له هغوی يې زده کړئ.
که ښه دنده غواړئ، نو لومړی به د هغې مهارتونه زده کوئ، ښه کاروبار غواړئ نو لومړی به د هغې له پاره اړين زحمت باسئ، ښه ملګرتيا غواړئ لومړی بايد خپله ښه ملګری شی.  د ژوند هره چاره لومړی له تاسې زحمت غواړي، بیا درته ثمر او نتيجه درکوي.

زده کړه له کتابونو، دوامداره هڅې، تجربې، بحثونو، تکرارونو هر څه کیدای شي، مهمه دا ده چې انسان يې له خپلو نيمګړتياوو زده کړي، او خپلې هڅې ته دوام ورکړي.

۴. لومړيتوبونه وټاکئ

هر څوک هر څه نه شي کولای. بروس لي يوه وينا ډيره مشهوره ده چې له هغه چا مه ويريږه چې لس زره قسمه کراته یې زده وي، له هغې وويريږه يو تمرين يا يو قسم لته وهل يې لس زره ځل تکرار کړی وي.

ځان لپاره لومړيتوب وټاکئ، هدف يې بولئ، مهارت يې بولئ، هر څه چې وي ويې ټاکئ. بیا د همدې لومړيتوب لپاره اړونده زده کړه، عادتونه، مهارتونه او نور په نښه کړئ، بیا پر هغوی کار وکړئ. هر څومره چې وړاندې ځئ، خپل وخت او پرمختګ وارزوئ، او له خپل مزل خوند واخلئ او زده کړه وکړئ.

person in white dress shirt wearing black leather strap watch

۵. ناراحته اوسئ

که سهار له خوبه راپاڅيږئ، او ناراحته او ناهيلي ياست نو دا پدې معنا چې ودې ته تيار ياست، له اوسني حالته خوښ نه ياست او غواړئ چې بدل يې کړئ، همدا ناراحتي ولټوئ، وپالئ او پرې کار وکړئ.

هر بریالی شخص پر خپله وده دوامداره کار کړي، او دغې کار او ودې سره نارامي تړلې ده، هر څومره چې له دغې ناراموالي او ناراحتئ سره راحته ياست، همدومره به مو پرمختګ او وده دوامداره او ښه وي.

۶. له پرونه تير شئ او دوام ورکړئ

ستاسې پرون ضرور نه ده چې سبا مو وټاکي. يو څوک چې دوامداره زده کړه کړي، زحمت باسي، هغه په دوامداره توګه غوره والي او بهترۍ په لور ځي. پرون که هر څنګه وئ، ضرور نه ده چې نن هم همداسې واوسئ.

هر بدلون، هر پرمختګ، هره لاسته راوړنه له فکره پيليږي، شروع لپاره هڅيدنه غواړي او بریاليتوب لپاره پر نظم ولاړه وي، مزل ته له رسيدو مخکې بايد هغه سلوکونه او مهارتونه خپل کړئ چې د مزل دوام لپاره مهم وي، له دغې ناراموالي تير شئ، برياليتوب مو خپل دی.

هر بریالی شخص تل هڅيدلی، ارامه او خوښ نه وي، خو پوهيږي چې بايد کار ته دوام ورکړم، پريکړې وکړم او دوامداره مزل وکړم، همدا ګام پر ګام تګ تاسې د خپلې خوښې نتيجې ته لنډوي.

ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله، ټکنالوژي او د وخت ارزښت


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading