د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي 

هوښياران وايي چې مهمه نه ده څومره ګړندي ځغلئ، مهمه دا ده چې پر سمه لار ځغلئ، يعنې سرعت مهم نه دی، خو د لارې سموالی مهم دی، داسې څه چې تاسې خپل هدف ته ورسوي.

ژوند لنډيږي دا دی بل کال هم مخ په خلاصیدو دی، خو د اکثرو ژوند هماغه ډول مصروفه دی، بیلابيلې څيړنې ښيي چې د نن بشر د پخوانيو په پرتله په اوسط ډول ډير کار کوي، آن دا فيصدي مخ په ډيريدو ده، او هر کال په عمومي توګه انسانان نور هم مصروفه کيږي.

او له کبله يې له خلکو سره فکر دی چې مصروفيت ارزښتمن کار دی، په کارځای کې تر ډيره پاتې کيدل د زحمت نښه ده، پر دې وياړي چې تر شپې ناوخته په دفتر کې وم، خو همدوی چې تر ناوخته په کارځای کې وي يا هغوی چې له نورو تمه ساتي چې تر ناوخته پاتې شي، دا نه ويني چې کار ولې پر وخت نه خلاصيږي؟، ولې يې نتيجه نه وينم.

خو، له دومره مصروفيت سره بيا هم د ډيرو په ژوند کې څرګنده بدلونونه نه راځي، که مامور وي، نو لس کاله وروسته هم دندو پسې ګرځي، يا همدا معاش ته ناست وي. که زده کړه وي نو پخوا چې یې کوم سند درلود، د عمر تر پايه فکر کوي همدا سند ورته کفايت کړي. بیوزلئ ته انديښمن وي، د کال په پای کې بيا هم هماغه د غربت فکر ورسره وي.

selective focus photography of an arrow

د بدلون لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه د اوسني حالت ستونزه پيژندل دي، يعنې پدې پوهيدل دي چې اوسنی حالت ښه نه دی او باید ترې واوځم، باید دوام ونه کړي، او بل ځل بايد بل ډول ستونزې حل کړم، نه دا چې تل له يوه کړاوه او ننګونې کړيږم.

له اوسني حالت سره د شخص نارامي خپله د بدلون پيل دی، خو دا نارامي بيا دومره ستره او مهمه نه ده چې شخص ستر بدلون ته مجبور کړي، د دې لپاره چې شخص خپل عادتونو ته بدلون ورکړي، نو بايد د اوسني حالت بيه ورته ډيره لوړه شي، تر څو بدلون ته وهڅيږي.

په يوه څيړنه کې ډاکترانو د زړه ناروغانو پر يوه ډله د هغوی د عادتونو بدلولو لپاره يوه تجربه وکړه، دغه ناروغان چې ټول یې د زړه له رنځه کړيدل او روغتونونو کې د همدې ناروغیو له کبله بستر وو، اکثريتو يې د همدې ناروغیو له کبله ژوند هم خطري شوی او د طبي مرستې له کبله ژغورل شوي وو.

ډاکترانو دوی ته نصحیت او وړانديزونه وکړل چې که چیرې خپل د خوراک، ژوند او طريقې بدلې او ورزش ونه کړي نو ښايي بل ځل له طبي مرستې سره هم ونه ژغورل شي، يعنې د عادتونو بدلول یې مستقیماً د ژوند ژغورل وو.

څيړونکي پدې هيله وو چې په داسې حالت کې خو به ټول خپل عادتونه بدل او د ژوند ښې لارې چارې به خپلې کړي، خو د دغو ناروغانو د ژوند له څارلو معلومه شوه، چې پريکنده اکثريت يې په ژوند کې هیڅ بدلون رانه وست، او څرنګه چې پخوا وو په هماغه لار روان وو. يوازې لس فیصدو يې د نیمچه بدلون هڅه کړې وه، او يوازې دوه فیصده ناروغانو خپل ژوند د ډاکترانو له لارښوونو او مشورو سره سم پر مخ ووړ.

يعنې آن که د انسان ژوند له خطر سره هم مخ وي، بيا هم عادتونو بدلولو ته زړه نه ښه کوي، خو هغوی چې په ژوند کې د برياليتوب په لټه کې دي، هغه دا اصل پيژني او د بدلون هڅه کړي.

هغوی چې غواړي خپل ژوند بدل کړي، عموماً يوه ټاکلې لار وهي، څيړنې ښيي چې د تاریخ او نننۍ نړۍ نامتو خلک ځينې عمومي عادتونه لري چې پر خپلولو يې هر څوک کولای شئ ځان لپاره د بریالیتوب مزل را لنډ کړي.

۱. څه غواړئ

له هر څه وړاندې بايد پدې پوه شئ چې څه غواړئ، دا غوښتنه ضرور نه ده چې ټاکلی تعریف ولري لکه زه غواړم پلانکي موقف ته ورسيږم يا دومره پيسې ولرم. بلکې بايد په عمومي توګه پوه شئ چې څه غواړم، لکه يو څوک وايي چې اوسنی مالي حالت مې ښه نه دی، يا غریب يم او غواړم دا حالت بدل کړم.

يا يو څوک وایی چې کله دندو ته عارض کیږم څوک مې پر دنده نه ګماري، يا يو څوک له ضعفه، یا بلې نیمګړتيا ځوريږي، او غواړي هغه بدله کړي.

هر کله چې مو ځان ته دا وټاکله چې څه غواړئ، نو لاره مو ځان ته روښانه کړه، په اکثره حالاتو کې دا تر ټولو ستونزمن او سخت کار وي. دا هم ضرور نه ده چې دا ټاکنه ټول عمر لپاره وکړئ، ښايي نږدې راتلونکي لپاره يې وټاکئ چې څه غواړئ.

دې پسې د اوسني حالت د بدلولو بیه ده.

۲. د بدلون بيه

د هر چا اوسنی حالت د هغې د عادتونو، پوهې، مهارتونو او زحمتونو له کبله وي. که څوک غواړي چې اوسنی حالت بدل کړي، نو له همدغو څخه به يې پيلوي. د عادت بدلول يو تر ټولو سخته چاره ده چې يو څوک يې پر ځان راوستلی شي، بیلابیلې څيړنې ښيي چې د عادتونو بدلولو اکثره هڅې ناکاميږي، خو انسان راتلونکي بدلون ته ښه تياروي.

يو څوک که غواړي چې په خپل ژوند کې بدلون راولي، نو بايد پوه شي چې کوم عادتونه پريږدم او کوم خپل کړم. کومه پوهه بايد حاصله کړم او له کومو فکرونو تير شم. کومو مهارتونو له کبله اوسني حالت کې يم او راتلونکي حالت لپاره کومو مهارتونو ته اړتيا لرم او دې هر څه لپاره څومره زحمت ته اړتيا لرم.

د ورځې بدلول د ژوند بدلول دي. که غواړئ راتلونکی مو ښه وي، نو خپل نن به ښه کوئ، هر هغه څه چې غواړئ هغه به له نن څخه پيلوئ.

a painting of a ladder going up into the sky

۳. دوام

که نن وي او که پرون، د تاريخ هر بريالي بنيادم له هر ډول ننګونو او ستونزو سره بيا هم خپلو چارو ته دوام ورکړی دی، تر څو چې خپل هدف ته رسیدلی وي، هر هغه څه چې تاسې غواړئ هغه بل څوک هم غواړي، نو که غواړئ چې تاسې ته ورسيږي، له خپل نږدې سيال به ډيره هڅه کړئ.

دوام ښايي خلکو ته آسانه ښکاره شي، خو تر ټولو ستره ننګونه يې دا ده چې تاسې نه پوهيږئ چې زحمت به مو نتیجه ورکړي، آیا بريالي به شئ يا نه، او په دوامداره توګه به دا ويره لاندې کوئ چې دا څه زه کړم هغه په کولو ارزي او يو نه يو ډول به بريالی کيږم.

د ژوند يو تر ټولو ستر درس دا دی چې يو څوک دې د برياليتوب پر دې اصل پوه شي چې لومړی به بیه پرې کوی، بيا به حاصل او ثمر ته رسيږی. يعنې که لوړه درجه غواړی نو لومړی به زحمت باسی، بیا که دې زحمت نتیجه ورکړه نو لوړې درجې ته به ورسیږی. که بريالی تجارت غواړئ، نو لومړی به په ځان شپه او ورځ يوه کوئ، زيرمې به لګوئ، قرضونه به کوئ، اخيره کې به بریالی تجارت دررسيږي.

منزل ته به هغه رسيږي، چې دغه ستړي مزل ته دوام ورکړي، او هر هغه چا چې دا مزل کړی دی، هغه بريالي شوي دي.

۴. نوی تعريف، يعنې نوي څه غواړئ

که يو څوک پر غره خيژي، هغه د غره له بيخه نه پوهيږي چې ختل څومره زحمت غواړي او د غره له لومړئ څوکې شاوخوا سيمه څرنګه ښکاري، بيا چې هغه لومړئ څوکې ته ورسید، بيا ويني چې حالت څنګه دی، خو بیا به له هغه ځايه بلې څوکې خيژي، که نه يا به لاندې راغورځي او يا به يې بل څوک ځای نيسي، او يا هغوی چې مخ په وړاندې روان دي، هغوی به یې رالاندې کوي.

هر کله چې يو انسان د بریاليتوب او مخکې تګ عادتونه واخیستل، هغه بیا په يوه حالت کې نه دریږي، هغه په دوامداره توګه خپل مزل ته دوام ورکوي، او ځان لپاره نوي څه تعريفوي، او همدا په هر پړاوو کې د نوو څه تعریفول او غوښتل هغه له نورو ممتازوي او مخکې يې ساتي.

د ژوند د هرې چارې تر ټولو سخت او ستونزمن حالت لومړی حالت وي، د مزل پيل وي. ډير خلک د بدلون هیله لري، ماته ګوډه هڅه هم کړي، خو هغوی چې په زړه کې د بدلون اور ولری، د هڅې بيه غواړي پرې کړي، او هر ډول سختو تنګو سره بيا هم مزل ته دوام ورکړي، له نورو ممتازه او مخکښه وي.

ورته ليکنی: په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د برياليتوب اوږد مزل، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله، ټکنالوژي او د وخت ارزښت


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading