د مشرۍ به بحث کې اکثره وختونه خلک هر څه له مشره غواړي، دوی فکر کوي چې مشر بايد په هر تول پوره وي، له هر څه خبر وي او د هر چا غوښتنو پوره کولو توان بايد ولري، خو هیڅوک هیڅکله پوره نه وي، یا لږ تر لږه دا امکان نه لري چې يو څوک دې هر څوک راضي کړي.
مشر له خلکو سره کار کړي، خلک تمه لري چې مشر بايد خپلې نيمګړتياوې وپيژني، او د هغې پر بهترۍ کار وکړي. خو، نوې څيړنې او ليکنې ښيي چې اکثره وختونه دغه نيمګړتياوې فردي نه خو چاپيريالي اړخ لري، يعنې مشر که هر څومره ښه هم واوسي، که په يوه ناوړه سيسټم يا ځای کې وټاکل شي، نو د هغې چاپيريال او کاري ډله يې د ده پر کړه وړو اغيزه کړي.
هر مشر نيمګړتياوې لري، خو هغه څه چې بریالی مشر له وروسته پاتې هغه وو بيلوي، هغه د کاري ډلې لخوا خپل مشر ته نظر ورکول او د نيمګړتياوو په ساحه کې د هغې ملاتړول دي.
د دې پر ځای چې د مشر په توګه هر څه پخپله وکړئ، پر هر تول برابر شئ، غوره به دا وي چې له ځانه داسې خلک راتاوو کړئ چې ستاسې د نيمګړتياوو ساحې غښتلې کړي، داسې کاري ډله چې د دې پر ځای چې مشر پر هر څه پوه کړي او هر څه ورته پریږدي، دوی په ټوله کې د يو بل نيمګړتياوې غښتلې او د ضعف ساحې له منځه يوسي.
هره کاري ډله بیلابيل ډول خلک لري، دوی سره يوځای کيږي او هڅه کړي په شريکه سره چارې پر مخ يوسي، خو غوره کاري ډلې عموماً لاندې پنځه ډوله خلک رانغاړي.
لومړی يې لارښوونکي وي، دوی پريکړې کوي، لاره ښيي، ستونزمن موضوعات څيړي او د يووالي لپاره سختې پريکړې کوي. دوی د کاري ډلې فکري خلک او ماغزه دي، معلومات له لارښوونو سره يوځای کوي.
دوهم يې لاسته راړونکي يا د عمل خلک دي. دوی کار ته غاړه ورکوي، عمل کړي، او ښه کارونه سر ته رسوي. دوی د کاري ډلې لاس او پښې وي.
درېيم يې تنظيموونکي دي، دوی جوړښت او نظم رامنځ ته کوي. دوی وخت ټاکي، پروسې رامنځ ته کوي او کاري ډله منظمه او پر لوري ساتي. دوی د ملا تير مثال لري چې نظم، همغږي او تعقيب لري.
څلورم يې اړيکې پالونکي دي. دوی همغږي رامنځ ته کوي، شخړې او تضادونه له منځه وړي او د کاري ډلې احساساتي اړخ ته پام کوي. دوی د کاري ډلې زړه جوړوي، هڅه کړي چې ټول په ښه توګه په شريکه کار وکړي.
پنځم يې بدلون راوستونکي دي، دوی مبتکرين دي. دوی پخواني فکرونه، نظرونه او عقیدې ننګوي. نوي فکرونه رامنځ ته کوي، نوي ابتکارات کوي او هغه څه ويني چې نور يې له ليدو ډډه کړي، دا د کاري ډلې سترګې دي، هغه څه ته پام کړي چې په اوسنيو حدودو کې نه ښکاري.
نوې څيړنې ښيي چې نږدې په ټولو بریاليو کاري ډلو کې دغه ډول خلک شته وي، په ناکامو ډلو کې يې نه شتون احساسيږي. د بریاليو او ناکامو کاري ډلو توپير په مهارتونو، پوهه يا تجربه کې نه وي، بلکه اکثره یې بې توازنه وي، له دغو خلکو څخه پکې يو نه يو کم وي، يا ټول د خبرو خلک وي، يا ټول عمل کړي، يا ټولو ابتکاراتو پسې رااخيستې وي يا ټول له داسې پریکړو ډډه کړي چې څوک خفه نه شي.
مشري او د هغې کاري ډلې په دې نه ناکاميږي چې په فردي توګه خلک نااهله وي، بلکه دوی په ټوليزه توګه هر اړخيزه نظر او نتيجه نه لري، ټول هر څه ته له يوه نظره ګوري. د مشر په توګه د هغه ناکامي اساساً له دې کبله وي چې داسې څوک نه وي چې هغه ته موضوع له بل اړخه بيان کړي يا يې ورته نظر وننګوي او د شته حالت عواقب او ناوړه نتايج ورپه ګوته کړي.
نو کله چې مشران لدغه ډول نيمګړتياوو سره مخ شي، يعنې په پلانولو کې ضعيفه وي، له سختې خبرې او شخړې سره ناراحته وي، د عمل نه وي، ابتکار نه شي کولای يا نور سلوکي او شخصي ضعف ولري، نو اکثره وختونه ورته همدا وړانديز کيږي چې پرې کار وکړه او بهتره شئ.
خو دا هر څه پر دې فکر روان دي چې دا د مهارت نيمګړتيا ده، نه دا چې د هغې موقف يا سيسټم کمزوري وي، او عموماً ستونزه همدا دوهمي اړخ لري، دا د موقف نيمګړنه وي، يعنې په خپله کاري ډله کې داسې څوک نه لري چې له ده سره په دغه ساحه کې مرسته وکړي.
هغه مشران چې ستر ليد لري، هغه د پلانونو څو کتابونو پر لوستلو بهترين پلان کوونکی نه ګرځي. هغوی چې تعلق ته ارزښت ورکوي، د مذاکرې او شخړې حل څو روزنو پر اخيستو له سختې خبرې سره نه راحته کيږي. هغوی چې تل عمل کړي، ښايي نظرونو تبادلو ته ډير زړه ښه نه کړي.
موږ کولای شو د مشرۍ موقف شخص ښه مصروفه کړو، ويې غځوو، روزنې او کتابونه ورته برابر کړو، خو هغه څه چې دا مشرۍ ته رسولی دی، طبعي سلوک او غښتلتياوې يې دي، هغه پر دې لنډمهالو روزنو او کتابونه نه بدليږي.
نو ځکه بريالي او غوره مشران د دې پر ځای چې هر څه پخپله وکړي، خپلې نيمګړتياوې پيژني او د هغوی حل لپاره داسې خلک پيدا کوي چې دوی وننګوي او دوی ته په دغو ساحو کې غښتلي کړي.
نو د مشر لپاره،
- که چيرې د پلانولو په ساحه کې ضعف سره مخ ياست نو تنظيموونکی وګمارئ، داسې څوک چې ستاسې ليد په عملي توګه ګام په ګام قدمونو او پروسو وويشي.
- اکثره مشران له خلکو سره د ښه تعلق له وجې د مشرۍ موقف ته رسيږي او له خلکو سره په ښه کار او اړيکو نازيږي، نو که چيرې له سختې خبرې او شخړې سره ناراحته ياست نو لارښوونکی وګمارئ، داسې څوک چې سختو خبرو سره راحته وي، مفکورې وننګوي او کاري ډله کې د ريښتونو او سختو خبرو کولو جرات پيدا کړي
- که چيرې په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ ياست، نو لاسته راوړونکی وګمارئ. ځينې مشران ستر ليد او نظر لري، دوی اغيزې او تعلق کې ښه وي، خو عمل کې دومره تکړه نه وي، تعقيب نه شي کولای، خو په مشرۍ کې ترې تمه وي چې بايد څرګنده عمل هم ولري. نو، پداسې حالت کې غوره ده داسې يو څوک په کاري ډله کې ولرئ، چې د عمل سړی وي، او ليد ته د عملي شکل ورکولو توان او مهارت ولري.
- که کوچنی فکر لرئ، نو د ابتکار څښتن پيدا کړئ. مشران اعتماد، باور او دوام ته ارزښت ورکوي، له بې ځايه ابهاماتو او بدلونونو ډډه کړي، چې له کبله يې د ابتکار مخه ډب کيږي، دا نه چې دوی نوی نظر او ابتکار نه لري، خو عموماً دومره فکر ته وزګار نه وي. نو ځکه بهتره ده چې په کاري ډله کې داسې څوک ولرئ، چې له نظر ورکړې سره راحته وي، او که چيرې نظر يې ونه منل شي، بيا هم خپلو ابتکاراتو او نوو نظرونو له ورکړې او ازمويلو ستړی نه شي.
- که احساساتو ارزولو ته وخت نه لرئ، نو اړيکې پالونکی وګمارئ. اکثره وخت مشرانو ته هر څه نه ويل کيږي، په کاري ډله کې موضوعات ژر نه حليږي او کله کله چې آن تر بحراني حالته نه وي رسیدلي تر هغې يې څوک مشر ته نه وايي. نو ځکه ښه کاري ډله داسې څوک لري چې د کاري ډلې پر نبض پوه وي، احساسات يې څاري او د ستونزې په صورت کې يې د حل لپاره اقدام کوي.
لدې ټول بحث څخه هدف دا نه دی چې مشر دې بايد پر خپله زده کړه او وده کار نه کوي، بلکه دغه پرمختګ بايد له سره تعريف شي. مشران بايد پر خپلو غښتلتياوو کار وکړي، فکر پراخه کړي، او خپل ظرفيتونه لوړ کړي، خو ورسره دا هم بايد ومني چې هر څه پخپله نه شي کولای.
د مشرۍ اصل کمال د ښې کاري ډلې رامنځ ته کول دي، داسې يو چاپيريال چې هر څوک پکې خپله ونډه وپيژني او د يو بل غښتلتيا لپاره کار وکړي، نه دا چې هر څه له هغوی راتاوو وي چې د مشرۍ په موقف کې ناست وي.
که د مشر په توګه اوس هم هڅه کړئ چې هر څه پخپله وکړئ، نو دلته يو ضعف شته، کمال د ځان پوره کول نه دي، بلکه د هغه موقف اغيزمنتيا لوړول او پوره کول دي چې د مشر په توګه تاسې اشغال کړی دی. ښه مشران لدې کبله بريالي نه وي چې هیڅ نقص نه لري، بلکې لدې کبله بریالي وي چې د دوی نقص لپاره په ډله کې بل غښتلی کوونکی شته.
هغوی چې خپل نواقص پيژني، او د هغوی پوره کولو لپاره حل لارې لري، ډير اغيزمن، ځيرکه، پر ځان حاکم او له نورو ډير بریالي او وړاندې وي.
ورته ليکنی: مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






څرګندون پریږدئ