د خرڅولو مهارت

کاروباريان وايي چې د ژوند هره چاره خرڅول دي، هره معامله، راکړه ورکړه او لیدنه د انسان يوه اړتيا، غوښتنه او يا احساس پوره کوي، چې په يوه بله معنا د ځان خرڅول دي

ممکن ډيرو ته دا عجبه ښکاره شي چې يو څوک دې ځان څرنګه خرڅوي، خو په کاروباري او مسلکي ژوند کې تاسې د مهارتونو او له هغې څخه د ګټې اخيستنې لپاره ګمارل کيږئ، مقابل لوری ګوري چې ستاسې شتون او پوهه هغې ته څه خیر رسوي، دغه د دواړو لورو لخوا د ګټې ارزونه يو بل ته د ځان خرڅول دي

کاروبارونه پر همدې اصل کار کوي چې د مشتري درد، اړتيا او يا احساسات به مطرح کوي. هغه کاروبارونه وده کړي چې د مشتري درد له منځه وړي، يعنې ژوند ورته اسانوي. اړتياوې يې پوره کوي او يا يې د احساساتو غم خوري، يعنې ښه او د اهميت احساس ورکوي

هر کله چې په يوه اداره يا کاروبار کې څوک استخداميږي، نو اساسي لامل يې د شتې ستونزې حلول وي، دا نوی استخداميدونکی شخص څرنګه کولای شي د ادارې يا د هغې د مشر اوسنۍ ستونزې حل کړي، او دغه ستونزې او ننګونې پر مهارت او پوهه حليږي، نو په اصل کې شخص د هغې د مهارتونه يا ځانګړيو کمالاتو لپاره ګمارل کيږي، هر هغه څوک چې په ښه توګه وکولای شي استخداموونکی پر دې قانع کړي چې د ده مهارتونه او پوهه کولای شي دا له اوسني حالته راوباسي

کله چې موږ د ځان خرڅولو بحث کوو نو په اصل کې همدا موضوع ده چې په دغه راکړه ورکړه کې تاسې څومره کولای شئ د مقابل لوري ستونزې حل او ژوند يې آسانه کړئ، هغوی بريالي دي چې وکولای شي له ځانه دا مهارتونه وښيي

زموږ په ټولنه کې د تربيې يو منل شوی اصل ماشومان د خپلو لاسته راوړنو له بيانولو څخه منع کول دي، داسې يو حالت چې په دوامداره توګه دوی ته ښيي چې د مشرانو په مخ کې به نه غږيږی او ځان ته به له ضرورته ډير ارزښت نه ورکوی، خو کله چې مسلکي او کاروباري نړۍ ته راشئ، نو بيا اصل پر همدې راڅرخي چې څرنګه کولای شئ ځان په ښه توګه وړاندې کړئ او ښه خريدار ولرئ

په خرڅولو کې د ملکيت انتقال هم وي، خو د مهارت په خرڅولو کې تاسې په يوه ځانګړي وخت او ځينې وخت ځای کې خپل مهارتونه د استخداموونکي په واک کې ورکوئ، نو دلته موضوع د ملکيت د انتقال نه ده، بلکه د هغوی په اختيار کې ورکول دي، او دا هغه ټکی دی چې کله موږ د بنده د خرڅولو بحث کوو نو خلک فکر کړي چې د ده واک د بل چا په لاس کې دی

اوس د بل چا مزدوري د نن زمانې غلامي ده، يا نه، هغه بحث به بل وخت ته پریږدو، خو د مسلکي ودې لپاره مهمه ده چې يو څوک دې د خرڅولو مهارت ولري

له خرڅولو څخه دا هم هدف دی چې خرڅوونکی بايد پوه شي چې په دې خرڅ کې اصل ګټه د پيرودونکي ده، لکه تاسې داسې څه بازار ته وړاندې کوئ چې هغه د اخيستونکي په ګټه دي، که چيرې تاسې له دغې خرڅ څخه يوازې يوه ورځ يا يوه اونۍ ګټه واخلئ، يعنې د خرڅلاو ګټې ته خوشحاله شئ، او مقابل کې اخيستونکی ترې په په مياشتو يا کلونو ګټه واخلي، نو دلته طبعاً چې اخيستونکي ګټه کړې ده

هغوی بريالي دي چې وکولای شي داسې مهارت او پوهه ولري چې په هره راکړه ورکړه کې دا له نظره تير کړي چې په دې کې د دواړو خير څه دی، او څرنګه کولای شي دغه معامله د دواړو په خير تمامه شي.  

اوس څرنګه کولای شئ، بل قانع کړئ چې په تاسې کې يې خیر دی، نو:

– ځان د مقابل لوري پر اړتياوو پوه کړئ، پر دې سر خلاص کړئ چې مقابل لوری څه غواړي او له څه کړيږي. دا هم ورسره راوسپړئ چې دا ستونزه ولې راپيدا شوې ده، او د دوی په فکر څه بدلولو ته اړتيا ده؟

مقابل لوری پوه کړئ چې هر کله يې شته ستونزه يا ننګونه حل شوه، نو څه ګټې به ولري او څرنګه به يې ژوند آسانه شي.

په پای کې ورته وواياست چې تاسې څرنګه کولای شئ دغه ستونزه حل کړئ، يعنې لومړی پر ستونزه سر خلاص کړئ، لاملونه يې وڅيړئ، بيا ورته داسې حالت تصور کړئ چې که چيرې دغه ستونزه ونه لري نو ژوند به يې څه ډول وي، په پای کې ورته ځان د ستونزې حلوونکي په توګه وړاندې کړئ

هر څوک ارزښتمن څه غواړي، آیا تاسې چې د څه په لټه کې ياست آیا د هغې د لاسته راوړلو ارزښت لرئ؟ يعنې پر ځان مو دومره کار او پانګونه کړې ده چې پر دې وارزئ چې څوک مو د هغه موقف يا دندې لپاره وګماري يا واخلي چې تاسې يې تمه لرئ؟

ورته ليکنی: د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading