استخدام پر لياقت پرمختګ پر سلوک

په کار موندنه کې استخداموونکی تر هر څه وړاندې د شخص لیاقت او تحصيلي سندونو ته ګوري، کاري تجربه يې ارزوي او د پخوا پر سلوکونو او لاسته راوړنو دا ټاکي چې دا شخص به د دوی لپاره په راتلونکي کې څومره ګټور وي.

خو، کله چې استخدام شي نو بيا د ده پرمختګ د هغې د سلوک پر اساس وي، د ده پاتې کيدنه تر ډيره دې پورې وي چې د ده له نورو سره سلوک څه ډول دی او څرنګه له نورو سره کار کړي.

سره لدې چې په مسلکي چاپيریال کې په عمومي توګه خلک غوړه مالي او له نورو سره راکړه ورکړه ښه نه ګڼي، ډير په دې فکر وي چې له خپل کار سره کار لره او له بې ځایه چارو ځان ساته، نو دنده به دې خوندي او تلپاتې وي.

خو هغوی چې د مشرۍ او وړاندې تګ په تمه وي غوړه مالي ورته ګټه کړي.

ادارو او کاروبارونو لپاره نوې ګمارنه يو تر ټولو ستره ننګونه او لګښت دی، داسې يو حالت چیرې چې تاسې يو نوی شخص پر يوه دنده ګمارئ يا له بل ځای څخه يې نوې دندې لپاره راولئ، په دواړو صورتونو کې هغې شخص لپاره دا دنده نوې او يوه زده کړه لري.

hr audit resume applicant paper and interview for selection human resource to company, Businesswoman Interviewing Female Job Applicant In Office

که شخص له بیرون څخه ګمارل کيږي، نو ادارې او کاروبار لپاره هم سخته ده چې په لومړيو مياشتو کې ورسره بلد شي، يا نیمګړتياوو او اشتباهاتو ته يې تر هغې زغم وکړي چې د ده زیارونه يوه ګټه وښيي او د نوي شخص لپاره هم دا نوی چاپيریال يو ننګونه وي، نو ځکه په اکثره حالاتو کې نوی ګمارل کيدونکی شخص که چیرې په سمه توګه ملاتړ نه شي، دنده پریږدي.

خو، که چيرې دا شخص له داخله دلته راغلی وي، يا ادارې داسې څوک ټاکلی وي چې دوی يې له پخوا څخه پيژني، نو په داسې صورت کې د دې شخص نوې دندې سره عياریدنه نسبتاً آسانه وي، خو بیا ستونزه پکې دا وي چې دا شخص له ځان سره خپل پخواني عادتونه او لاسته راوړنې راوړي.

دا فکر کړي هغه څه چې هلته کار کړی وو، دلته يې هم کوي او اړتيا نه ويني چې څه بدل کړي، ځکه چې پرمختګ يې کړی دی او اداره يا کاروبار یې له چارو راضي دی، پداسې صورت کې که چیرې اداره نوي فکر او کړو وړه ته اړتیا ولري نو ښايي د دې شخص په صورت کې يې ونه ويني.

نو ځکه هر ګمارل کيدونکي شخص لپاره مهمه ده چې پوه شي، د ده استخدام د ده د پخوانۍ تجربې او پوهې په رڼا کې شوی دی، او دغلته د ده بقا به د ده د سلوک او کړو وړو پر اساس وي.

په هره اداره کې سياستونه او منافقتونه وي، هر څوک غواړي چې امرين د ده له کاره راضي وي، دنده يې تلپاتې وي، کارونه يې اسانه او کم وي او امتيازات يې له نورو لوړ وي.

د کارکوونکي د امتيازاتو په اړه يوه څيړنه ښيي چې که چيرې شخص ته په يوازې يو امتیاز وټاکئ نو هغه ترې راضي وي، يعنې که ورته وواياست چې موږ ټاکلی معاش درکوو، که د ده دغه معاش د ده اړتياوې پوره کوي او له پخواني معاش يې ښه وي، نو دا ترې راضي کيږي، خو کله چې کار پيل کړي يا د نورو له معاشاتو خبر شي، نو که چيرې د ده معاش له نورو لوړ وي، بیا هم خوښ وي، خو که چيرې له ده څخه د بل چا معاش لوړ وو، نو بيا ورته هماغه خپل معاش ټيټ ښکاري، ناراضه وي.

اساساً، په اداره کې ټول خلک له يوې ټاکلې پروسې او ازموينې وروسته استخداميږي، داسې يو حالت چې ټول وايي خپل لياقتونه او استعدادونه لري، خو کله چې دا خلک سره يوځای کار کړي، بيا په دوی کې بریالی هغه دی چې له ټولو سره ښې اړيکې ولري.

او په دغو کې تر ټولو مهمه اړیکه دا وي چې له خپل مشر او پریکړه کوونکي سره څنګه دی او هغه د ده په اړه څه فکر کوي. ډير نااهله خلک به ووينئ چې مهمو چوکيو ته يې ځانونه رسولي وي، که چيرې تاسې يې نااهله ګڼئ، نو پوهيږئ چې پر اهلیت دلته نه دي رسيدلي، نو څه فکر کوئ چې د دوی پرمختګ د څه له کبله دی؟

ورته ليکنی: د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading