د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک 

په اکثره غونډو، بحثونو او جرګو کې خبرې اوږديږي، تکراريږي او اخيره کې هیڅ نتيجې ته نه رسیږي، يو احساساتي غږيږي، بل پر معلوماتو غږيږي، بل يوازې منفي اړخونه رااخلي، بل د موضوع حل غواړي، بل توافق پسې ګرځي، د دومره بحث نتيجه څه شي، نور بحث، نورې غونډې او په اخيره کې نيمګړی پریکړې.

د حل لپاره يې، يوې موضوع ته له بیلابیلو اړخونو کتلو لپاره د شپږو خوليو يو تخنیک شته، دا تخنيک وايي چې د موضوع په اړه مختلف فکرونه بايد له يو بل بیل او له هر فکر سره باید په ځانګړي ډول معامله وشي.

د دې پر ځای چې خلک په يوه وخت کې هر لوري ته فکر وکړي، ټول باید په يوه وخت کې يو لوري ته فکر وکړي، او هر هغه فکر یا انديښنه چې د موضوع په اړه شته، هغه بايد په ټاکلي وخت کې د ټولو لخوا وڅيړل شي.

د شپږو خوليو تخنیک يا د فکر شپږ خوليو تخنيک د فکر او ارزونې يو منظم میتود دی چې هره خولئ د ځانګړي ډول فکر استازيتوب کوي. کله چې د برخوالو دا خولئ په سر وي، نو برخوال يوازې يو ډول فکر کوي او نورو فکرونو ته په دغه وخت کې نه ځي.

هر فکر خپل ځانګړی وخت لري.

دا تګلاره پریکړې څرګندوي، نظم رامنځ ته کوي، بحث ته لوری ورکوي او د مناسبو او متوازنو پریکړو سبب ګرځي.

a group of three lamps sitting on top of a table

اوس دا خولئ يې کومې دي؟

اساساً له شپږو خوليو څخه هدف د سپين، سور، تور، ژيړ، زرغون/ شنو او اسماني/ آبي رنګه خوليو په سر کول دي. دغه هر رنګ د موضوع په اړه د ځانګړي ډول فکر استازيتوب کوي.

سپينه خولئ – واقعيتونه او معلومات

د دې خولئ تمرکز پر معلوماتو، واقعيتونو او شواهدو وي

– موږ پر څه پوهيږو؟

– کوم معلومات شته او کوم نه شته؟

– پریکړې لپاره څه ډول معلوماتو ته اړتيا لرو؟

دلته نور څه نه څيړل کيږي، نه مفکورې، نه احساسات او نه نظرونه، بلکه يوازې معلومات

سره خولئ – احساسات، حدس او درک

دا خولئ خلکو ته د خپل احساس، حدس او درک بيانولو واک ورکوي.

– موږ دې پریکړې په اړه څه احساس لرو؟

– زموږ درک څه دی؟

– زه څه حدس وهم، چې څه به وشي؟

ضرور نه ده چې خپل احساسات توجیه کړئ، يوازې يې بيانوئ.

توره خولئ – ګواښونه او احتیاط

دا يې له مهمو خوليو څخه ده.

– څه خرابيدلی يا په غلطه تللی شي؟

– موږ له څه ګواښونو، نیمګړتياوو، ضعفونو او محدوديتونو سره مخ يو؟

د اشتباهاتو او بې ځايه خوشبينيو په مخنيوئ کې مرسته کړي.

ژیړه خولئ – ګټې او ارزښتونه

دا يې مثبت اړخ راسپړي.

– ګټې يې څه دي؟

– ولې بايد کار وکړي؟

– څه ارزښت رامنځ ته کولای شي؟

دا د اغيزمن، مثبت او منطقي خوشبينۍ سبب ګرځي.

شنه/ زرغونه خولئ – ابتکار او نوی فکر

دا د مبتکره فکر خولئ ده.

– څه بديلونه لرو؟

– آیا په بله لار کيدای شي؟

– څه نوي فکرونه يا تګلارې راسپړلی شو؟

دلته د ګوتنيونې يا انتقاد اجازه نه وي. نوي فکرونه او بحثونه هڅول کيږي.

آسماني/ آبي خولئ – تګلاره او کنټرول

آسماني خولئ پخپله د فکر کولو پروسه کنټرولوي.

– هدف مو څه دی؟

– موږ دې پسې بايد کومه خولئ وکاروو؟

– څه پريکړه مو وکړه؟

دا خولئ عموماً د مشر يا تنظيموونکي لخوا په سر کيږي.

د دې تخنيک ګټه څه ده؟

په جنجالي، سترو او مهمو بحثونو کې چيرې چې سختو او ستونزمنو پریکړو ته اړتيا وي، نو ممکن بحث ډير اوږد او جنجالي شي، تکراري خبرې وي او خلک ژر نتیجې ته ونه رسيږي، نو دا تخنيک ګټور دی، ځکه چې:

– د بې ځایه بحث او شخصیتونو د ټکر مخه نيسي.

– احساسات له منطقه بيلوي.

– هر لوري او فکر ته د وينا او برخې اخيستنې فرصت برابروي.

– تمرکز او روښانتيا رامنځ ته کوي.

– د ښو، ګړنديو او متوازنو پریکړو سبب ګرځي.

پدا ډول بحث کې خلک د خپل له نظر څخه دفاع زیات د بل اړخ پر فکر د پوهيدو هڅه کړي. داسې يو حالت ته ځي چې خلک يې له هر يو اوري او غواړي يوه حل ته ورسیږي.

ټول پوهيږي چې هر څوک يوې موضوع ته خپل اړخه ګوري، دا تخنيک له برخوالو سره مرسته کړي چې خپل نظر نورو ته په سمه توګه ورسوي، د نورو نظر واوري او داسې پریکړو او نتایجو ته ورسیږي چې د ټولو په خير وي.

ورته ليکنی: کوچنی عمل او هيله مندي، استخدام پر لياقت پرمختګ پر سلوک، د خرڅولو مهارت، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading