نتیجه هر څوک ويني، خو هغه زحمت چې د دغې نتیجې سبب ګرځي هغه خلکو ته نه ښکاري. هر څوک چې له هر ډول نتيجې سره مخ کيږي، هغه په پریکنده توګه د ده له لاسه ده.
ډير به غواړي د غره څوکې ته ورسيږي، خو څومره يې د ختلو زحمت ګالي. ډير خلک به د نامتو لوبغاړو د لوبو او طريقو ارمان کړي، خو هغه زحمت چې دغو نامتو خلکو ويستلی هغه به يا د واسطې او يا د قسمت په نامه کم انګيري.
همداسې د ملت په توګه ممکن دا خبره درنه وي، خو هغه ملتونه چې نن ځان پرمختللي بولي، هغې پر ځان پرون سختې منلي دی، جنوبي کوريا یې ښه بيلګه ده، دغه هېواد د يوه نسل په عمر کې ځان د نړۍ له غریبو هېوادونو څخه پرمختلليو هيوادونو ته واړوه، داسې ډير وختونه وو چې د يوه وخت ډوډۍ يې نه لرله خو کار يې وکړ، په نړۍ کې تر ټولو د زحمت کشه خلکو پر نامه مشهور شو، نن به لټان وي خو تير نسل يې هېواد په پښو ودراوه.
په نسلي توګه بريالئ کورنۍ که راواخلئ هلته هم دا بحث دی چې يوه شخص يې پر ځان سخته ومنله، کار يې وکړ، هغې راتلونکي نسلونو ته ښه پريښودل.
نو ځکه، که چيرې له پلار نيکه بيوزله او غريب وی، او دا غربت خپل اولاد ته انتقالوی، دا خيانت دی. که په نسلي توګه بيسواده وی، او پدې فکر يې چې راتلونکې کورنۍ دې هم بیسواده پريږدی، دا خيانت دی. که په ټولنه کې يو بد وينئ، او غواړئ چې دا بد همداسې پاتې شي، راتلونکي نسلونه پوه شه او کار يې، دا يې خيانت دی.
اهداف او نتايجو په لور کار مهم دي، خو تاسې له خپلو توقعاتو او زحماتو سره سم نتیجې ته رسيږئ، که څوک ستر بدلون او پراخه برياليتوبونه غواړي نو بايد د هغې اړوند زحمت او سختې هم پر ځان ومني.
هدف په لور مزل له دې اړخه هم مهم دی، چې تاسې هره ورځ بدلوي، له پرون څخه نن ښه کيږئ، او له نن څخه سبا، آن که هغه هدف ته ونه هم رسيږئ، بيا مو هم ډيره وده کړې ده.
فکر وکړئ يو څوک غواړي ستر تجار شي، هغې په لور به کار کړي، پدې پروسه کې دا شخص په ځان کې دا ارزښت پيدا کوي چې خلک پرې د هغه چارې اعتبار وکړي، خلکو ته به ښاياست چې د خپلو اهدافو جاغور لرئ.
يا په بله وينا ستاسې د اهدافو لومړی مشتری او ملاتړی تاسې پخپله ياست، که چيرې په ځان کې دا توان وينئ چې زه دې اهدافو ته رسيږم نو وبه رسيږئ، که چیرې مو ځان قانع نه شو کړای چې پر دغو اهداف ارزئ، نو نور هم نه شئ قانع کولی.
نتیجې وټاکئ، داسې نتایج چې له ذوق او شوق سره مو برابر وي، يعنې اوږدمهال کې ورته زحمت ويستلای شئ.
هغې اهدافو او نتایجو په لور زحمت ته ملا وتړئ، د ځان او کورنۍ برياليتوب لپاره کار کې نه شرم شته، او نه د خلکو قانع کولو اړتيا، که خپل زحمت درته ښه ښکاري، دوام ورکړئ.
زحمت دوامداره کړئ، يو ساعت کار هیڅ معنا نه لري، خو لس ساعته کار يو څه اغيزه ښيي، يوه ورځ همداسې هیڅ ده، خو سل ورځې دوامداره زحمت مو له ډيرو مخ کوي، د کار پيل سخت وي، خو دوام يې له هغې هم سخت وي، اما دوامداره زحمت مو له نورو ممتازوي.
عمل ته لومړيتوب ورکړئ، شاوخوا له داسې خلکو سره کينئ پاڅئ چې د عمل خلک وي، ناکامي مني او پخپله هم ستر اهداف ولري، قړته او بې ځايه خبرې د هر چا زده وي، داسې خلک چې دا پلان لرم، له هغې تير شئ داسې خلک پیدا کړئ چې وايي دا کار مې وکړ، خراب شو، خو بيا يې هم کړم.
ناکاميو او ننګونو پسې وګرځئ، ناکامي زده کړه ده، فرصتونه دي، هغه څوک نه کړي، آسانه هر څوک کړي، هر څومره چې سختيږي فرصت يې ډيريږي، سيالی مو کميږي او خوند يې ډيريږي.
ناهيلې کيږئ به نه، ناهيلی له فکره او بې کارۍ پيدا کيږي، که دوامداره مصروفه ياست، فعال ياست، په هغه وخت په هغه ثانيه کې مو څه د لاسه کيږي هغه وکړئ، دا پخپله مو مخ په وړاندې بیايي. ممکن فکر وکړئ چې خپلو اهدافو ته نه رسیږم، خو له اوسني حالت خو به ښه وی، بهترينه نتيجه به لاسته رانه وړئ، خو له نن څخه خو به مو نتیجه ښه وي.
زحمت له وخت سره مستقيمه اړيکه لري، وخت کوچني واحدونه لري، يعنې د دقيقې زحمت مو د ساعت زحمت دی، د ساعت مو د ورځې زحمت دی، يو کلنی نتیجې او هدف لپاره زحمت په ورځ او ساعت کې ویستل کيږي، که يو څوک نړيوالې اتلولۍ لپاره زحمت باسي هغه به ساعتونه حسابوي، يو دمي به له ټول کال مټې نه رانغاړي.
سیال مو څوک دی، ناوړه سيالي به بده وي، خو تاسې ته يو معيار درکوي، بشر اجتماعي دی، هغوی چې تاسې يې قدرمن بولئ، لوړ ورته ګورئ، ښه يې بولئ، هغه مو معيار دی، هغه مو سيال دی، هغه مو ارمان دی، ځان پوه کړئ چې له چا سره ځان پرتله کوئ، ځکه هغه مو د اهدافو معيار دی.
ستاسې فکر، اهداف او زحمت تاسې لپاره د ممکن او ناممکن مزل ټاکي، هغه تاسې پورې ده چې څه ځان لپاره ممکن او څه ناممکن بولئ.
ورته ليکنی: کوچنی عمل او هيله مندي، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه، د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده






څرګندون پریږدئ