يو څوک پر چا مئين شي، نو بیا د مجنون په څير د هغې د کوڅې خځلې يې هم خوښيږي، تاريخ له داسې بې شمیرو بيلګو ډک دی چې باچايانو د يوه عشق لپاره ډير څه په خطر کې اچولي وي، خو چې کله بيا هماغه بنده ورنصيب شي، له لومړئ مينې او ارمانونو وروسته د دواړو هغه قدر نه وي پاتې، يو بل ته هماغه د کوڅې خځلې شي.
په هڅه کې بریاليتوب بنده ته يو کاذب احساس ورکوي، چې که په هر څه ميين شو، هغې ته ځان رسوي، اکثراً هغوی چې يو ځل يې په مينه واده کړی وي، هغه بيا بلې پسې هم ګرځي، د سپين ږيرتوب شوقونه پوره کوي، هغه دا باور تکراروي چې زحمت يې نتيجې ته رسیږي.
ځکه خو د مينې سرخوړلي مشهوره دي، ځکه برياليو خپله ځان ته کندې ويستلې وي، کيسې يې د تکرارولو نه وي.
انسان په لټه کې خوښ وي، ژوند يوه منډه ده، تل د راټولولو په منډه کې وي، غواړي نور څه ولري، هر هغه څه چې لري، فکر کړي له دې يو څه ډير به يې خوشحاله کړي، همدا دوامداره منډه د ژوند د برياليتوب اساس دی، خو ممکن تل ستړی وي، ورسره کله چې بيا په نسبي ډول هدف ته ورسیږي، نو دا منډه ترې پاتې وي، په ټيټه راضي شي.
يا ده همدومره ظرفيت درلود چې دغه ځای ته يې پرې ځان ورساوه، دغه هدف چې ده د خپلو اوسنيو توانونو په رڼا کې ټاکلی وو، هغه ته ورسيد، خو له هغې اخوا نور فکر نه لري، يا په ځان کې دا توان نه ويني، چې اخوا نور هم زحمت وباسي.
کمال د اتلولۍ تر لاسه کول نه دي، بلکه په دې باور کې دی چې اتلولۍ يا برياليتوب ته ځان رسولی شم، خلکو ته دا باور ورکول دي چې که وغواړي هر څه تر لاسه کولای شي.
په يوه څيړنه کې د لاټرۍ پر ګټونکو تر سره شوې وه، هغې وښوده چې پنځه کاله وروسته له نيمايي ډير بيرته خپل هغه لومړني اقتصادي حالت ته راستانه شو چې له لاټرۍ مخکې يې درلود، او لس کاله وروسته ۹۵٪ ګټونکي يې بيرته هغه لومړي حالت ته راستانه شوي وو.
دغو د قرعه کشيو ګټونکو دومره ظرفيت نه درلود چې دغه ترلاسه شوو پيسو له کبله خپل ځان له بيوزلۍ وباسي او خپل اقتصادي حالت بدل کړي.
يو څوک به د بیلابيلو لاملونو او خپل زحمت له کبله په لومړي ځل اهدافو ته ورسيږي، خو زحمت يې دلته نه خلاصيږي، دې پسې دوهم کمال يې هلته پاتې کيدل او د خپلې اتلولۍ پالل او ساتل دي.
برياليتوب د ناکامۍ سبب ګرځي، ناکامي بیا د بریا سبب ګرځي، ټول برياليتوب غواړي خو د ساتلو لپاره يې ډير کم بيا هغه بيه پرې کوي. هر نامتو شخص د خلکو کنځلې او کرکه زغمي، دا لوبغاړي چې تاسې يې په نړيواله توګه په سیاليو کې وينئ، هغوی دا زحمتونه ګالي، خو آیا دا خپل موقف ورته دومره ارزښتمن او قدرمن دی چې دغې زحمتونو ته دوام ورکړي؟
د ښه صحت لټه ممکن له ناروغۍ وروسته وشي، له بيوزلۍ د خلاصون لټه په بيوزلۍ کې کيږي، له غم وروسته د خوشحالۍ قدر معلوميږي، د يو چا له لاسه ورکولو وروسته د هغه ارمان کيږي، له جګړې وروسته د سولې او آرامۍ قدر معلوميږي، خو له دې ټولو مثالونو سره څومره دې ته تيار وي چې له سولې وروسته د هغې د ساتلو او پاللو لپاره هڅه وکړي.
له تور وروسته د سپين قدر معلوميږي، له بدرنګ سره ښايسته نور هم ښه ښکاري، يا د بدرنګه بدرنګوالی نور هم راڅرګنديږي. ولې بايد د يو لپاره د هغه لامل ولټول شي، ولې بايد په دوامداره توګه ځان په دې قانع کړو چې په يوه ښه او قدرمن حالت کې يو.
اکثراً پر هغه څه سترګې پټوو چې بریالي، ارامه او خوښ کړي يې يو، هغه څه چې لرو د هغې لپاره دوامداره هڅه نه کړو، داسې يو څه پسې ګرځو چې فکر کړو له اوسني حالته ښه دی، خو بيا چې هغه حالت ته ورسیږو، نو د اوسني ارمان کړو، ځکه اوسنی حالت بايد پريږدو چې نوي حالت ته ورسیږو، خو دغه له لاسه ورکونه د انديښنو سبب ګرځي.
د ژوند هغوی قدرمن او بریالي دي چې د اوسني حالت قدر وکړي خو پر دې هم پوه شي چې ژوند دوامداره هڅه ده، لنډه منډه ونه کړي، چې اوسنۍ بریا يې د ناکامۍ سبب شي، هغه څه چې بريالي کړي ياست، د هغې پر ارزښت سترګې مه پټوئ، خو دا هم ومنئ چې وړاندې تګ لپاره همدې اوسنۍ پوهې پر اساس نورې بناوی جوړوئ او مخ په وړاندې ځو.
ورته ليکنی: د زحمت او نتيجې تر منځ، تدبر او تمرکز، کوچنی عمل او هيله مندي، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه، د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده






څرګندون پریږدئ