هر څه بيه لري. موږ د مشرۍ او پروژې مديریت په مسلکونو کې د فرصت بيې په نامه يو تخنيک لرو، چيرې چې دا ويل کيږي هر کله چې تاسې يو څه انتخابوئ، او بل څه پریږدئ، نو هغه څه چې مو پريښودل هغه مو د فرصت يا د دغه انتخاب بيه شوه.
يو څوک په سفر ځي، د کونړ پر ځای بدخشان ته سفر کوي، بل څوک کونړ ته ليږي، دا بدخشان ته تګ ده ته د کونړ ته د تګ پر بيه تمام شو. په يوه ميوه کې د مڼې پر ځای انار رااخلي، مڼه ورته د انار پر بیه تمامه شوه. همداسې هر څه چې وګڼئ، يوه دنده ټاکي بله پریږدي، پريښودونکی دنده مو د ټاکل شوې دندې بيه ده.
هر څه بيه لري.
په ټولګي کې ناست وي د زده کړې پر ځای پر ټليفون مصروفه وي، دغه مصروفیت ده ته د زده کړې پر بيې تماميږي.
اوس يو څوک داسې دنده کې دخيل دی چې د ده نه خوښيږي، خو بیا هم ورځي، دا ورتګ او هره ورځ ځان له دغه عذابه تيرول دا يې د خوښئ او قناعت پر بيه دي. هر هغه کار چې زړه مو نه غواړي، خو د یو او بل ملحوظ او نزاکت له کبله يې سر ته رسوئ، دا تاسې ته ستاسې د خوښئ په بيه تماميږي.
اوس تاسې دا خپله خوښي په څو خرڅوئ، هر څوک خپله بیه لري. په لنډه کې ممکن دا بحث دومره مهم نه وي، خو د وخت له تيريدو سره پر انسان خپل تاثيرات لري.
په مسلکي ژوند کې بیلابیلې څيړنې ښيي چې قانع او خوښ کارکوونکی له نورو پرمختللی او خواريکښه وي، او په اوږده کې خپلو اهدافو ته نسبتاً په ښه او اسانه توګه رسیږي.
ځکه چې خپه انسان يا داسې څوک چې په زوره ځان دندې ته رارسوي، ستړی او کار ته ډير ريښتونی نه وي، چې له کبله يې هم د ده مسلکي ژوند او هم د ادارې چارې اغيزمنيږي.
هره پريکړه، اړيکه، تګلاره او کاروبار مو له دغه فکر متاثره وي، چې ضرور نه ده هر څه دې ستاسې پر خوښه وي يا زه دا ظرفيت نه لرم چې خپل ژوند له خپلې طبعې سره سم برابر کړم.
دا پدې معنا نه دي چې انسان دې تل يوازې له همدې راتاوو وي، چې د نشه يانو په څير د درد او خوږ توان ونه لري، خو بايد ورسره وويني، چې بهترينې چارې د اوسط چارې دي، لکه ډير داسې څه شته چې نه مو خوښيږي، خو بيا په ژوند کې به ډير داسې څه لرئ چې خوښي دربښي، نو څرنګه کولای شي چې په اوسط کې پرمخ ولاړ شي، ژوند ته توازن ورکړي.
خپله خوښي او قناعت وساتي، دنده ولري، عايد ولري، کورنۍ ولري او ژوند تر پایه قانع واوسي. له نورو سره ښه وکړي او لومړی يو ښه زده کوونکی او وروسته ښه ښوونکی شي.
انسان يو ژوند لري، داسې نه شي کيدای چې په دې تمه له دې ژوند سره ګوزاره وکړي، چې بل وخت او بل مکان کې به بیا له خپلې طبعې سره سم ژوند ولرم.
هر څوک د خپل ژوند مسؤل دی، او له هر څه وړاندې بايد ځان پر دې قانع کړي چې زه پر هر څه ارزم، که چيرې تاسې واياست چې ژوند همدې لپاره دی چې باید تل کړاو وي، يا له ډيرو به واوری چې افغانانو ژوند تل همداسې وي يا نور.
نو دا خپل نظر ټولو لپاره ګڼي، يا که ځينو ته پر استثنااتو قانع وي، نو ځان بيا په هغه استثنا کې نه راولي، اصل بحث د ځان له قناعته پيلیږي، بيا د هغو چارو پر پيژندلو او بدلولو تماميږي چې د ده پر ژوند ناوړه اغيزه کړي.
نو ځکه:
- هر څه بيه لري، که خوښي غواړئ نو لومړی بايد ځان پر دې قانع کړئ چې پر خوښۍ ارزئ، او هر ارزښتمن څه زحمت غواړي، ټاکلی پریکړې او تګلاره غواړي.
- څه باید وکړئ، هر کله چې پر دې پوه شوئ چې څه باید وکړئ، نو نور داسې خلک ولټوئ که هغه پخوا تير وي يا اوس ژوند کړي چې ستاسې په فکر ښه ژوند لري، له هغوی يې زده کړئ.
- بدلون او عمل ومنئ، موږ اکثراً هڅه کړو خپل نظر او فکر پر نړۍ وتپو، خو دغه چاره امکان نه لري، همدا زموږ د تمو او واقعیت تمه د ستړیا او ناهيلئ سبب ګرځي. د نړۍ بدلون ستاسې له فکره پيلیږي، هغه څه چې مو له وسه کيږي بدل يې کړئ، چې عموماً شخصي اعمال وي، او هغه څه چې له وسه مو پوره نه وي، هغه ومنئ او په اړه يې فکر مه کړئ.
- دوامداره ارزونه وکړئ، هغه څه چې تاسې نن قانع کوي، ممکن سبا يې ونه کړي. له همدې کبله کله چې يو څوک لومړی يوه دنده واخلي، ډير ورته خوښ وي، خو د وخت له تيريدو سره بیا له هغې دندې ستړی او بدلون غواړي، هڅه وکړئ چې دوامداره توګه ځان پر دې پوه کړئ چې څه مو د خوښئ سبب ګرځي، او په هماغه وخت کې هغې ته لومړيتوب ورکړئ. دنده او مسلک باید د تحمیل او بند په معنا نه وي.
لکه هر څه چې عياريږي، ژوند هم له خپلې خوښې سره سم عيارولی شئ، کله ورته وزګاريږئ، څرنګه يې کوئ، دا تاسې پورې ده. خو، دغه په اړه د ورځې يوازې پنځه دقيقې فکر مو هم پر ژوند پراخه اغيزې لرلای شي.
ورته ليکنی: د زحمت او نتيجې تر منځ، کوچنی عمل او هيله مندي، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه، د استعدادونو لټه، د خرڅولو مهارت، کاروبار: هر څه د بحث وړ دي، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده






څرګندون پریږدئ