موږ ته خپله پوهه او تجربه ښه ښکاري، پرې باور لرو، ځکه چې پخوا يې نتیجه ورکړې ده، تر ننه يې رارسولي يو، خو د پرون پوهه د پرون د شرایطو لپاره وه، د نن واقعيتونو لپاره نه وه، نن د نن او سبا د سبا پوهه غواړي. دغه پوهه او تجربه د ژوند تر اوسني پړاو نتيجه ده، تر ننه مو زده کړه او تجربه مو حاصله کړه، خو اکثره وختونه بيا د همدې پوهې او تجربې پر اساس د سبا لپاره پريکړه کوو.
تجربه د قضاوت د بهترئ سبب ګرځي، خو ابهام له منځه نه وړي. يو بنسټ برابروي چې پر أساس يې د راتلونکي لپاره پريکړې کيدای شي، خو لارښود او نقشه نه ده چې تل بايد هر څه پر همدې تجاربو وتلل شي. نن موږ بايد دا ظرفیت ولرو چې له پوره روښانتيا پرته هم عمل وکړای شو، هر ډول وضاحت ته صبر کول د خنډ او وروسته والي سبب ګرځي. نن ځان له بدليدونکو حالاتو سره عيارول له دقت ډير ارزښتمن دي.
ژوند په نن او سبا کې کيږي، پرون تير دی خو د هغې تجربې له موږ سره پاتې دي، اما دغو پخوانیو پوهو او تجربو ته ډيره مراجعه هم څوک د سبا لپاره نه برابروي، او نه پر دغه پوهه او تجربه سترګې پټیږي. د نن پر په ګړندي بدليدونکي چاپيريال کې د شخص اعتماد بايد له پوهې سره لدې هم راشي، چې ځان له هر ډول حالاتو سره برابرولی شي.
د مشرۍ يوه ستره ستونزه پخوانئ پوهې او بریالیتوبونو کې بند پاتې کيدل وي، فکر کيږي څه چې پخوا کار کړی وو، نن يې هم کړي. پخوانئ بیکاره چارې او کړنلارې تکراريږي، ستونزو ته د پخوا پر سترګو او چوکاټونو کې کتل کيږي، پر خپلو امتحان شوو حلونو له ضرورته زياته اتکا او باور کيږي او د ابتکار پر وړاندې دوامداره مزاحمت ليدل کيږي.
اکثره خلک فکر کړي چې يو چیرې وخت تيرول پخپله پر تجربه بدليږي، فعاليتونه يا بوختياوې پرمختګ دی او د يو څه لیدل د هغې زده کړه او پرې پوهيدل دي، خو دا هر څه یوازې هغه وخت پر پوهه او حکمت بدليږي چې موږ يې وارزوو، ضعفونه يې وپيژنو او راتلونکي عملي کولو لپاره يې عيار کړو، يوازې د يو څه تکرارول هغه پر زده کړه نه بدلوي.
څومره ادارې به د تير کال پلانونه راواخلي او نوي کال لپاره به يې عملي کوي، خو نه پرې فکر کړي او نه يې بدلوي؟، څومره مشران او مديران پر هغو عادتونو او تجاربو اتکا کوي چې په يوه بل وخت او بل چاپيريال کې ګټور وو؟، څومره وختونه موږ بلد ته د اغيزمن په سترګه ګورو، يعنې فکر کړو چې له يو څه سره بلد يو هغه ګټور دی، بدلون او بل څه ته نه ځو؟
نن چې له راپاڅيدو تر ويده کيدو دوامداره سره په اړيکه کې يو، ځان مو په يوه نه يوه نامه مصروفه کړی وي، بهتره ده:
۱. دمه واخلئ، ځان له نړۍ پرې کړئ او د چارو څرنګوالی وپوښتئ. له يوه مصروفيته بل ته ټوپ مه وهئ، په منځ کې وقفه واخلئ او له ځان وپوښتئ چې څه وشو؟
۲. تعبير او تفسير يې کړئ، مفکورې مو له شواهدو بيلې کړئ، وپوښتئ: دغې چارې ولې کار وکړ؟ ولې يې ونه کړ؟ يا ولې يې په دې چاپيريال کې نتیجه ورنه کړه؟
۳. عيارول: راتلونکي کې مو له حکمته او زده کړې بل کار واخلئ. له ځانه وپوښتئ: هغه څه دي چې باید بدل شي؟ څرنګه يې په بله طريقه سر ته رسولای شم؟ پخوانی شکل يې ولې بدلون غواړي؟ ولې به کار ونه کړي؟
دوامداره زده کړه د مشرۍ خاصه ده، ښه مشر ښه زده کوونکی وي. مشران باید له ځان سره فکر لپاره وخت ولري؟، رواج او دوامداره چارې وپوښتي چې ولې، ابتکار وهڅوي، يوازې دې پسې نه وي چې هر څوک دې له پخوانيو چارو او کارونو سره هر څه هماغه ډول پر مخ يوسي، مطابق د پروسې دې عمل وکړي. او همدا پوهه د ادارې لپاره پر زده کړه واړوي.
بريالي به هغه خلک او ادارې چې له خپلې پخوانۍ پوهې او تجربې يې زده کړي، او په ګړندي توګه ځان د نن له واقعيتونو سره عيار کړي، د پرون پوهه او تجربه د سبا د برياليتوب ضمانت نه دی، خو کولای شي چې د راتلونکي برياليتوب لپاره غښتلی بنسټ برابر کړي.
نن اصل پوښتنه دا نه ده چې آیا کافي پوهه لرو، بلکه دا ده چې آیا د اړتيا په صورت کې دې ته تيار يو چې خپله پخوانۍ پوهه او تجربه له سره وارزوو او هغه څه چې کار نه کړي له هغې تير شو.
ورته ليکنی: د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






څرګندون پریږدئ