ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې

پخوا ځيرکتيا او هوښيارتيا په ازموينو کې پر لوړو نومرو، تعليمي سندونو، کتابونو او پوهې معلوميده، خو نوې څيړنې ښيي چې ځيرکتيا د معلوماتو له زده کولو او کتابي ستونزو له حلولو اخوا ډير پراخه نور اړخونه هم لري.

نوې څيړنې چې د برياليو ځيرکتياوو او هوښيارتياوو تر عنوان لاندې ترسره کيږي، په څرګنده توګه وايي چې ځيرکتيا د بدلون منلو، چاپيريال برابرولو او په اغيزمنه توګه د ژوند د ريښتينو ستونزو حلولو توان او ظرفیت دی.

دغه څيړنې وايي چې ځيرک خلک نه يوازې دا چې معلومات او پوهه راټولوي، بلکه د دغې پوهې پر بنسټ نوښتي فکر لري، حالات په انتقادي توګه ارزوي او خپلو مفکورو او نظريو ته عملي شکل ورکوي او پياده کوي يي.

a computer circuit board with a brain on it

دلته موږ د همدې ځيرکتيا او حکمت دولس عملي نښې بيانوو، چې کولای شي له تاسې سره په ځيرکتيا او د نورو په پيژندنه کې مرسته وکړي.

۱. حالات او نظريي/ مفکورې پوښتي

ځيرکه انسانان هر څه په اتومات او طبعي ډول په دې دليل نه قبلوي چې دا هر څه له پخوا هم همداسې را روان وو. دوی په دوامداره توګه دا پوښتي چې آیا د دغو چارو سر ته رسولو بهتره او غوره لار شته.

پرمختګ عموماً د شتو حالاتو د بدلولو له پوښتنې پيليږي، کله چې يو څوک هغه څه د پوښتنې لاندې راولي چې له پخوا همداسې روان وو.

۲. ستونزو ته نوې شکل ورکوي
اکثره خلک هڅه کړي ستونزه په خپل اوسني شکل کې حل کړي، يعنې څرنګه چې وړاندې شوې وي هماغسې يې حل غواړي. خو، ځيرکه بنده ستونزې ته نوی شکل ورکوي، حالاتو ته له بل اړخه ګوري.

لدې لارې هغه حلونه ويني چې نورو ته څرګنده نه وو يا يې ورته پام شوی نه وو.

۳. بیلابيل حلونه وړاندې کوي

د دې پر ځای چې يو کامل او سم حل او ځواب پسې وګرځي، ځيرکه انسانان بیلابيل ممکنه بديلونه لټوي.

دغه د بیلابيلو بديلونو لټه د نوښتي او اغيزمنو حلونو د موندلو سبب ګرځي.

۴. پر خپل فکر له انتقاد سره راحته وي

نوې فکر استثناً د ابهام او ريسک له منلو پرته راڅرګنديږي. ځيرکه انسان خپل فکر او نظر بيانولو لپاره نیمګړتيا او انتقاد مني، دې ته هم تيار وي چې ښايي د خپل فکر له کبله به له مخالفتونو او ګوتنيونو سره مخ شي.

نوښت او پرمختګ زړه ورتيا او ډاډمن عمل غواړي.

۵. ناڅرګندتيا مني

نړۍ استثناً څرګنده او د وړاندوينې وړ وي. ځيرکه خلک آن له نيمګړو معلوماتو او نامعلوم حالاتو سره هم مناسب عمل کوي، خپل ځان له لاسه نه ورکوي.

څرګندتيا ته د ځنډ پر ځای، دوی له فکر او ځيرکتيا سره په شته نامعلوم حالت کې عمل کړي.

۶. له ناکاميو زده کوي

ناکامي د ځيرکه بنده خنډ نه دی، بلکه هغې لپاره د زده کړې يوه وسيله ده. اشتباهات د غبرګون او زده کړې ارزښتمنه وسيله ده چې په رڼا کې يې نظرونه او کړنلارې عياریدلی او سميدلی شي.

۷. له سختيو سره مقاومت کوي

نوښتونه عموماً له برياليتوب وړاندې له يوه ستر ننګونکي او سست پړاوه تيریږي. د لوړې ځيرکتيا او هوښيارتيا خلک مقاوم وي، صبر کوي او پر ستونزمنو او ننګوونکو چارو کار کوي، آن په داسې حالت کې هم زغم له لاسه نه ورکوي چې پرمختګ ورته سست او کم ښکاري.

۸. خپلواکه فکر لري

ځيرکه خلک تل له عامه يا حاکم فکر سره نه ځي، دوی لپاره مهمه نه ده چې ټول پر څه فکر دي. هر نظر او فکر پر شتو شواهدو او ظرفیتونو ارزوي او د هغې په رڼا کې عمل کوي.

خپلواکه فکر د نوښتونو زانګو ده.

۹. ستونزې ته له بیلابيلو اړخونو ګوري

پيچلې ستونزې ساده ځواب نه لري.

ځيرکه خلک قصداً مخالف نظرونه لټوي، ستونزو او ننګونو ته له بیلابیل اړخونو ګوري، هغه څه ته متوجه کيږي چې له نورو ممکن پاتې وي.

۱۰. شته فکرونو ته نوې اړخ ورکوي

اکثره نوښتونه د شتو فکرونو پر نوې طريقې د عملي کولو له لارې رامنځ ته کيږي. عملي نوښتونه عموماً د شتو نظريو، فکرونو او چارو په نوې بڼه د عملي کولو له لارې رامنځ ته کيږي.

۱۱. له بدليدونکو حالاتو سره ځان عياروي

ځيرک انسان ځان له حالاتو سره عياروي، خپل چاپيريال پخپله برابروي يا د غوره چاپيریال په لټه کې وي. په بله وينا ځيرکه خلک پوهيږي چې کله خپلې کړنلارې له بدليدونکو حالاتو سره عيارې کړي.

۱۲. پر خپل فکر پوهيږي

ممکن د ځيرکه انسان تر ټولو ستر کمال او نښه پر خپل فکر پوهيدل دي. چې څرنګه فکر کړي، څرنګه نتيجې ته رسيږي. دغه توان شخص ته واک ورکوي چې خپل توانونه او غښتلتياوې وپيژني، نيمګړتياوې بهتره کړي او خپلو پريکړو او هغې ته رسيدو ته له بل اړخه وارزوي.

بدلیدونکې نړۍ او ځيرکتيا

نننۍ نړۍ پر ستر سرعت بدلیږي. هغه پوهه چې پرون ګټوره وه، ممکن سبا لپاره کفايت ونه کړي. ځيرکتيا به دا نه وي چې موږ پر څه پوهيږو، بلکه دا پوهه ده چې څرنګه فکر کړو، څرنګه ځان له بدليدونکو حالاتو سره عياروو او څرنګه بدلون ته غبرګون ښيو.

د نن په ناڅرګنده حالاتو کې هغوی چې د کار طريقې او لارې چارې ننګوي، دوامداره زده کړه کوي او په مبتکره توګه ځان عياروي، به تل له نورو وړاندې وي.
د دغو څيړنو په رڼا کې ځيرکتيا د پوهې لرل نه دي، بلکه په دوامداره توګه بدلیدونکې نړۍ کې پر فکر او پوهې ولاړ عمل دی.

ورته ليکنی: مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading