افغان ميرمنو تل په کورنيو او ټولنو کې فعاله ونډه لرلې ده. نن چې نړۍ په ګړنديوالي سره د ټکنالوژئ او ډيجيټلي ساحو ګړندي بدلونونه ويني، يوه نوې پوښتنه رامنځ ته کيږي چې څرنګه افغان ميرمنې کولای شي د مشرۍ پر راتلونکي اغيزه ولري؟
لدې سره بايد پر دې هم پوه شو چې د مشرۍ شکل او جوړښت هم له ستر بدلونه تيريږي.
د ډيجيټل زمانې مشري
په تاريخي توګه مشري عموماً له فزیکي شتون، اداري جوړښت يا د قدرت له رسمي سرچينو سره تړلې وه. مشرانو عموماً ټاکلې وسايل، ادارې، دفترونه او د مراتبو لړئ درلوده. خو، نن د ټکنالوژيو له برکته د مشرۍ دغه رواجي جوړښت مخ په بدليدو دی.
نن پوهه او معلومات پر سرعت خپريږي، مفکورې په ثانيو کې زرګونو خلکو ته د نړۍ له يوې څنډې بلې ته خپريږي. زده کړه د آنلاين ټولګيو، کورسونو او د تعليمي شبکو له لارې هر چا ته رسيږي. کار او دندې هم له فزيکي محدوديتونو اخوا آنلاين نړۍ په لور روان دي.
په داسې چاپيريال کې مشري تر موقفه محدوده نه دی، بلکه مشري په ګړنديوالي هغوی ته انتقالیږي چې پوهه او ابتکار لري، ځان له حالاتو سره عياروي او مفکورې د خلکو له شرایطو سره برابرولی شي.
دا بدلون ډيرو لپاره د ځانګړيو فرصتونو سبب ګرځي، په ځانګړي ډول داسې ټولنو لپاره چې د زده کړې او کار لپاره له ځانګړيو محدوديتونو سره مخ وي. افغان ميرمنو لپاره ټکنالوژي کولای شي يو پياوړی غښتلی کوونکی واوسي چې بیلابيل توانونه او ظرفیتونه له فرصتونو سره نښلوي.
ټکنالوژی غښتلې کوونکی وسيله
په تاريخي لحاظ ميندو غښتلي مشران روزلي دي، د ملت او هېواد په وده کې يې د ښوونکو، طبيبانو، تجارانو او د کورنيو او ټولنو د مشرانو په توګه فعاله ونډه لرلې ده. سره لدې چې د روزنې او مشرۍ دغه پخواني موقفونو خپل محدوديتونه لرل، خو د نن ټکنالوژي د دغو محدوديتونو شکل هم بدلوي.
ډيجيټل وسيلې کولای شي هر چا ته د زده کړې فرصت برابر کړي، يو څوک چې په بدخشان کې ناست وي کولای شي د نړۍ له هرې څنډې څخه ځان لپاره د زده کړې مواد پيدا کړي. کولای شي چې د کمپيوټري پروګرام لیکنه زده کړي، د تجارت مديريت وڅيړي، ډيجيټال بازار موندنه ولټوي يا د خپلې ژبې مهارتونه بهتره کړي.
د نن مشري له تجربې او پوهې پيلیږي. هغوی چې ارزښتمنه پوهه او مهارتونه ولري، په طبعي ډول پر نورو اغيزمن دي. ښوونکي ښوونه کړي، ابتکارات هڅوي او د زده کړې او ګډ کار نړۍ رامنځ ته کوي. ټکنالوژي د مشرۍ او زده کړې دا فرصتونه پراخوي او آن هغه ځايونو ته يې هم غځوي، چې پخوا یې امکان نه درلود.
د ډيجيټل زده کړې توانونه
د ټکنالوژۍ یو تر ټولو ستره اغيزه په پراخه توګه هر چا ته د پوهې رسول دي. په تاريخي لحاظ پوهه تل ځای، ادارو او ټولنيزو محدوديتونو پورې تړلې وه. نن ټکنالوژي دغه محدوديتونه له منځه وړي، خو ورسره هغوی غښتلي کوي چې د دغې پوهې رامنځ ته کولو توان او ظرفیت ولري.
افغان ميرمنو لپاره ډيجيټل زده کړه کولای شي يوه غښتلې وسيله شي، چې هم يې له نورو زده کړي او هم يې نورو ته وښيي. دا کولای شي د دوامداره ودې، مسلکي پرمختګ او په نړيواله توګه د تجاربو شريکولو سبب شي.
په یويشتمه پيړۍ کې زده کړه د پرمختګ بنسټيزه وسيله ده. ملتونه پر پوهه او څيړنه پانګونه کړي، خلکو ته ډيجيټل سواد ښيي چې څرنګه له دغو وسيلو غوره ګټه واخلي او ابتکار هڅوي چې د ملت په توګه په ښه ډول وکولای شي د راتلونکي په اقتصاد کې ښه سیال پاتې شي.
نو نن له ډيجيټل وسيلو څخه ګټه او پکې برخه اخيستنه نه يوازې چې فردي فرصتونه دي، بلکه راتلونکي لپاره د ملي پرمختګ بحث دی. هره ټولنه د خپل هر فرد د غښتلتياوو او توانونو پر بنسټ وده او پرمختګ کړي، هر څومره چې هر څوک د زده کړې او ابتکار فرصت ولري، په ښه توګه کولای شي په ټوليزه توګه د ټولو د پرمختګ سبب شي.
افغان ميرمنې تل مخکښه پاتې شوې دي، غښتلي بنسټونه او افراد يې پر پښو درولي دي، د هېواد په سترو بدلونونو او پرمختګونو کې يې کورنۍ ملاتړې کړي، اولادونه يې روزلي او تربيه کړي او ټولنو سره یې له بیلابیلو لارو مرسته او ورته لارښوونه کړې ده.
مشري له خلکو مقاومت او دوام غواړي. مشري د ننګونو نه شتون نه دی بلکه په ننګونکو حالاتو کې ځان عيارول، ترې زده کړه، مقاومت او دوام دی.
په اکثره حالاتو کې هر افغان او په ځانګړي ډول افغاني ميرمنې دغه ظرفیتونه لري، د ټولنې پر پيچيليو نزاکتونو يې سر خلاصيږي، په دوامداره توګه د کورنيو هيله مندئ سبب ګرځي او له هر حالت سره ځان عياروي او ترې يې زده کوي، همدا توانونه وي چې له دوی او کورنيو څخه ستر او اغيزمن مشران جوړيږي.
پر ډيجيټل زيربناوو پانګونه که ملي فرصت
افغانستان لپاره پر ډيجيټل زيربناوو او ظرفیتونو پانګونه يوه ټولنيزه اړتيا نه ده، بلکه ملي پرمختګ لپاره اساسي ستراتيژيک فرصت دی.
نړيوال اقتصاد په پریکنده ډول پر پوهه، ابتکار او ټکنالوژيو ولاړ دی. هغه هېوادونه چې د ولس هر څومره ډيره برخه يې له دغو وسيلو ښه ګټه واخيستلای شي، همدومره کولای شي له نورو وړاندې ولاړ شي.
نوي نسل ته د دغو مهارتونو او ظرفيتونو رسول يوازې ټولنيزه هيله نه ده، بلکه که غواړو سبا سيال پاتې شو، نو له دې څخه هیڅ چاره نه لرو. هر کله چې ميرمنې په رواجي او ډيجيټلي توګه باسواده شي، مبتکر فکر او د مشرئ ظرفیت ولري، نه يوازې چې د کورنيو نن او سبا بدلوي، بلکه د ټولنو په وده او پرمختګ کې پريکنده ونډه اخلي.
دوی کولای شي ښې کورنۍ ولري، د ښو ادارو او کاروبارونو بنسټونه غښتلي کړي او د متوازن او دوامداره پرمختګ هڅوونکي شي.
راتلونکي ته نظر
د نن لور د سبا مور ده، په نړيواله توګه د ځانګړو ورځو لمانځل به خپل اهداف لري، خو د يوه مخ پر ودې هېواد په توګه چې په نږدې وختونو کې يې د آرام ساه اخيستې ده او د لسيزو له جګړو راوتلی دی، دا يو بهترين فرصت دی چې د هېواد له هر وګړي د هېواد او ټولنې پرمختګ لپاره ګټه واخلي.
ډيجيټل نړۍ د نن نسل ته نوي او پراخه فرصتونه برابر کړي دي چې پخوانو نسلونو ته ممکن نه وو. ټکنالوژي زموږ پر زده کړه، کار، اړيکو او مشرئ اغيزه لري. په دې کې موږ ټولو په ځانګړي ډول افغان ميرمنو لپاره يو ستر فرصت شته چې د نورو له تجاربو يې زده کړو، هغوی چې نن لپاره يې کلونه مزل کړی دی، موږ کولای شو دغه مزل ځان لپاره لنډ او ګړندی کړو، پوه شو چې څرنګه د نن په نړۍ کې اغيزمن مشران شو.
مشري پر موقف يا مقام نه ده. مشري لید غواړي چې چيرې بايد ولاړ شم، پوهه غواړي چې ليد پر عمل او عمل پر دوام بدل کړي، او جرات دی چې له هر ډول ننګونو سره سره خپل مزل ته پر خپلو اصولو دوام ورکړي.
ورته ليکنی: ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د نجونو او ميرمنو ډیجيټل آزار او ترې ځان ساتنه، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)






څرګندون پریږدئ