د ۲۰۲۵م کال په پيل کې کله چې په امريکا کې نوي ولسمشر لوړه کوله، نو له هغې څو ورځې وړاندې د ټيک ټوک پر ملکيت جنجال روان وو، امريکايانو ويل څرنګه چې دا يوه چينايي ټولنيزه شبکه ده، خوندي نه ده، زموږ د خلکو احوال چين ته استوي، نو ځکه بايد بنده شي، محکمې امر کړی وو او بنديدلو پرته يې بله چاره نه وه.
خو دغو بندول دومره آسانه نه وو، ځکه د دغې شبکې نږدې له دوه ميلیارده کاروونکو څخه يې دوه نيم سوه ميليونه کاروونکي په امریکا کې وو، او نوي حکومت نه غوښتل چې دا خلک خپه کړي.
د جنوري په ۱۹ نيټه، په امريکا کې د ټيک ټوک له بنديدو يوازې څو ساعته وروسته نوي ولسمشر ورته بيرته د فعاليت اجازه ورکړه، هغه جمله چې د دې شبکې کاروونکو تر ټولو ډيره وکاروله هغه د عيسويت هغه ستره دعوه ده چې «د دوی په وينا خدای ټيک ټوک له مړي راژوندی کړی».
ټيک ټوک چې په نوي نسل کې تر ټولو مشهوره او قدرمنه ټولنيزه شبکه ده، له مذهبي او عقيدوي محتوياتو ډکه ده، سره لدې چې چينايي شبکه ده خو په خپله په چين کې بيا پر مذهبي محتوا بندیز دی، خو په نړيواله کچه په دوه ميليارده کاروونکو کې يې عقیدوي او مذهبي محتوا ډيره عامه ده.
دغه محتوا بيا يوازې يو مذهب او عقيدې ته محدوده نه ده، عيسويان پکې د خپلو سپيڅلو اوبو او سندرو محتوا شريکوي، هندوان پکې د بګوان بحثونه کوي، بودايان بيا د بودا زده کړې نشروي، او نور مذاهب هم همداسې ترې خپله ګټه اخلي. مسلمانان هم پدغه کتار کې شامل دي.
دا به لومړی ځل نه وي چې عقيدوي اهدافو لپاره ټکنالوژي کاريدلې وي، کله چې په لومړي ځل د چاپ ماشين فعاليت شروع کړ، نو تر ټولو وړاندې يې د هغه وخت مذهبي کتابونه چاپ کړل، ټلويزون هم په امريکا کې د عيسويت شهرت لپاره وکاريده او د کليساوو بازار يې ګرم کړ.
انټرنېټ هم د عقیدې خپراوي لپاره وکاريده او اوس هم کاريږي، خو څرنګه چې انټرنيټ نړيوال شکل لري، متقابل نظر او بحث هڅوي، يعنې د ټلويزون او راډيو په څير يوازې يو اړخ نه غږيږي، دغه حالت کې يې په غربي نړۍ اغيزه دا وه، چې هلته يې خلک له مذهب ليرې کړل، ځکه کاروونکي يې بیلابیلو نظرونو او عقيدو سره مخ کړل، نو ځکه اوس په هغه نړۍ کې اکثريت يې ځان بې دينه بولي، پداسې حال کې چې بيا هم له بشر او مخلوقاتو لوړ پر ستر ذات عقيده هم لري.
لدې سره د انټرنيټ له کارولو سره خلک له مذهبي چارو هم پاتېږي او ورته وخت نه لري، خو دا نه ده چې انټرنيټ په مجموعي ډول مذهب لپاره بد وي، په اضطراري او امتحانوونکو حالاتو لکه د کويډ۱۹/ کرونا وبا پر مهال ډيرو خلکو له همدې وسيلې د خپلې عقیدې غښتلتيا لپاره کار واخيست.
ټولنيزې شبکې هم عقيدې خپرولو لپاره کاريدلی دي، خو د ټيک ټوک کمال يې بيا پدې کې دی چې هر څومره پيچلې او هر اړخيزه موضوع چې وي، ديرشو او پنځلسو ثانيو ويډيو ته يې رالنډه کړي، هغه د عقیدې د تکامل او هر اړخيز ارزونې طرف يې له منځه يوسي.
ټولنيزې شبکې په ځانګړي ډول ټيک ټوک يا د لنډو ويډيوګانو شبکې له دريو اساسي لارو عقیدوي بحث بدلوي. لومړی، عقيدوي بحثونه بدل وي، په ځانګړي ډول په ځوانانو کې چيرې چې دوی پخوانيو مذهبي خلکو/ فکرونو پسې نه ځي، بلکه داسې خلکو پسې روان وي چې د دوی په طبعه برابر وي او ضرور نه ده چې د دوی هره وينا دې له مذهب سره اړخ ولګوي.
دا نوي آنلاين مذهبيان عموماً له عقيدې او د هغې له زده کړو څخه د خپلو ملاتړو ډيرولو لپاره کار اخلي، او اکثراً خپلې ويناوې داسې عياروي چې د دوی د ځوانو ملاتړو د خوښې سبب وګرځي.
دوهم اړخ يې دوی مذهب له رسمي جوړښته راباسي، غواړي هر څومره چې يې آسانولی شي همدومره يې اسانوي، او تمه لري چې له څرنګه ډير کارونه د ټولنيزو شبکو او ټليفونونو له لارې کيږي، نو عقيدوي او مذهبي کارونه هم بايد د همدې وسيلو له لارې سرته ورسيږي.
له همدې سره تړلې اړخ بيا هر څوک مذهبي مبلغ هم کيدای شي، هر څوک چې ټليفون او د انټرنيټ اړيکه ولري، خپل مذهبي تبليغ پيلولی او ملاتړي لرلای شي. پدې ځغاسته کې بيا هغوی ګټونکي وي چې ځان ته ډير پام راواړوي، دلته خلک هغوی پسې ځي چې ښکلی وړانديز او يا جنجالي وينا ولري، دلته له پوهې او حکمت ډير د خلکو راجذبولو او جنجالي موضوعاتو څيړلو بازار ګرم وي.
چې له کبله يې په خلکو کې نفاق رامنځ ته کيږي. هر څومره چې ډير خلک د خپل مذهب او عقيدې استازيتوب دعوه کړي، همدومره د خلکو پر عقیدوي فکر اغيز ډيريږي او بیلوالی راځي. دغه ټولنيزې شبکې له داسې ډيرې محتوا ډکه ده چې له هیڅ مذهب او عقيدې سره اړخ نه لګوي، ورسره د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې هر څوک چې هر څه یې زړه وي مذاهبو پورې تړي.
ټکنالوژي د ژوند د آسانولو سبب ګرځي، او دا آسانتيا څرنګه چې د ژوند چارې بدلوي، همداسې زموږ پر فکر او عقيده هم اغيزه لري، او لکه چې د دغو غوره کارول مهارتونه غواړي، همداسې يې له محتوا څخه ګټه اخيستنه يا پرې باور کول هم اساسي پوهه او فکر غواړي.
ضرور نه ده ډير څه چې دلته وينئ يا تاسې ته راستول کيږي هغه دې رښتيا او پر عقيده برابر وي.
ورته ليکنی: مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د فکر تپل






څرګندون پریږدئ