پر ځان واکمن

ځان لپاره د بهترين تعريف آسانه وي، هر څوک پوهيږي چې د ده لپاره به غوره ژوند څه وي، کوم مسلک به ورته ښه وي، له وخت او وسايلو څخه بهتره ګټه اخيستنه به څه رنګ وي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې دا شخص پر ځان دومره واک لري، چې همدغې بهترين په لور ودرومي.

ډير به پوهيږي چې په ټاکلي وخت کې بايد څه وکړي، خو بيا هم پر بل څه بوخت وي. څومره خلک به پيژنئ چې په يوه وخت کې يوې چارې ته پوره پاملرنه وکړي، که وظيفې ته راځي څومره ورته ټول حاضر وي، پدې ښه پوهيږي، چې بايد څه وکړي، خو له ټولنيزو شبکو بنډارونو او نورو سره به مصروفه وي.

ښه پوهيږي چې مسلکي پرمختګ لباره بايد څه وکړي، پر خپل کاروبار بايد زحمت وباسي، پرمختګ لپاره نوي مهارتونه زده کړي، پر روغتيا کار وکړي، نارامې او سختې پریکړې وکړي، خو د نن کار سبا ته پریږدي، فکر کړي چې نه ختميدونکی وخت او منابع لري، او هر کله چې وغواړي پر يوه ټک خپل ژوند سمولای او خپلې خوښې ته يې برابرولی شي.

بحث د نه پوهيدو نه دی بلکې پر ځان د واک لرلو، ژمنتيا، جرأت او پریکړې دی. هغوی چې بریالي دي، له نورو ډير نه پوهيږي، څه خاص کمال هم نه لري او نه څه خاص وسايل او ميراث ورپاتې وي، خو خپلو اصولو ته ژمن وي او پر ځان کار کړي.

a couple of figurines standing next to a puzzle piece

اصول هر څوک لري، خو کمال دا دی چې په سخته کې انسان خپلو دغو اصولو ته وفاداره پاتې شي. بريالي هغوی دي چې پر ځان واکمن وي. د انسان لومړی ملاتړی، مقتدي، منتقد او خيرخواه همدا خپل ځان وي، که چيرې څوک د خپلو اصولو او ريښتوني ژوند تر منځ واټن احساس کړي، نو له ژونده ستړی او ټولو په وړاندې بدبينه وي.

فکر کړي چې څرنګه زما اصول يوازې تر ويناوو پاتې دي، همداسې به نور هم وي. هر څوک پوهيږي چې درواغ بد دي، خو کله چې پوه شي په درواغو له جنجاله خلاصيږي، نو ځان لپاره يې توجيه کوي.

پوهيږي به چې پر ژمنه بايد ودريږي، د وخت قدر وکړي او پر وخت ځان ورورسوي، خو کله چې يې وخت راشي، نو بیا عذرونه لري، پر وخت بايد حاضر وي، خو کله د بيروبار، کله د ناروغئ او کله د مصروفيت دليلونه لټوي.

هیڅوک تاسې نه شي ماتولای خو چې ځان پخپله مات نه کړئ، که بل ته درواغ واياست، لومړی قرباني يې پخپله ياست.

د بل په وړاندې چې هر سلوک ښيي، لومړی يې پخپله وينئ، او کله چې د خپلو اصولو او سلوک تر منځ واټن ووينئ، نو د دوه مخئ او ستړيا په لور ځئ.

هغوی چې بريالي دي:

ځان لپاره اصول ټاکي، دا اصول له شخصي ژونده نيولي تر مسلکي او کاروباري ژوند هر څه رانغاړي، مهمه نه ده چې دا اصول پر څه اساس ټاکئ، مهمه دا ده چې يو څه ولرئ.
پر ځان دوامداره کار کړي، د دغو اصولو په رڼا کې پر ځان کار کړي، که څوک غواړي ميلونر شي، نو لومړی بايد په ځان کې د ميليون افغانيو ارزښت پيدا کړي، دا باور بايد ولري چې د دومره پيسو ظرفيت لري، بيا به د خپل سلوک په رڼا کې نورو ته ښيي چې پر ده باور کولای شي.

له ډير څه ځان ساتي، څومره چې دا مهمه وي څه بايد وکړو، همدومره دا هم مهمه ده چې څه بايد ونه کړو، ستاسې شخصيت تر کومه چې ستاسې عادتونه ټاکي، همدومره دا هم ارزښت لري، چې له څه ډډه کوئ.

پر ځان رحم کړي، ژوند منظم نه دی، نه انسان ماشین دی، د ژوند تر پایه به نيمګړتياوې وي، خو له دغو اشتباهاتو او نيمګړتياوو زده کړه په کار ده، نه دا چې څوک يې ځان لپاره تلپاتې ناکامي ومني، د بل له بښلو وړاندې انسان بايد ځان وبښي، هره کينه چې څوک بل لپاره لري، لومړی قرباني يې دا پخپله دی.

بدلون مني، هيڅ پر خپل حال نه پاتيږي، بدلون د ژوند شرط دی، او هغوی چې پر خپل ځان کار کړي، هغه له نورو ډير له بدلونه تيریږي. دا بدلون له فکر نيولې تر سلوک هر څه رانغاړي، ستاسې د بدلون او له خلکو سره معامله ستاسې د برياليتوب او ښه ژوند ستره برخه رانغاړي.

هغوی چې يو څه غواړي او ځان ور ورسوي، له هر څه وړاندې پر ځان دا واک پيدا کوي چې هغه لور ته کار وکړي او هر هغه څه چې دغه مزل او منزل لپاره مهم وي، هغې ته ځان تياروي.

ورته ليکنی: کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: پرمختګ او نااهلي، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading