(Project Management) پروژې مديريت

 نن سبا نړئ پر ګړنديوالي بدليږي پخوا ډيرې محدودې فابريکې وی او هغو فابريکو مشخص بازارونه درلودل چې خپل پيداوار يې ورته ورړاندې کاوه، د مخابراتي او ارتباطي ټکنالوژيو پرمختګ له کبله مزلونه رالنډ او نړۍ سيالئ ته بيرته شوه د نن فابريکه او کاروبارنه بايد دوامداره ځان نوي کړي، دوامداره ښه پيداوار راوړاندې کړي او هغه څه چې کار نه کا بدل کړي، نو ځکه د پروژې او د هغې مديريت بازار مخ په ګرميدو دی.

 داسې انګيرل کيږي چې په هر يو ميليارد مصرفيدونکي ډالر کې يو سلو نهه ميليونه ډالر د پروګرامونو او پروژو ضعيفه مديريت له کبله ضايعه کيږي، ورسره هغه ادارې چې د پروژوي مديريت ضعيفه ميکانيزمونه لري يوازې ۹ په سلو کې پروژې پوره کوي، همداسې د پروژو ضعيفه ميکانيزمونو له کبله يوازې ۳۶ فيصده ادارې د خپلو ستراتيژيک اهدافو رڼا کې پروژې جوړوي يعنې نه پوهيږي چې څرنګه د خپلو ستراتيژيو پر مخ بيولو لپاره پروژه جوړه کړي يا پروژې له خپلو اهدافو سره همغږې کړي.

 پروژوي مديريت يو اصل دی چې د کاروبارونو ننني بدليدونکو اړتياوو په رڼا کې رامنځ ته شوې دی او په هر مسلک کې کاريږي، زموږ رواجي تعليمي نظام له بکلوريا تر دوکتورا فارغين لري چې دندو ته وړاندې کيږي پدې فارغينو کې ډير محدود يې د پروژو يا پروژو مديريت اړونده مهاروتونه لري ځکه چې د دوی پوهنتون نصاب د دې اړتيا نه ويني چې دا مهارتونه پکې ورډير کړي يا ورته وخت نه لري چې له کبله يې دا فارغين د خپلو دندو اجرا پر مهال له بې شمېره ننګونو او ستونزو سره مخ کيږي، چې اوس موږ د دې ستونزو پر ليدو او د کاروبارونو دوامداره اړتياوو په پام کې نيولو سره ورو ورو د پوهنتونونو په نصاب کې د پروژوي مديريت اړونده مضامين وينو، مګر دا مضامين اوس هم اوږد مزل پر وړاندې لري او تر ډيره د دندې اړونده ننګونو حلولو کې ستونزې لري.

پروژه په اصل کې لنډ مهاله چارې ته وايي چې د پيل او پای نيټه يې روښانه او د يوه پيداوار، خدمت او يا پايلې رامنځته کولو له پاره په کار اچول کيږي. پروژې کیدای شي د يوې ادارې دننه پیل شي چې د شتو چارو سره يوځای د يوې ټاکلې مودې لپاره پرمخ ولاړ شي او يا کيدای شي د يوې پروژې لپاره له صفره نوي بناات رامنځته شي.

پروژوي مديريت له هغه فعاليتونو، وسيلو، تخنيکونو او اړونده چارو څخه عبارت وي چې د پروژې بهترې اجرا او مديريت لپاره په کار اچول کيږي.

پروژوي مديريت په ګړنديوالي سره په يوه پرمختللي مسلک بدليږي، مهمه نه ده چې په کوم مسلک کې ياست له پوهنې نيولې تر طبي څيړنو او معلوماتي ټکنالوژئ تر ساختماني چارو پورې په هر څه کې پروژوي مديريت کاريږي، د دې مسلک کمال پدې کې دی چې ستاسې شته مهارتونه نور هم ځلوي او ورسره داسې وسايل او تخنيکونه په لاس درکوي چې په خپلې دندې او مسلک کې نور هم بريالي او پرمختللي شئ. 

 په نړۍ کې د پروژې مديريت ځيني معتبر سندونه او کورسونه شته دي چې شخص يې کولای شي د خپلو مهارتونو ښه کولو او مسلکي زده کړې لپاره خوښ کړي، خپله څيړنه وکړئ او له مسلک سره سم سند او کورس پر مخ يوسئ.


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “(Project Management) پروژې مديريت”

  1. له شخړی تر شراکت | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته کول، اداری حاکميت او پروژو مديريت، د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې، (Project Constraints) پروژې محدوديتونه، (Project Management) پروژې مديريت) […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading