(Opportunity Cost) د فرصت بيه

انسان حريص دی، تل هڅه کوي هر څه ولري خو ژوند داسې نه دی، ژوند د نياوو پر بنسټ چليږي څه به اخلې څه به پريږدې، او زموږ تر منځ توپير همدا د څه به اخلې او څه به پردې پر بنسټ دی، هغه څه چې زه پريږدم يو بل به يې اخلي او هغه څه چې يو بل پريږدي بل ته به رسيږي.

ژوند له پريکړو ډک دی، څه وکړم څه ونه کړم، ژوند به تل موږ ته بې شمېره فرصتونه راکوي او موږ به بيشمېره پريکړې او ټاکنې کوو هرې ټاکنې لپاره به موږ له يو څه تيريږو، هره پريکړه له ځان سره عواقب لري د خوراک او زهرو تر منځ ټاکنه ډيره آسانه ده خو د خوراک او خوراک تر منځ پريکړه همدومره ستونزمنه

هر کله چې موږ يو څه ټاکو هغه څه چې پريږدو هغه د فرصت بيه ده، که مزار او جلال آباد ته د چکر اختيار ولرم او لدوی څخه بايد يو وټاکم، زه مزار شريف ټاکم نو زما د فرصت بيه جلال آباد شو ځکه دلته د راتګ لپاره زه له جلال آباد تير شوم، همداسې په ژوند او مسلک کې هره چاره له ځان سره نورې بيې لري.

د نن په ژوند کې سيالي ډيره ده، پخوا چې به دولسمه فارغ شوې نو په کلي کې به طاق وې په ډيرو شميرلو باسوادو کې به حسابيدې نن ماسټرې هم د ښې دندې او ښه ژوند تضمين نه دی، دوامداره هڅه او د خپل مهارتونو دوامداره بهتري تاسې د برياليتوب پر لاره سيخوي.

ژوند کې هر چا ته هرڅه نه رسيږي، ټوله خبره د ټاکنو ده، زيار ټول باسي يوازې خبره تر دې ده چې په هغه څه چې موږ پرې زيار باسو پر زيار ارزي يا نه!!

برياليتوب يو مزل دی، منزل نه، او پدې مزل کې هغه مخکې دی چې دوامداره روان وي آن که کرار هم وي، کله چې منزل شو نو ودريد او په دريدلو کې بريالې او مخکې نه ښکاري.

مزل وکړئ برياليتوب ستاسې دی، ښې پريکړې وکړئ او د لاسه تللو فرصتونو چرت مه وهئ په لاره ډېر فرصتونه نور راروان دي.



ټولي:مديريت Management

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: