چې دی مخابراتو شرکتونو ته به دا پيغامونه څوک ليکي، د ورځې يو معلوم وخت کې درته پیغامونه راځي، “د ويښتو توييدنی مخنيوي لپاره دا کوډ ووهئ” “برای یافتن وظیفه دلخواه تان، کود را دایل نمایی” “برای احادیث، برای اشپزی این کود را بفرستید” داسې کوم څه نه دي چې لدې نابغه ګانو خلاص وي، هغه ورځ ليرې نه ده چې د پيغام له لارې به خلکو ته مړونه او ښځې هم پيدا کوي، همدا جمله چې مې وليکله ورسره د مخابراتي شرکت پيغام راغی “ د کوژدنی او د واده د ګډ ژوند په اړه د مهمو ټکو د لاسته راوړلو لپاره … کوډ وليکئ”، له فزيکي ښکلا، تر خوراک، احاديثو، دندی موندلو، خبرونو، زده کوونکو خبرونه، حيرانوونکي خبرونه، حج معلومات، غذا پخولو طريقی، هوا حالات، عمومي معلومات، فال کتلو، انګليسي زده کړه، نايابه اشعار، فيشن/ آرايشي معلومات، جالبه ټوکی، ښکلو او قوي ويښتانو درلودلو، د کوژدنی او واده وخت مشوری، خوراکي رژيم معلومات، صحت په اړه معلومات، او نور ټول درته زموږ مخابراتي شرکتونه د پيغامونو له لارې درلېږي.
که وغواړئ نو يو ټليفون مو له ښځی نيولې، تر ډاکتره او معلمه ټولو خلاصوي، چې دا به څرنګه کړي دا به د دوی کمال وي، د دوی له هر پيغامه څرګنده بريښي چې د مخابراتي ټولګو لپاره يو څه ګوګل کړي هره نتيجه چې ورته راغله دوی يې خلکو ته استوي، آن ځينې وختونه خو درته وايي چې د شاعرئ لپاره دې کوډ ته پيغام راوليږئ، پداسې حال کې د افغانستان نږدې ټول ولس شاعر يا ميين دی.
که زه د مخابراتي شرکتونو مشتري يم دا په دې معنا نه ده چې هر څه يې په زړه وي، هغه دې زما له معلوماتو سره کوي، د مشتري او شرکت تر منځ معامله يوه تجارتي قرارداد دی، تاسې د هغوی د خدمتونو لپاره لوړه بيه ورکوئ، زموږ مخابراتي بيې بيا هم نسبت ګاونډيو او خدمت ته ډېرې ګرانی دي، دلته هر هغه څه کې چې د مشتري رضا نه وي د مخابراتي شرکت دې ترې بايد ډډه وکړي.
ورسره هر کله چې د خدمت تړون کيږي، نو هلته معلومات د محرميت او منل شوو قواعدو پر اساس شريکيږي، دا پدې معنا نه ده چې مخابراتي شرکتونه دی تاسې ته د ورځې څلور پنځه پيغامونه راستوي، کله کله خو يو پيغام لس ځلی راځي، اکثره هېوادونو کې د مخابراتو قوانين د همداسې یوه چاری مخنيوي لپاره رامنځ ته کيږي.
که ليرې ولاړ نه شو، د پاکستان د مخابراتو کړنلاری د يوې مادی پر اساس که تاسې تجارتي، يا بې ضرورته يا تجارتي پيغامونه واستوئ، نو له ټاکلی نقدي جريمی سره مخ کيږئ، سره لدې چې دا قانون/ کړنلاره له يو څه ننګونو سره مخ ده، خو بيا هم د ځينو غير ضروري مواردو مخه نيسي، زموږ د مخابراتي خدمتونو تر ټولو لويه ننګونه د کاروونکو د حقوقو ساتنی ضعيفه چوکاټ دی، دلته په پريکنده توګه مخابراتي شرکتونه په ګټه کې دي، او دا ولې، دا يو بيل بحث دی، خو که چيرې د مخابراتو نورې نړئ قوانينو ته وکتل شي نو هلته له داسې ډول پيغامونو استولو وړاندې له تاسې پوښتنه کيږي، چې موږ په مياشت کې تاسې ته دوه يا درې تجارتي پيغامونو ليږو آیا غواړئ ستاسې شمېره په داسې مواردو کې وکارول شي.
اوس که وغواړئ لدې پيغامونو ځان خلاص کړئ، د دوی اول ځواب دا وي چې خو وړيا پيغامونه دي له ستاسې څه ځي، راځي دي حذفوئ يې، که بيا ورسره وواياست چې نه يې غواړم، نو عمومي ځواب دا دی چې هر پيغام ځانګړي سيسټم له لارې لېږدول کيږي، د ټولو لپاره يو کوډ نشته چې د ټولو مخه ونيسي، یا درته وايي چې له پيغامه مو ستاسې نومره ليرې کړه، بيا هغه پيغامونه نه، خو نور درته راځي، او يو مخابراتي شرکت خو تر دې وايي چې د يوې ټاکلې بيې په وړاندې موږ کولای شو يوه مياشت ستاسې نومره لدې پيغامونو ليرې کړو، خو مياشت وروسته به بيا درته همدا پيغامونه راځي.
وايي پخوا يو سړی وو هر ځل چې له يوه کلي تيريده، نو دې يو کور ته به راته دروازه به يې وهله او له ماشومانو به يې ښه په ډاډ چای او ډوډئ غوښتله، لومړي سر کې کوروالاوو ورکوله چې ځه خير مساپر دی، ستړی دی د ثواب کار دی، خو نوره ډېره شوه او د کور خاوند حوصله ورتنګه کړه، بله ورځ چې راغی د کور خاوند ترې پوښتنه وکړه، چې وروره ومې نه پيژندلی، ته چې هره ورځ لدې ځايه تيريږي دلته زړه د اخلاصه دمه کړی او امرونه هم چلوی، څوک يې، دی مساپر ورته وويل، ودی نه پيژندلم، هغه درې کاله وړاندې مې پر تاسې د قربانئ لپاره توره بزه خرڅه کړې وه، نو ځکه اوس چې هر کله تيريږم احوال مو اخلم.
زموږ مخابراتي شرکتونو پر موږ ټليفون نومره خرڅه کړې ده، نو ځکه مو په ورځ کې درې څلور ځلې احوال اخلي، خو پدې هر څه کې د مشتري ګټه څه ده، که بل ځل مو د مخابراتي شرکت مشتريانو څانګی ته مراجعه وکړه، نو کولای شئ د ويښتو ډاکټر، جلدي ډاکټر، ښوونکی، خوب تعبيروونکي، اشپز، ملا، يا آن د ژوند ملګری هم ترې وغواړئ.







Leave a reply to مخابراتو مزي لرونکي اړيکې پر ارزښت سترګی پټول | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه