د نامعلوم قبلولو ويره

ويره د يو څه له لاسه ورکولو احساس دی، ليونتوب احساس دی، د ټولنې پر نورمونو د نه برابریدو احساس دی، د بل په تله کې پوره نه راتلو احساس دی، بشر ته زړورتوب، سخا، او نور ورته ښه صفتونه دي، ويره بده ګڼل کيږي، ويريدونکی بده معنا لري، که هغه انسان وي يا احساس، خو ويره د انسان د ځان ساتلو میکانيزم دی، ويره تاسې ته د يو څه د ساتلو توان او جرات درکوي، ويره موږ ته دا ټيله، امکان او هڅونه راکوي چې د خپلو ارزښتمنو توکو ساتلو لپاره هڅه وکړو ورسره دا هڅه هم وکړو چې څرنګه خپل ارزښت ډېر کړو.fear-of-unknown

زموږ بحث تر ډېره پر هغه ويره ولاړ دی چې شخص يې په خپل مسلکي ژوند کې احساسوي، هغه ويره چې له ناليدلي حالته يې لرو، هغه ويره چې په اداره کې د خپلو چارو په اړه يې لرو.

بزنس فلیسوف پیټر کوئسټنبام وايي هر کله چې موږ يوې چارې ته لاس اچوو او خطر قبلوو نو عموماً له څلور ډوله ويرو تيريږو، د حماقت
ويره، د پريښودنې ويره، د سپکاوي ويره او د ليونتوب ويره. هر کله چې موږ دې ډول ويرو ته وګورو نو هر يو يې په خپل ذات کې نور داخلي او پراخه اړخونه لري. دا ويرې عموماً هغه څه وي چې موږ له آزادئ او برياليتوبه ساتي، او بهتره ده چې د ستونزې په توګه ليدلو پر ځای ورته د يوه فرصت په توګه وګورو، او داسې يوې ستونزې په توګه يې وپيژنو چې بايد حل شي.

راځئ چې دا هره ويره يو څه په تشريحي ډول وڅيړو:

د حماقت ويره: څومره به مو اوريدلي وي چې يو څوک بل ته وايي خر خو نه يې يا ته له دې ټولنې خبر نه يې دا کتابي خبرې دي، له واقعیت سره هیڅ اړخ نه نيسي همداسې نورې ډېرې ويناوی، هر کله چې موږ د حماقت ويره يادوو دا له ټولنې د ليرې والي ويره ده، دا ويره ده چې خلک به ما ته د کم عقل فکر وکړي، قدر به مې کم شي، زه نه غواړم په اقليت کې واوسم، داسې څه شته چې د ټولنی اکثريت يې ويني او زه يې نه وينم، که ټول په يوه لار روان وي زه څه بد کړم چې پدې بله روان يم.

دا ويره که ودريږم خلک به راپورې وخاندي.

د پريښودو ويره: ويريږم چې ملګري به مې پريږدي، بې نومه بې نښانه به پاتې شم، خير نن د فيسبوک په زمانه کې هر يو زر دوه زره مقتديان لري، هر يو پسې ليکل کيږي چې دا هېواد پر تاسې وياړي، زموږ فخر ياست، ولسمشر دې تا ته وزارت درکړي، خو دلته له انسان سره دا ويره وي چې بې نښانه او ناپيژندلی پاتې نه شي. داسې يو حالت چې وغږيږي خو څوک يې غږ وانه وري، وايې وري خو ځواب ورنه کړي، داسې چې دا فکر ورسره پيدا شي چې نظر زما وو خو نوم پرې د بل ښه شو، دا ويره چې زما وړانديزونو ته څوک غوږ نه نيسي، په غونډو کې له ما صرفنظر کيږي. زه درس ورکوم خو خلک زده کړې ته تيار نه دي، يا چې کله مې شروع کړه، نو کوټه ډکه وه، اوس نيمه خالي ده.

دا ويره که ودريږم، خلک به کوټه پريږدي.

د سپکاوي ويره: عامه محضر کې به راته سپکاوی وشي او تحقير به شم. د تباه کیدو ويره. زما هغه رازونه چې ټول عمر مې د هغې په پټولو کې هڅه کړې به رسوا شي، اداره به د ټولو په مخ کې ما د نمونې په توګه ياد کړي، او وايي به چې موږ داسې څوک نه غواړو. د ادارې واکداره به مې خام تير کړي، که چيرې پر توقعاتو يې پوره رانغلم. زما بودجه به له ما واخلي. کار به مې بې ارزښته شي. دا ويره چې د غونډې په پای کې راته رئيس وايي چې کار درسره لرم، یا له رخصتيو راستون شم او ادارې ساتونکي مې له لارې ستون کړي او زما شيان راوسپاري چې په مخه دې ښه. يا کله چې دفتر پرېږدم د اداری امنيتي کارکوونکي راته په سر ولاړ وي چې څه غلا نه کړم.

دا ويره که ودريږم څوک به مې وولي، سپک به شم، تحقير به شم.

د ليونتوب ويره: هغه احساس چې داسې څه وينئ چې نور يې نه ويني او ته يې وينی. خلک داسې عمل کړي چې هر څه سم دي خو په حقيقت کې نه وي، موږ له ځان سره دا نه منو چې زموږ ژوند عبث روان دی. که په قهر شو نور راته وايي چې مه په قهريږه، له نورو دې تمه ډېره وي وايي چې حوصله کوه. جلسو ته ولاړ شئ ښه پوهيږی چې هسې د وخت ضايع کول دي خو ټول وايي چې ډېره ښه جلسه وه. رئيس يا د اداری مشران پريزنټشن ورکوي چې له واقعيته ډېر ليرې وي، خو ټول ترې مننه کوي چې بهترين پريزنټشن وو او له فرصت څخه مننه. موږ له تشويش او شخړې سره عادت شو، نيمه شپه راپاڅيږو پرې فکر کړو. څنګه کولای شي چې د جلسې وخت بدل کړي او موږ هیڅ خبر نه يو. او په نتيجه کې ځان ډډې ته کوو او په اخيره کې هڅه هم له لاسه ورکوو، هيڅ کوښښ مو له لاسه نه کيږي.

دا ويره که ودريږم نو د ليوني په نامه به مې خلک له ځان سره يوسي.

دا ويرې ريښتونی دي، هیڅکله مو نه پريږدي، ممکن ځينې وخت يوه ډېره بله کمه وي، خو دا د ژوند نښه ده، يعنې ژوندي ياست، يعنې هڅه کوئ، په سم لور هڅه کوئ. دا زموږ کار دئ چې دا ويرې نورې هم وڅيړو، او پوه شو چې کولای شو د دې ويرو له لارو نورو سره ونښلو، همدا ويرې زموږ د راتلونکي برياليتوب او پرمختګ لپاره لاره برابروي.

پر دې ويرو سترګې پټول ځان تير ويستل دي، له ځانه ليري والی دی، دا چې له ډيرو به واوری زما خپله وظيفه نه خوښيږي خو د معاش يوې وسيلې په توګه يې کاروم، يا هر دوهم نفر بلې وظيفې پسې ګرځي، ادارې د کارکوونکو تر منځ ريښتوني بحثونو چې د دې ويرو مطرح کولو سبب وګرځي پر ځای هغوی ته ويبپاڼې او مصنوعي روزنې برابروي زموږ له ژونده پر ځان پوهيدل ورکيږي.

پر دې ويرو نه پوهيدل يا يې نه مطرح کول بې زحمته بریاليتوب غوښتل دي، انسان بايد ځان وپيژني، اداره بايد د دې انسان قدر وکړي، ويره د بشري احساساتو يو تر ټولو خامه، ريښتوني، خپله او داخلي برخه ده.

هر کله چې موږ وغواړو د خپل ژوند واک په لاس کې واخلو، موږ به دا ويرې احساس کړو، ځينې وخت به له سپکاوي سره مخ شو، خلک به مو پريږدي، ځينې وخت ابتکار پخپله له ليونتوبه تيريږي. که موږ دا خام احساسات ونه لرو نو څنګه به د خپل ژوند مالکيت واخلو، څرنګه به خپل ژوند ته خپل ووايو، څرنګه به ووايو چې دا کار زما دی، پداسې حال کې چې چيرې دا ويرې احساس نه کړو، نو ممکن هيڅ کار مو نه وی کړی، هسې مو هغه څه کړي وي چې راته آسانه او ځان راته پکې آرامه وي.

انسان له مرګه ويريږي، خطر قبلول مرګ رانږدې کوي، ناکامئ کوچني مرګونه دي، خو همدا کوچني مرګونه، ناکامئ، او ويرې دی چې انسان ته د برياليتوب او خوشحالئ هيله ورکوي، او هيله هغه څه ده چې انسان پرې ژوند کوي، او هر څه لپاره اساس برابروي.

له ويرې تير شئ، کوچني مرګونه وزغمئ، خو تل پوه شئ چې بې زحمته راحت نشته، او هغه څه ته چې رسيږئ ډېرو د همدې ويرو، ناکاميو، پريښودلو او ليونتوب ټاپو له ويرې حتې د پيلولو جرات هم نه دی کړی.


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

20 responses to “د نامعلوم قبلولو ويره”

  1. پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نيمګړې او ناکامې هڅې؛ د نامعلوم قبلولو ويره؛ په اداره کې څرنګه نوښت او خلاقيت رامنځ‌ ته کړو؛ آیا […]

    Like

  2. مدير که مشر | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] درپسې ودريږي، د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته کول، د نامعلوم قبلولو ويره، مشر بايد د ناکامۍ منلو زړه […]

    Like

  3. څه غلطيدای شي | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: له شخړی تر شراکت، د نامعلوم قبلولو ويره، اداری کلتور، ريسک و ستراتيژیهای مديريت […]

    Like

  4. مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، شخصي وده، د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  5. د باور او مفکورې جهل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  6. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  7. پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د باور او مفکورې جهل، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  8. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  9. د برياليتوب اوږد مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  10. د بې ارزښتو هڅې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  11. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  12. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  13. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  14. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  15. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  16. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله ، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  17. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  18. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: له انساني بيالوژي اخوا، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره […]

    Like

  19. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري، […]

    Like

  20. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري، […]

    Like

Leave a reply to څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading