پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده

وايي پخوا د بت پرستانو په يوه ښار کې يو بت جوړوونکی اوسیده، هغه به له خټو او تيږو بتان جوړول. دې شخص يو خر درلود، يوه ورځ دې بت جوړوونکي د يوې لويې مذهبي ورځې لپاره لوی بت جوړ کړ، او دا بت يې پر خره بار ښار ته خرڅلاو لپاره روان کړ. په لاره کې هر چا چې دا بت ليده نو د عقیدت لپاره ورته ټيټيده او احترام يې ورکاوه.

خر چې دا هر څه وليده نو له ځان سره يې فکر وکړ چې دا ټول زما احترام کوي، او ما ته سر ټيټوي، ورو ورو يې کبر پيدا کړ او کوږ وږ روان شو، خلکو چې به د خر دا نخرې وليدې نو مسکي به شو، د خره خاوند چې دا هر څه ليدل نو يوه لښته به يې وواهه خر به يو څه سم شو، خو يو څه مزل وروسته به بيا هم کوږ ووږ په کبر روان شو، د خره خاوند بت ته د تاوان رسیدو له ويرې خره ته ډېر څه نه ويل.

کله چې ښار ته ورسيدل، بت يې خرڅ کړ، او له ښاره يې نوره سودا واخيسته کور په لور راروان شو، په لاره کې خره وليدل چې هیڅوک ورته احترام نه کوي، هر يو په خپل کار اخته دی، خر وهنګيده خو بيا هم چا ورته پام نه شو، اخير په ټوپونو شو او ټوله سودا يې وغورځوله، د خره څښتن چې دا هر څه له سهاره ليدل، لښته يې راواخيسته او ښه يې وډباوه، خر سر ټيټ کړ او کور ته روان شو، خو تر اخيره پوه نه شو چې ولې اول خلکو ورته سر ټيټوه احترام يې کاوه او اوس يې هیڅ په غم کې نه دي او خر يې ګڼي.

په مخلوق کې اوله خودخواهي شيطان کړې وه کله چې د خپل خلقت د کبر له وجې آدم ته له سجدې انکاري شو، ځان ورته له خټې جوړ آدم بهتره ښکاره شوه، د بشريت په تاریخ کې د شيطان دا د خودخواهئ مزل همداسې راروان پاتې شو، ورپسې نمرود، فرعون، قارون، ابوجهل او نورو همدا د شيطان کبر له ځان سره درلود.

د نن بشر هم له دې مرضه پاک نه دی، د خپلې ژبې، قوم، سيمې، هېواد، مذهب، عقيدې، مال، ښايست او نورو پر استناد دا کبر او ځان لوړ ګڼل نن هم شته، نن هم د فرعونيت دعويداران ډېر دي، خو د نن د ګلوبلايزیشن په زمانه کې له شخصي کبره لوړ ملکي او اداري جوړښتونه دي چې د شخص تشخص خوري او دا کبر يې ملکونو، ژبو او تاريخونو ته سپارلی دی.

پتلون، دريشي جامی، کافي، چای، برګری، انګليسي ژبه، انګليسي فلمونه او نور د نن د نړيوال کلتور نښانونه دي، وړې ژبې او قومونه په لویو ژبو او قومونو کې ورکيږي، د نن په اداره کې ضرور نه ده چې تاسې چيرې ياست، انګليسي منل شوې ژبه، دريشي منل شوې جامه او کافي منل شوی څښاک دی، ورسره د کار لپاره نن فزيکي سرحدونو ارزښت له منځه تللی دی، اکثره ادارې بهرني کارکوونکي لري، چې دا بهرني ممکن د بل هېواد يا بل ښار اوسیدونکي وي.

هر څوک هر چيرې کار کوي، که د نړئ پرمختلليو هېوادونو تاريخچې ته وګورو نو هغه هېوادونو چې د مهاجرينو قبلولو نسبتاً آزاده کړنلاره لري هغوی پرمختګ کړی دی، امريکا نږدې ټول نفوس د مهاجرينو اولاده ده، اروپايي هېوادونه مهاجرينو آباد کړل، نن جاپان د مهارت او سپين ږيري ولس ستونزې سره مخ دی، چې يو له اساسي دلایلو يې د مهاجرو نه قبلول يا د هغوی په خپل سيسټم کې ښه ځای کولو نقص دی.

نن شخصي ژبه، ملیت او قوم ارزښت نه لري، نن اجتماعي پوهې او د هېواد د درناوي زمانه ده، اسرايل له نهه ميليونه نفوس سره د نړئ يو تر ټولو ډېر متنوع او مبتکر هېواد دی، سويډن همدومره نفوس سره د نړئ تر ټولو آرامه او پرمختلليو هېوادونو کې حسابيږي، د هند هغه مهاجرين چې امريکا ته ولاړل بيرته خپل هېواد ته راستانه او د هغوی د آی سي ټي سکتور يې پر پښو ودراوه او نن د نړئ تر ټولو پرمختللی سکتور بلل کيږي.

د نن اداره متنوع ده، دلته به تاسې سره ستاسې په اداره کې د بلې ژبې، بل مذهب، بل جنس، بل هېواد، بل کلتور، بل عمر، بل رنګ او داسې نور ډېر بدل خلک کار کوي، د کارکوونکي بريا په يوازې کار کې نه بلکې په شريک او ګروپي کار کې ده، کارکوونکی بايد پوه شي چې څرنګه له داسې يوه چا سره کار وکړي چې له ده بلکل مختلف سياسي او مذهبي نظر لري، همداسې له يوه داسې چا سره کار وکړي چې له اداري چوکاټ بهر ده سلام ته هم علیک نه وايي.

يو څه موده وړاندې نړيوال اقتصادي فورم د هند او چين تر منځ د پرتلې يوه ليکنه خپره کړې وه، هلته د هند د ګټې يو لوی فکتور د هغوی پر انګليسي پوهيدونکی کاري ځواک وو چې نږدې د هند هر باسواده پر انګليسي پوهيږي، او ورسره مذاهبو پر وړاندې پراخه نظر وو، په هند کې مذهبي تنوع او اختلاف نسبت نورو هېوادونو ته ډېر د منلو وړ دی، نور هېوادونه چې وغواړي له نړۍ سره ځان برابر کړي نړيوال کلتور او ژبې په خپل هېواد کې رواجوي، د نن په اقتصادي او پوهې زمانه کې هېوادونه بايد له يو بل سره سيالي وکړي، او دا سيالي په نړيواله سطحه د منلو وړ پوه او باسواده نفوس له برکته کيږي.

خو دا نړيوال کيدل بايد د خپل کلتور، ژبې او مذهب قربانئ پر معنا وانه خيستل شي، هر څوک حق او مسؤليت لري خپلو ارزښتونو لپاره کار وکړي، خو ژبه، کلتور، مذهب، تاريخ، او نور محلي او ملي لاسته راوړنې له نورو څخه د ځان بهتره او لوړ ګڼلو لپاره بايد ونه کاروي، هیڅ بشر له بل ښه نه دی يا لږ تر لږه انسان دا حق نه لري چې ځان له بل ښه وګڼي، د نن په زمانه کې دا سلوک دا څه تور مخی دی چې زه به يې خبره واورم نور د منلو نه دی.

د نن کارکوونکي برياليتوب دا دی چې څرنګه کولای شي له خپلې مورنئ ژبې، پلرني کلتور او مذهب اخوا نور قبول کړي، له هغوی سره کار وکړي، ادارې اهداف لاسته راوړي، هېواد پرمختګ باعث شي، او پر خپله پوهه او ځان رسونه دوامداره کار وکړي.


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

18 responses to “پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده”

  1. د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، مات منګی، ښه جوار، مشر بايد د ناکامۍ منلو زړه […]

    Like

  2. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: د پوهې مديريت، بهتره آمرين: شپږ خواص، د ګوګل څيړنه، د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده) […]

    Like

  3. انفرادي تعصب | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، مشري او جنسیت، په قضاوت کې عجله مه کوئ، تعليم او هوښيارتيا، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده […]

    Like

  4. مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، شخصي وده، د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه، د نامعلوم […]

    Like

  5. د باور او مفکورې جهل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  6. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  7. پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] جهل، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  8. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  9. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  10. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  11. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  12. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  13. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  14. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  15. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: مينه او ټکنالوژي،  اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، […]

    Like

  16. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  17. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري، […]

    Like

  18. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري، […]

    Like

Leave a reply to د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading