(On Common Ground) پر عمومي اساساتو

ژباړه: عبدالواحد سهاک

مه پريږدئ چې شخړی ستاسې پروژه له ناکامئ سره مخ کړي. پر هغه څه چې د پروژې غړو له وړاندې سره شريک کړي دي، پر اساس مخ ولاړ شئ!

کلتوری شخړی کولای شي په چټکۍ سره د پروژي د پلانونو او همکاریو مخه ونیسی. زه د داسې پیښو شاهده وم، کله چې ما د خپلې پی ایچ ډی لپاره د پاناما کانال د پراختیايي پلان مطالعه کوله. د پروژی د قراردادیانو، چې تیر کال وتړل شوه، تر منځ شخړی عامی وی. لکه پانامانیان، د متحده ایالاتو، اسپانویانو، ایټالویانو او بیلجیمی ټیمونو سره یوځای کار کاوه، د کلتوری توپیرونو له کبله مقاومت او ښکیلو اړخونو تر منځ تريخوالی رامنځ ته کیده.دبیلګی په توګه، بلجمیان ډير د رواجي او شخصي پوښتنو طرفداران نه وو، په داسی حال کی چی پانامایانواوایټالویانوعموماً اصل کاروباري خبری ته له راتګ وړاندې د مقابل لوری کورنئ حال احوال په اړه پوښتل.

په لومړی سر کی یوازی توپیرونه وو. خو ډیر پر شخړو او تريخوالي واوښت، او د پروژی برخوالو د کار ساحی لپاره د زور واده جګړی سیمه او نور ورته اصطلاحات کارول. د هسپانويانو يا شماليوالو اصطلاحات کاريدل، يا زموږ او هغوی فکر د پروژې په کاري ساحه کې د باور او خوندتيا نشتوالي سبب شو، چې له کبله يې د پروژې کاري ډلو تر منځ فاصله ډيره او د ويشلی کاري ډلی رامنځ ته شوی.  

غښتلی همکاري (Amplify Collaboration)

څرنګه کولای شئ د کلتوري اختلافاتو مخه ونیسئ، چې د يوې لويې زهري جګړی سبب نه شي؟ د پیل ټکی په توګه د پروژی په برخه والو کې د يووالي او شخصي ژمنتیا احساس رامنځ ته کولو کې مرسته ده. دا هڅه به د پوهی يوځایوالی، کاري ميتودونو عيارولو او د اداری نورو کلتورونو سره عياريدل وهڅوي. دا هغه څه دي چې د پرمفهومه همکارئ سبب ګرځي.

د کانال د پراختيا پروژی ونډه لرونکو له یو بل سره د پروژې لاسته راوړنو پر شریکولو ځان لپاره عمومي اساسات وموندل. دوی ټولو سترو ساختمانی پروژو لاسته راوړنو لپاره مینه او ویاړ درلود. د دی د منعکس کولو لپاره، د پروژی مشرانو د ټول سازمان لپاره دا منتر کار اجرا غواړي غوره کړ. د همکارۍ یو بل اندازه کيدونکي فکتور په توګه: د کانال پروګرام د کلتوري شخړو حل لپاره لنډمهاله کارکوونکي راوړل. دوی دبې طرفه ډیپلوماټانو په توګه عمل وکړ، او د پوهی او تجربو په لیږد کې يې مهم رول ولوباوه، او د پروژی د برخه والو ترمنځ یی اړیکې بهتره کړی.

په پایله کی، د ټیم غړی هڅیږی چی د يو بل کلتوري کړنو او پیچلی کاری چاپیریال سره ځانونه عيار کړي. د بیلګی په توګه، ځینی کارمندانو محلی ژبه زده کړه او یا خپلې عادي طریقی او کړنلاری اصلاح کړی. دوی څو کلتوري اړیکی رامنځ ته کړی چی د پروژی پرمخ وړلو کی يې مرسته وکړه.

دا د پروژې د مدير کار دی چې د پروژی په کاري ډله کې د همکارئ ودی لپاره کار وکړي. شخړی به او راپیدا کيږي کله چې له وړاندې ستونزمن کار ځای کې بیلابیل کلتورونه او ژبی رايوځای شي. خو په کلتوري ورته والي تمرکز د شخړو مخه نيولای شي. کله چې پرمختګ اندازه کيدونکی وي، نو د مثبت غبرګون رامنځ ته کیدو امکان ډيريږي.

(د PMNetwork د اګست ۲۰۱۷ له ګڼی څخه ژباړلی او لنډ شوی دی)

(ورته ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب، مخ په وړاندې)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading