د اداری د ريسک مديريت چاری سمول پخپله يوه پروژه کیدای شي، لدې لارو چارو يې مديريت کړئ.

د پريکون او خنډ په دې زمانه کې، اداری بايد هڅه وکړي چې د امکان تر حده ناڅاپي پيښې راکمی کړي، مګر د پروژی د مدیریت انسټیټوټ د ۲۰۱۷ میلادی کال کی د Pulse of Profession د راپور پر اساس، یوازی ۶۰ فيصده سازمانونه تل د ريسک مدیریت چاری پياده کوی.

د یوی اداری د ريسک مديريت تګلاری ته وده ورکول ښايي وخت نيوونکی او پیچلی پروژه وي. لانديني اوه ګامونه به له تاسو سره مرسته وکړي چی خپله طرحه جوړه او بريالي پياده کول يې باوري کړي.

۱. پوهه کاري ډله جوړه کړئ.

د پروژي مدیران سربیره چی د سازمان د ريسک مدیریت په چارو کی پراخی تجربو درلرونکی وی، دا ډله باید د پروژو له ټولو مهمو برخو څخه خلک ولري. ټیم باید یو چارټر/کاري چوکاټ رامنځته کړي چې د هر غړي دندو او مسوولیتونو په اړه موافقه پکې وي، د دې په شمول چې څرنګه به پریکړه کوونکي دخليږي.

۲. پړاويزه/ مرحله واره کړنلاره خپله کړئ

د سازمان اندازی او پيچلتيا او همداسې د ډلی غړو د نورو دندو په رڼا کې، د ريسک مديريت نوی پروسی ممکن پياده کيدو لپاره دوه کاله موده واخلي. که چیری د اوږدی پروژی په تمه یاست، دا پر پړاوونو وويشئ. دا لوړ پوړي مدیریت ته واک ورکوي چې په ټاکلي وخت کې کار تصویب يا اصلاح کړي او د پروژې پای ته معطله نه شي. دا پړاوونه ممکن داسې وويشل شي: د وضعیت تحلیل، د نوی تګلاری منطقي او تفصيلي طرحه، امتحاني پياده کول، د پروسیجرونو کار او وسایط بشپړول، او د پياده کولو لپاره د زيرمو موندل او فعالول شامل دي.

۳. د اوسني حالت تحلیل

ستاسو د ټیم د اوسني حالت تحلیل باید بشپړ او ريښتونی وي. د خپلې اداری پروسی، کړنلاری او وسيلې وارزوئ، تر څو پوه شئ چې چيرې نيمګړتياوی شته او له بهترینو وروسته پاتيږي. خو د ريسک مديريت اوسنيو کړنلارو بريالي اړخونه هم له ځان سره ياد کړئ. د ريسک مدیریت تخنیکی اړخونو له مطالعې سره، د خپل سازمان ريسک په وړاندې سلوکونه او کړه وړه هم وڅارئ. که چيرې ستاسې لخوا نوې ټاکل شوی تګلاره د ادارې له کلتور سره سمه نه وي، نو پروژه به مو هیڅکله بریالئ نه شي.

۴. خپله تګلاره عياره کړئ

د اړتياوو/اوسني حالت تحليل پر اساس، وګورئ چې د خپلې ادارې تر ټولو لوی او پیچلی پروژی لپاره به د ريسک مديريت څرنګه ښکاري يا باید تعریف شي. له دی ځایه، اړتیاوی کوچنيو پروژو لپاره راکمی او عياری کړئ. اختیاري پروسې له لازمو/اجباري پروسو بيلې کړئ تر څو نوی تګلاره ډیره ستړی کوونکي نه وي. د بیلګی په توګه، د ريسک مديريت او ارزولو پیچلی کمیتي ارزونی کولای شئ مهمو پروژو لپاره محدودی او پر هغوی يې عملي کړئ.

۵. امتحان يې کړئ

مناسبی امتحاني پروژي غوره کړئ چیرې چې دا نوی کړنلاری امتحانيدلای شي. بهتره ده چی د ريسک مديريت نیمګړی تګلاره په پيل کې وازمويل شي، تر څو د ستونزو سمون لپاره مناسب وخت وي. لومړني ازميښتي پيل د بهرنيو متخصصينو او سلاکارانو شاملولو لپاره هم يو بهتره فرصت وي. د هغوی نظر کولای شي له تاسې سره د ريسک مديريت تګلاری په بهترولو کې مرسته وکړي. همداسې دا امتحاني پيل کولای شي په اداره کې نور د ادارې د ريسک مديريت له نوې تګلاری خبر کړي.

۶. د روزنی پروګرام رامنځ ته کول

ستاسو کار احتمال لری چی په اداره کې د ريسک مديريت د پوهې کموالی په ګوته کړي. کارکوونکی هم بايد پر نویو پروسو وروزل شي. وګوری چی څوک څه ډول روزنو ته اړتيا لري، او ورته عملي روزنې طراحي کړئ. زه فکر کوم بهتره به وي چې مواد پر کوچنيو برخو وويشل شي، چې عملي او د طراحيو د لوبو له لارې عملي وي. زه د بل صنعت څخه يوه کوچنۍ پروژه د نمونی په شکل کاروم تر څو کارکوونکي د ريسک مديريت له اوسني فکر او چلند څخه راووځي. برخه اخیستونکی په کوچنيو کاري ګروپونو کی تنظیميږي. څرنګه چې د ريسک پروسو روزنه پر مخ ځي، کاري ډلی باید د دوی د ريسک پیژندنی، د ريسک کميتي ارزونی، او د ريسک غبرګون پلانولو پايلې ثبت کړي تر څو یی بیا وروسته وکتلای شي. په پای کی خپل سیمینارونه د بیلابیلو تدريسي فارمټونو سره لکه د پوښتنو یا ویډیو له لارې غني کړئ.

۷. آسانه تطبيق يقيني کړئ

يوازې هغه وخت د تطبیق نوی تګلاره خپره کړئ، کله چې د امتحاني پروژو له لارې هغه ازمويلی او تصديق شوی وي.  د ريسک نوې تګلارې لومړئ پروژه بايد د ريسک ورکشاپونه ولري، چې ممکن ستاسې د ريسک ارزولو ډلې لخوا تسهیل او رهبري شي. د پروژی ټیم وهڅوئ چی دې ته د پروژی د بشپړیدو لپاره د یو لوی خنډ په توګه ونه ګوري، بلکه د زده کړې يو فرصت په توګه يې فکر کړي چې تسهيلوونکي د پروژې د ريسک باره کې څه راسپړي. څرنګه چې تطبيق وړاندی ځي، نظريات او غبرګون به د رزونې محتوا او هم د تګلارو اصلاح لپاره ارزښتناکه فرصت برابر کړي.

د انفرادی پروژو د بشپړیدو په منډه کې، د ادارې په سطحه د ريسک مديريت پر پروسو سترګی پټيږي. خو د دې پروسو جامع ارزونه او فعالول ستاسې د ادارې ټولو اوسنيو او راتلونکو پروژو ته ګټه رسولای شي.

(د PMNetwork د اګسټ ۲۰۱۷ له ګڼی څخه ژباړل شوی دی)

(ورته ليکنی: له شخړی تر شراکت، د نامعلوم قبلولو ويره، اداری کلتور، ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن)

2 responses to “څه غلطيدای شي”

  1. […] ليکنی: څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر […]

    Like

  2. […] ليکنی: خیریه ريسکونه (Charitable Risks)، څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ