له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ

مشري له خلکو سره کار کول وي او خلک ستاسې صداقت، انسانیت او عموماً اخلاقي او سلوکي اړخونو ته ګوري، نو ځکه کله چې موږ له مشرۍ غږيږو نو داسې ګڼو چې تاسې له خلکو سره د کار کولو مهارت لرئ او خلک ستاسې خبرې ته ارزښت ورکوي، نو که څوک نه وي نو مشري پر چا کړی يا که چيرې خلک له تاسې ګوزاره نه کړي نو مشري چيرې کوئ.

له مشرۍ سره دوهم بحث د روښانه، څرګنده او پريکنده مفاهمې توان دی، عموماً هغوی چې له خلکو سره کار وکړای شي او د مفاهمې بهتره توانونه ولري کولای شي د مشرۍ دنده ښه پر مخ بوځي، خو لدې سره بايد د خلکو اعتبار حاصل کړي، اعتبار د خبرو او عمل تر منځ د تضاد نشتوالي له کبله رامنځ ته کيږي، يعنې څه چې وايي هغه وکړي. په دوامداره توګه خلکو ته دا باور ورکول دي چې تاسې خپلې خبرې ته پخپله ارزښت ورکوئ او درواغ مو کم دي، نو ځکه نور هم ستاسې خبرو ته ارزښت ورکوي او په درنه ورته ګوري.

که يو څوک له خلکو سره هم ښه وي، او مفاهمه يې هم ښه وي، خو سلوکي ستونزې ولري، نو مشري يې دوام نه کوي او هر کله چې خلکو وپيژند نو پريږدي يې، يعنې په پيل کې ښايي خلک پرې راغونډ شي خو کله چې يې اصل څيره څرګنده شوه، ورسره لاره بيلوي. هیڅوک نه غواړي د بد او رسوا شخص په صحبت کې پاتې شي. نو له خلکو سره کارکولو او ښې مفاهمې پسې د شخص ريښتينوالی او اخلاق راځي.

people sitting on chair in front of table while holding pens during daytime

مديريت تر ډيره پر ګټورتيا او اغېزمنتيا راڅرخي، يعنې د ګټورو چارو له لوړې اغېزې سره اجرا کول وي، يو څوک به ښه مدير وي خو که له خلکو سره کار ونشي کړای نو همداسې مدير پاتې کیږي.

له مدير څخه مشرۍ ته تګ عموماً پر دوو اساسي بناوو ولاړ وي، لومړی خلکو ته دندو سپارل چې په هغې د غلطيو منل او څرګنده لارښونې ورکول، اړونده زيرمو سپارل او د هغوی برياليتوب ملاتړول شامل وي، او دوهم پر ځان دوامداره هڅه ده چې خپل کار په ښه توګه اجرا کړل شي، يعنې خلکو ته د چارو سپارل دي او خپلو سلوکونو څارل دي تر څو خلک دا احساس ونه کړي چې خپل کار پر ما کوي او پخپله هیڅ نه کوي.

خلکو ته د دندو او چارو سپارل ځکه مهم دي چې وخت محدود دی کله چې شخص مشرۍ موقف ته ورسيږي نو وخت هماغه پاتې کيږي خو مسؤليتونه ډيريږي نو ځکه بايد بايد پوه شي چې له نورو څرنګه کار واخلي يا پر نورو څرنګه باور وکړي او څرنګه سم خلک اړونده دندو ته وګماري. ورسره پر ځان کار لدې کبله هم مهميږي چې دا شخص بايد پوه شي چې خپله چاره څرنګه سر ته ورسوي، د مشرۍ د ناکامۍ يو تر ټولو عام لامل په خپلو چارو کې ناکامي ده.

يعنې مشر هڅه کوي چې د خپلو لاس لاندو خلکو چارې اجرا کړي يا د هغوی په کارونو کې له اړتيا ډيره مداخله وکړي، چې له کبله يې وخت پر پرديو چارو مصرفيږي او خپل کار ترې پاتې وي، ورسره عموماً انسانان له ځان څخه لوړ شخص ته څرګند څه نه وايي چې له کبله يې اکثراً مشرانو ته داسې خبرې نه رسيږي چې د هغې پر مزاج ښه نه راځي، نو ځکه آن که مشر پر خپلو چارو کې ناکام هم وي ډير امکان لري چې څوک به يې ورته نه وايي، ځکه مشر لپاره مهمه ده چې ځان وپيژني او پوه شي چې څرنګه خپلې چارې پر مخ يوسي.

يا له مدير څخه مشرۍ ته تګ نورو ته د آسانو چارو سپارل چې د بل د برياليتوب امکان پکې ډير وي او ځان ستونزمنو حالاتو او ستونزمنو چارو ته تيارول او ورسره مخامخ کيدل هم دي. انسان عموماً د ابهام او ناکامۍ منلو ته زړه نه ښه کوي، او اکثراً غواړي له هغه څه سره راحت واوسي چې ورته آسانه وي، خو که څوک غواړي وده وکړي او اغېزه ولري بايد له ابهام سره ګوزاره او ناکامۍ سره راحت شي.

ابهام عموماً د معلوماتو نشتوالي، د مهارتونو کمبود يا يو چارې ناڅاپوالي له کبله راپيدا کيږي، هر څوک بايد پوه شي چې دا د نن ژوند يو نه بيلیدونکی برخه ده، د نن په مشرۍ کې له ابهام سره معامله يوه مهمه موضوع ده او هر مشر بايد پوه شي چې ابهام يې پر چارو څخه اغېزه لرلای شي او څرنګه يې د منفي اغېزو تاثیر کم کړي.

several needle pins on cork board

دلته د ناکامۍ له منلو زموږ هدف پر دې پوهيدل دي چې يوه چاره کولای شي له يوه ډير حلونه ولري او ضرور نه ده هغه څه چې ما ته مناسب حل ښکاري به يوازينی بهتره حل وي، ورسره که چيرې يو څه کار ونه کړي نو بايد د نورو مشورو په رڼا کې بل ډول حل ولټول شي. د افغانانو په شمول په اکثره ټولنو کې ناکامي بد ګڼلی شي او اکثره وختونه ناکامي د يو څه د پریښودلو پر معنا وي، ښايی ځينې ناکامئ د انسان پر ژوند ډيرې ناوړه او تلپاتې اغېزې ولري خو اکثره ناکامۍ يوازې د يوې چارې د يو حل کار نه کول وي او دا چاره ښايي بل ډول او ښه حلونه ولري.

په مديريتي حالت کې د منابعو پر ښه اداره او د هغې پر بهتره استعمال بحث کيږي، مشر چې له مدير بدليږي اساسي کمال يې خلکو ته د انسان په سترګه کتل وي، يعنې ادارې عموماً له خلکو سره د غير بشري سرچينو په توګه عمل کوي، اکثره ادارې مديرانو ته له زيرمو څخه د ښه استعمال درس ورکوي، چې لدې سره خلکو ته دا هم ښيي چې خلک د يوې سرچينې يا زيرمې مثال لري چې پر ډيرو پيسو ښې زيرمې حاصلولای شئ يعنې د انسان ښه والی د پيسو پر ډيروالي تلل کيږي، داسې ښيي چې کارکوونکی بديل لري او د ډير معاش کارکوونکی د ټيټ‌ معاش له هغې ښه دی، يا چې پيسې ورکړئ هر څوک ستاسې لپاره هر کار کوي.

د دې بحث هدف يو له بل څخه ښه ښودل نه دي، خو نن سبا مشري بازاري شوې ده، هر څوک وايي چې زه ښه مشر يم او مديريت زما له شانه ټيټ کار دی، خو دواړه نه بيليدونکي کمالات دي، ضرور نه ده چې يو څوک دی د مديريت له ښه توانونو پرته ښه مشر شي، او که چيرې دا توانونه نه لري نو حتماً ورسره يو څوک شته چې د مديریت دا ضعف يې ورته جبران کړی دی، همداسې ښه مديريت د مشرۍ له مهارتونو پرته له خلکو سره په توګه کار نشي کولای او په سم لور يې رهنمايي کولای نه شي.

مديريت او مشري دواړه زده کيدونکي مهارتونه دي، او پر توپير يې پوهيدل له دې اړخه هم مهم دي چې شخص بايد پوه شي نقص يې چيرې دی او څرنګه کولای شي بهتره يې کړي، که چيري مديريتي ستونزې لري نو بايد پوه شي چې له کومې لارې يې جبران کړي، او که چيرې د مشرۍ نيمګړتياوې لري نو بايد پوه شي چې له کومه يې پوره کړي.

ورته ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

10 responses to “له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ”

  1. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه […]

    Like

  2. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو […]

    Like

  3. راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کارکوونکي وپيژنئ؟، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد […]

    Like

  4. په اداره کې د کار ښه نتيجه د خلکو نه بلکې د سيسټمونو له کبله وي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه […]

    Like

  5. خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه […]

    Like

  6. نور ناپوهه ګڼل – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کارکوونکي وپيژنئ؟، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد […]

    Like

  7. ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه […]

    Like

  8. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه، مشري او سختيو ګالل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ […]

    Like

  9. د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ […]

    Like

  10. د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه […]

    Like

Leave a reply to د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading