هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه

پر اداره د مشر د شخصيت اغيزه له ډير پخوا راهيسې ثابته ده. خو د ځينو شخصيتونو نيمګړتياوې پر اداره له ضرورت ډيره منفي اغيزه لري. هر څوک بايد پر خپلو نيمګړتياوو خبر وي، او ورسره شاوخوا خلک هم بايد خپل نږدې دوستان د هغوی له نيمګړتياوو خبر کړي، يا ورسره کار وکړي تر څو ځان بهتره کړي.

خو، د مشرۍ په موقف کې ښايي بشر خپلو نيمګړتياوو ته متوجه نه وي، او ورسره شاوخوا خلک يې يا د ويرې يا لاسته راوړنو ته د خوشحاليو يا خپلو ګټو پاللو لپاره ښايي مشر ته د هغې د پريکړو نيمګړتياوې په ګوته نه کړي، يا ورته ونه وايي چې پريکړو ته رسيدو کړنلاره او پروسه کې ستونزې شته.

هغه مشران چې له واقعيتونو ليرې وي، د دې پر ځای چې پراخه فکر يا مشورې وکړي، له وړاندې ټاکل شوو عادتونو يا د خپلې مشرۍ پر طريقو پريکړې کړي. که دا ډول مشر ته هر ډول خپلواکي ورکړای شي، ممکن ناوړه پريکړې يې د ډيرو پر ژوند ناوړه اغيزې ولري.

هیڅوک پوره نه دي، هر څوک بايد پوه شي چې څرنګه ښې لارې ته ځان برابر کړي، په ځانګړي ډول کله چې د مشرۍ په چوکۍ کيني نو بيا مجبور دی چې سمې يا داسې پريکړې وکړي چې ناوړه اغيزې يې تر ټولو کمې وي، او داسې پريکړو ته رسيدو لپاره بايد ځان پوه کړي او ورسره له هر اړونده اړخ سره مشوره وکړي.

د مشر يو تر ټولو اساسي دنده د خپلې پريکړې اوږدمهاله اغيزې ارزول دي، چې عموماً د ستراتيژيو له اړخه ورته کتل کيږي، ادارې ستراتيژيو جوړولو ته ځانګړی پاملرنه کوي خو د ستراتيژيو عملي کولو او مشرانو پريکړو اغيزو ته اړونده پاملرنه نه کوي، ستراتيژئ اوږدمهاله وي او داسې هم ډير کيږي چې ستراتيژي يو څوک جوړې او عملي کول يې د نورو پر غاړه وي.

مشرۍ ته عموماً هغوی رسيږي چې له نورو ځان وړاندې ګڼي، يا د وخت له تيريدو سره يې دا احساس پيدا کړی وي چې زه دلته د خپلو هڅو او پوهې له برکته رارسيدلی يم، چې کله کله د مشر دا او ورته فکر د مشرئ د ناکامۍ سبب ګرځي، مشري سره لدې چې امتياز دی يو مسؤليت هم دی، اکثره وختونه ډير تمرکز پر امتياز کيږي او د مسؤليت پر اړخ سترګی پټيږي.

دلته موږ د مشرانو له هغه سلوکونو او عادتونو يادونه کوو چې د مشرۍ پر اغيزمنتيا ناوړه اغيزه کړي.

پر ځان ړوند باوري مشر

پر ځان ړوند باوري مشر داسې لوړې او غټې ژمنې کړي چې پوره کولای يې نه شي. دا ډول ژمنې بيا هغوی لپاره چې د دې ژمنو عملي کولو مسؤليت ور په غاړه وي، هغوی ته بې ځايه انديښنې رامنځ زيږوي. ورسره دا ډول مشران په خپله يوه نړۍ کې اوسيږي چې د خپلو پريکړو اوږدمهاله اغيزو او د نورو لخوا د دوی پریکړو ننګولو څخه ناخبره وي. او عموماً کله چې دوی د خپلو پريکړو پر ناوړه اغيزو خبريږي نو بيا اوبه له ورخه تيرې وي.

که چيرې د مشر په توګه فکر کوئ چې د بې ځايه ړوند باور په لور روان ياست، نو د اغېزې کمولو لپاره يې له دې لارو چارو کار واخلئ:

++ مباحثه او اختلافي نظر رامنځ ته کړئ: د بحث په پيل کې اختلافي نظر وهڅوئ او ټولو ته وواياست چې مخالف نظر ښه دی. که يو ګام نور هم وړاندې ځئ نو اختلافي نظرونو لپاره د بيلابیلې مشخصو برخوالو څخه ډلې جوړې کړئ، چې د يو بل د نظر په وړاندې بحث وکړي، او دواړه اختلافي نظرونه منطقي پای ته ورسوي.

++ زړور خلک راټول کړئ چې ستاسې نظر وننګوي: هڅه وکړئ له «بلې صيب» خلکو څخه ځان وساتئ. داسې خلک ولټوئ چې په خپل مسلک کې ماهر وي او پر خپلو توانونو باور ولري او د خپلې پوهې پر اعتبار ستاسې د نظر د ننګولو جرات وکړي. ورسره ورته وواياست چې نظرونه به يې اوريدلی او په پام کې نيولی شي.

د «بلې صيب» خلک پخپله ځان مشر ته رسوي، که مشر دې اړخ ته ځيرکه ونه اوسي، نو له وخت تيريدو سره يوازې همدې خلکو ته پاتې وي.

++ ځان له بهرني چاپيرياله خبر وساتئ: ځان پوه کړئ چې دنيا په کومه روانه ده، اکثره وختونه خلک په خپل ځان يا اداره کې دومره غرق وي چې نه پوهيږي بهر څه کيږي، څه بدلونونه او کومې نوې ټکنالوژئ نړۍ ته وړاندې کيږي. ورسره که چيرې فکر کوئ چې کاري ډله مو تاسې له واقعيتونو نه خبروي، نو د دنيا له حاله ځان خبرول تاسې سره مرسته کولای شي چې له واقعيتونو خبر شئ.

++ له (ادارې) بيرون خلکو سره وغږيږئ: له ادارې بيرون ماهره او تجربه لرونکو خلکو سره په اړيکه کې واوسئ، يا مشاورين ولرئ چې ستاسې له ادارې بيرون وي او کولای شي ښه نظر درکړي. ضرور نه ده چې دا خلک دې تل حاضر وي، کولای شئ د ټليفون يا کله ناکله غونډو له لارو يې نظرونه واخلئ.

silhouette of people standing on highland during golden hours

بې حوصلې مشر

ماشومان به مو ليدلي وي چې هر پړقيدونکي/ ځليدونکي څه پسې منډې وهي. په مشرۍ کې دا مشران هر نوي فکر، موډ يا نوي توکي پسې ځغلي. دوی تل په دې لټه کې وي چې خلک ووايي «په لومړي ځل…» دا کار شوی دی. په نتيجه کې «هندو ستړی خدای ناراضه»، ځان ستړی کړي، ادارې وسايل ضايع او مشتريانو ته غوړې غوړې ژمنې ورکړي چې د پوره کولو توان يې نه لري.

دوی سترې او احساساتي ويناوې کړي چې خلک هڅوي او دا احساس ورکوي چې تاريخ بدلوونکی چارې تر لاس لاندې دي، خو وروسته خلک پر دې عادت پوهيږي، هغو وايي چې هره اونۍ نوې ژمنه او نوې تاريخي چاره وي. په بدل کې بيا خلک د هغوی ژمنو په وړاندې صبر کوي، پوهيږي چې اونۍ وروسته به بلې تاريخي چارې پسې ټول ځغلي.

که چيرې ځان درته بې حوصله مشر ښکاري، او فکر کوئ چې هر ځليدونکي توکي پسې خغلئ، ښايي دا لارې چارې په پام کې ونيسئ:

++ په کليدي او ستراتيژيکو پريکړو کې وخت او معلومات په پام کې ونيسئ: په خپله پروسه کې ځنډوونکي يا دروازې کيږدئ، داسې شيان او موارد چې تاسې ځنډ ته وهڅوي. په ځانګړي ډول، نور پريږدئ چې بحث ته ستاسې له نظر سره مخالف واقعيتونه او معلومات راوړي، او تاسې پر دې معلوماتو بحث ته کافي وخت او امکان برابر کړئ. دا کار به تاسې سره مرسته وکړي تر څو د خپلو نظرونو له عملي کولو وړاندې هغه وازمويي او وارزوئ.

++ په کليدي او ستراتيژيکو پروسو کې نظم رامنځ ته او نور پريږدئ چې هغه وچلوي: هڅه وکړئ چې نظر ورکول د هغې له عملي کولو بيل کړئ، تاسې ښايي د مشر په توګه په نظر ورکولو او پريکړو کې به ښه وئ، پريږدئ چې نور ستاسې نظر عملي کړي، لکه تاسې موټروان ته د موټر چلولو کلي ورکوئ، بيا واک هم ورکړئ چې هر څنګه يې غواړي دا موټر وچلوي.

++ له ځانه منظم مشران راټول کړئ، چې ښه نظر درکولی او پراخولی شي، او ورته د خپلو مفکورو امتحانولو امکانات هم ورکړئ، دا کار به تاسې سره مرسته وکړي چې ستاسې يا د ادارې د نورو ښاغلو مفکورې په پرانيستي توګه امتحان او اصلاح شي.

++ د ريسک عوامل او زيرمو اړتياوې په پام کې ونيسئ: د خپلو مفکورو ريسکونو ته متوجه اوسئ، ريسک د ابهام اغيزه ده. د خپلې مفکورې عملي کولو لپاره وسايل او زيرمې ولټوئ، او د هغوی په عيارولو کې وخت مصرف کړئ. د ريسک ارزولو لپاره عموماً د بدبينانه، خوشبينانه او پر تجربې ولاړ نظر تر منځ اوسط او تعامل په پام کې نيول کيږي.

++ د خپل نه زغم لامل منځ ته ولاړ شئ: عموماً داسې نه وي چې بې حوصلې مشر دې هر څه ته زغم ونه لري، کله کله هر څه ته ډير صبر کړي خو ځينو مواردو ته بې حوصلې وي. د مشر په توګه ځان پوه کړئ چې ولې ځانګړی چارې ته بې حوصلې ياست، کله کله دا بحث چې په هېواد کې لومړي ځل يا په تاريخ کې لومړي ځل چاره د پخوانيو تجربو پر اساس وي، او عموماً پخوانيو تجربو کې دې ښه احساس ورکړی وي، نو ځکه هر ځل همدې احساس پسې ګرځي.

مشري تر ډيره پر ځان واک لرل او نورو سره کار کول دي، ښه مشر ځان او نور او ټولنه پيژني.

(په راتلونکي برخه کې موږ پر دوو نيمګړتياوو غږيږو)

ورته ليکنی: ۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه، مشري او سختيو ګالل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

32 responses to “هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه”

  1. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] موږ په مشرۍ کې د شخصي نیمګړتياوو بحث ته دوام ورکوو، په لومړئ برخه کې د مشر پر دوو (پر ځان له حده ډير باوري او بې حوصلې […]

    Like

  2. د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  3. د مسلک بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  4. دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  5. مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  6. د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  7. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  8. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  9. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  10. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی:د ناکامۍ ارزښت، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  11. تخصصي او عمومي پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  12. مشري: پريکړې او پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  13. د رښتياوو زغملو کچه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  14. د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  15. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  16. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  17. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  18. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د مشرۍ درس – ناکاميو منل، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  19. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  20. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د کار سړی،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  21. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  22. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: واک او اغيزه،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  23. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  24. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د مفاهمې پنځه وژونکې خطاوی، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  25. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د فکر تپل، د بې وسئ زده کړه، د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  26. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  27. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د ذکاوت ضياع، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار، مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  28. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: د معلوماتو واکداري،  د کار سړی،  مشري او د کار ويش، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک دی، شکوڼ او ګيدړ،  دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  29. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  30. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  31. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

  32. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: ټکنالوژي او بشري سلوک، د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه […]

    Like

Leave a reply to د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading