د برياليتوب اوږد مزل

د ژوند بريالي خلک اوږده منډه وهي، ځان يې د اوږد مزل لپاره تيار کړی وي، دوی پوهيږي چې په اخيره کې له ژونده څه غواړي، که څوک پوه نه شي چې څه غواړي نو که هلته وه هم رسيږي بيا به هم نارامه وي. دې اوږد مزل فکر او خپلو اهدافو ته رسيدو لپاره په کتابي ژبه کې د ستراتيژيو اصطلاح کاريږي، د ستراتيژيو تر ټولو آسانه او ښه تعريف په شتو وسايلو د خپلې خوښې آيندې رامنځ ته کول دي.

يعنې لومړی تاسې دا ټاکۍ څه غواړم او چيرې ولاړ شم، بيا ګورئ چې هلته مزل لپاره څه په واک کې لرم، او دريېم څرنګه پوهيږم چې هلته ورسيدم، يعنې خپل برياليتوب تعريفوئ، او هغې لور ته هره ورځ مزل کوئ.

ستراتيژئ دې ضرور نه ده چې يوازې ادارو يا دولتونو پورې محدودې وي، هر شخص بايد خپل ژوند لپاره هم يوه کړنلاره ولري، زموږ د اکثرو ژوند له پوهنتونه فارغيدو او ځان ته يوه روزګار له پيدا کولو سره ختميږي، بیا هماغه سهار اوتو کړی کار ته راځي او ماښام کور ته روان وي، هغوی چې له بيکارۍ ځوريږي هم همدا غواړي چې سهار يو چیرې ولاړ شي او ماښام کور ته روان وي.

په تاريخي لحاظ د ستراتيژيو جوړول نظامي اړخ لري، او تر ډيره د جګړې مشرانو ترې کار اخيسته، خو وروسته يې ساحه پراخه شوه او هر چا وغوښتل چې له نظاميانو يې زده کړي. جګړه له خپلو نيمګړتياوو او تاوانونو سره يوه ګټه لري چې بريا او نتيجه پکې ډيره څرګنده وي، او همدا وجه ده چې نظاميانو به ويل چې پر هره معنا وي موږ بايد خپلې نتيجې ته ورسيږو، چې هغه د دښمن په نظامي توګه ماتول وو.

people jumping on shore front of golden hour

خو، په ملکي ژوند کې د ټوپک ډز په څير هر څه څرګنده نه وي، اکثره وختونه هغوی چې يو برياليتوب ته ورسيږي، د بلې چارې پيلول ورته بيا ستونزمنيږي، يا داسې فکر وکړئ په برياليتوب کې يا د برياليتوب په موقف کې د تګ يوازينۍ لار مخ په وړاندې نور برياليتوب په لور تګ دی، که چيرې دا خلک پر خپل ځای هم پاتې شي ځان ورته وروسته ښکاري او که مخ په ټيټه راشي خو نو بيا يې هم ټول ناکامه بولي.

د نن ژوند له ډيرو اخلالوونکو سره مخ دی، پر يوه کليک د نړۍ هر ګوډ خبرونه او احوال خلکو ته رارسيږي، چې په داسې حال کې اوږدمهال لپاره فکر کول ستونزمنيږي، د ټکنالوژيو اغيزې له کبله سمدستي نتيجه غواړو، که پيغام استوو، زنګ وهو، فيسبوک ته کيږو، هر څه چې وي بايد سمدستي وشي.

که د اوږدمهال لپاره درته فکر سخت وي، نو دې ته فکر وکړئ چې اوس چيرې ياست او له کومو کنډو کپرو راتير شوي ياست، د ښوونځي لومړئ ورځ، د کوڅې لومړۍ جنګ، د ښوونکي لومړی ډب، لومړی کتاب، لومړۍ ليکنه او داسې نور ډير څه مو ښايي هیڅ ياد هم نه وي، خو ترې تير شوي ياست، که اولاد لرئ، د هغوی ژوند ته وګورئ همدا ګامونه تاسې هم تير کړي دي.

سبا به بيا د ننژوند ته وروسته ګورئ، اکثره خلک غواړي يو ځای ته ورسيږي، که پيسه وي، شهرت، مقام يا بل څه، خو پر څرنګه يې فکر نه کړي.

برياليتوب يا اهدافو ته رسيدل څرګنده تعريف او اندازه کيدونکي واحدونه غواړي، څرګنده تعريف په دې معنا کې زما برياليتوب به څه ډول وي، کله چې زه ورورسيدم څه بايد ولرم، که پيسه غواړئ اندازه يې بايد معلومه وي او ورسره بايد پر دې هم پوه شئ چې ولې يې غواړئ.

ورسره دوهم بحث د اندازه کيدونکو واحد دی، لکه څرنګه چې ژوند ورځ په ورځ تيريږي، ماشوم له وخت تيريدو سره ستريږي، اهدافو ته رسيدل هم هره ورځ کار غواړي، هره ورځ، اونۍ، مياشت بايد تاسې پوه شئ چې څه ما خپلو اهدافو ته رسوي، ګام په ګام بايد پوه شئ چې تاسې پر سمه لار سم لور ته روان ياست او که چيرې د اصلاح اړتيا وي نو کولای شئ خپل لور بدل کړئ خو اهداف مو بايد پر ځای وي.

empty road

انساني ژوند له کوچنيو ګام په ګام چارو لوړو اهدافو ته رسيدل دي، سره لدې چې ستر اهداف لرل ښه دي، خو آیا هغه شخص چې دا اهداف غواړي د هغې بيې پرې کولو ته هم زړه کوي، دا بيې ښايي دوامداره کار، د خپل ژوند منظمول، بې ځايه عادتونو او تعلقاتو څخه ډډه او په دوامداره توګه داسې يو څه په لور کار کول وي چې ښايي ډيرو ته ليونتوب ښکاره شي.

موږ د نن ورځې د خرابۍ له کبله ټول ژوند خراب ګڼو، پر خپلو پخوانيو لاسته راوړنو او احسانونو سترګې پټوو او راتلونکي په اړه ناهيلې کيږو، که پرون تير شو، نن به هم تير شي، خو تاسې سبا ته له کوم فکر سره ځئ، يا د پخواني يوناني فيلسوف سنيکا پر وينا (نيکبختي د تيارئ له فرصت سره ليدل دي)، نيکبخته هغوی دي چې د فرصت پر مهال تيار وي، او تياري پر ځان دوامداره کار دی.

هغوی چې د برياليو خلکو ژوند ته ګوري، يا د نورو د ژوند د آسانيو او سهولتونو ارمانونه کړي، دې ته نه ګوري چې دې خلکو څومره زحمتونه کاږلي، له څومره ازميښتونو راتير شوي، او نن هم له څومره ستونزو سره مخ دي، خو يوازې موږ يې بهر ګورو.

پر دې پوښتنه يې رانغاړو: که سبا مو ژوند بدل شي هغه به څنګه وي، آیا خپل برياليتوب مو تعريف کړی، او د هغې بيې او زحمتونو پرې کولو ته تيار ياست؟

ورته ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

28 responses to “د برياليتوب اوږد مزل”

  1. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  2. کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، بدلون د ژوند يو اصل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، پوهه، مهارت او سلوک ، د برياليتوب اوږد مزل […]

    Like

  3. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  4. د ناپوهۍ بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  5. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  6. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  7. د علومو ويش – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  8. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  9. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] – څلور اصله ، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل […]

    Like

  10. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  11. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  12. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] بيالوژي اخوا، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  13. د ښکنځاوو ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] لياقت شخړه، بې ادبه که حرام فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  14. سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  15. ولې هلکان په ښوونځيو کې ضعيفه وي – نړيواله څيړنه څه وايي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  16. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  17. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  18. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ارزښت، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  19. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  20. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د کار سړی،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  21. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  22. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د […]

    Like

  23. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  24. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  25. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د […]

    Like

  26. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: […]

    Like

  27. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

  28. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله […]

    Like

Leave a reply to کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading