څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي

اسرائيل، سويډن، سنګاپور، فنلنډ او داسې نور ورته کوچني دي، خو له خپل نفوس او اقتصادي ځواک پرته په عصري پوهه کې د نړۍ مخکښه هېوادونه دي، دا ډېر امکان لري يو له هغه ځيرکه وسيلو څخه چې تاسې يې کاروئ به د دې هېوادونو کشف وي يا به د دې هېوادونو د اولني کشف پر مفکوره جوړ وي.

که همدا بحث د مذاهبو پر بنسټ وکړو نو یهودان سره لدې چې په شمېر کې تر ټولو کم دي خو په نړئ کې تر ټولو مخکښه ساينسپوهان، ليکوالان، تاجران او نور پرنفوذه اشخاصو کې له نيمايي ډير یې همدوی دي، ورسره که همدا بحث د ساينس نوبل جايزو وړلو پر بنسټ نو پريکنده اکثريت يې يهودان او د امريکا اوسيدونکي دي، پدې ټول قطار کې يو مسلمان سايسنپوه نوبل جايزه وړې ده.

ايپل، سامسونګ، مايکروسوفټ، ګوګل، بوينګ او نور داسې شرکتونه ډېر لوی نه دي، لدوی څخه ډېر لوی شرکتونه شته، خو يوازې ډېر محدود شرکتونه دي چې د نړئ تر ټولو باارزښته بلل کيږي، نه دوی له ټولو ډېر مامورين لري او نه دومره وسايل لري چې د دوی ارزښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسولی دی، دوی پر پوهې او څيړنو ولاړې اداری دي.

اوس که دې پرمختګ او لاسته راوړنو ته وګورو نو کليدي رول پکې د پوهې او څيړنو دی، په دغه او نورو ورته هېوادونو کې ماشومان له اولې ورځې د خپلو اعمالو مسؤليتونو قبلولو ته هڅيږي، ښوونځيو کې بحثونه تشويقيږي او هڅول کيږي چې تجربې وکړي او له ناکامو تجربو زده کړي.

جنوبي کوريا نن د نړۍ په شلو معتبرو هېوادونو کې شمېرل کيږي، اويا کاله وړاندې يو غريب هېواد وو داسې حالت چې کورنيو به يوازې يوه وخت ډوډوئ خوړه، د هغوی د پرمختګ سفر د حکومت لخوا د څيړنو پر مراکزو پانګونه وه، داسې مراکز يې جوړ کړل چې يوازينې هدف يې پر نوو کشفياتو او مفکورو څيړنه وه، نن د هغې له برکته کوريا په ځيرکه ټکنالوژيو کې نوم لري، د جاپانيانو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د پرمختګ مزل د خپل اقتصاد له نوي کولو پيل شو چې هغه يې له غرب څخه د پوهې راوړل او خپل چاپيريال سره د هغې عيارولو له لارې وکړل.

د هغه وخت د جاپان د باچا خبره تر اوسه خلک يادوي هغه خپل ملت ته وويل، چې: ډير ښايي فکر وکړي چې موږ بايد خپل رواجي ژوند وساتو، بیرته هغه حالت ته ولاړ شو چې پر چا مو کار نه درلود او نه موږ پر چا کار ولرو، خو که غواړو پر خپلو پښو ولاړ هېواد ولرو، او د سبا نسل لپاره داسې يو هيواد ولرو چې په سيالانو کې سيال وي، او نور له موږ سره له جګړې ډډه وکړي، نو بايد هغه علوم زده کړو چې د دغه سيالئ وړتیا رابښي.

زموږ مشرانو په تیره کې فکر کوو چې د نورو جامو او خوليو پر خپلولو پرمختګونه کيږي، نن هم دا فکر عام دی چې له غربه او نورو هېوادونو پوهان وارديږي، ستونزې ته سطحي فکر اوس هم رواج دی، مخکې لدې چې موږ د ستونزې پر دلايلو پوه شو له اثارو يې پريکړه کوو، فساد او ناهلئ ته د سيسټم او ادارو ناپوهئ پر ځای شخصي شکل ورکول کيږي، تر اوسه دولت، پوهنتونونه او د پوهې نور اجتماعي زيږوونکي پدې سر نه خلاصوي چې اشخاص هیڅکله له ادارې لوی نه وي، او د پوه ملت لپاره بايد پوهې او مبتکرې ادارې رامنځ ته شي.

موږ د ډېرو بديل لرو، افغانئ لرو خو ډالر غواړو، خپله ژبه لرو خو انګليسي او فرانسوي پسې منډې وهو، خپل کتابونه لرو خو د انګليسي کتابونو او غربي ليکوالانو د ليکنو افتخار شريکوو، پر خپلو ژبو وياړو نورو ژبو ویناوالو ته له کفر کمه نه وايو خو نه پر خپله ژبه سم پوهيږو او نه يې ليکو، اولاد ته د افغانيت ټیکدارئ درس ورکوو خو انګليسي ښوونځي، غربي جامو او کلتور پر خپلولو يې سترګې پټوو، او داسې نور بې شمېره مثالونه شته چې زموږ د ضعف او فکري غلامئ ښکاروندويي کوي.

انسان په خپل تاريخ کې وده کوي او د ودې يو اصل بدليدل دي، تر اوسه بشريت نړيواله ژبه نه لرله، د شمېر په حساب هندي او چينايي تر ټولو ډېر ويناوال لري خو په اعتبار کې انګليسي تر ټولو وړاندې ده او د يوې نړيوالې ژبې شکل خپلوي چې لوی دلیل يې د انګليسي اصل ویناوال يې تر ټولو پوه او مبتکر خلک دي، دا ژبه اوس داسې يوه حالت ته رسيدلې ده چې غېر انګليسي ژبې خلک ورته د اصل انګليسي ژبو ډېر مواد او خدمت کوي.

دلته بحث د نورو پوهو او ژبو بد ويل نه دي، ځکه د خپل ژوند او نړيوالو اړيکو او پوهې لپاره بايد د نړيوالو چمونه زده شي، په هغې کې نقص نشته خو نه چې بل ته پر لوړ کتلو انسان ځان ته ټيټ وګوري، نه دا چې تل خپل تاريخ ته وګوري او ووايي چې زموږ نيکونو له شعرونو او نورو هېوادونو له نيولو پرته څه کړي وو، د هغه وخت همدغه اړتيا وه، زموږ تاوان هلته راغی چې نيکونو يوه غني ژبه، دود او پوهه راپريښوده.

خو ورپسې راتلونکي نسل د هغې غنا لپاره نور کار ونه کړ، هغه يې راواخيست او المارئ کې يې کيښود، او لکه د تازه ونې چې ميوه يې تر يوه وخت خوړل کيږي خو وخت له تيريدو سره د هغې ونه وچيږي او ميوه يې له خوراکه وځي، موږ اوس په داسې يوه حالت کې يو چې د ژبې مواد او پر هغې رامنځ ته شوې پوهه له دوه سوه کاله پخوا زمانې سره سمون خوري خو د نن د ژوند اړتياوو لپاره داسې څه نه زيږوي چې موږ یا اولاد مو ترې ګټه واخلي.

په تاریخ کې د پاتې کيدو يو لوی دليل د راتلونکي باره کې ناپوهي ده، زه له خپل تاریخه خبر يم خو د راتلونکي لپاره هیڅ نه لرم، نه داسې ابتکارات وينو چې سړی ورته خوشبينه شي او نه مو تعليمي نظام داسې روزي چې خپل راتلونکی پخپله په پښو ودروو، موږ تر اوسه د نامعلوم په واک کولو کې پاتې راغلې يو، د ابهام او نامعلوم مهارولو تر ټولو ښه لار د معلوماتو راغونډول او د څيړنو او ازموينو له لارې دا معلومات پر پوهه بدلول دي.

دلته هم په سلوکي او په تعليمي توګه دا مزل راپاتی دی چې وکولای شو د څيړنو او ازموينو له لارې نامعلومو چارو ته لاس واچوو هغه څه وازمويو چې موږ له نننیو بدبختیو او وروسته والي وباسي، او ورسره که موږ د ملت په حیث دوامداره ناکاميږو لدې دا هم بريښي چې پخوانئ ناکامه تجربې تکراروو او تمه لرو چې دا ځل به يې نتیجه بدله وي.

که موږ همدا نن ملا وتړو، بيا هم ډېر اوږد مزل راپاتې دی چې په پوهه کې ځان آزاد کړو، پداسې يوه حالت کې چې څيړنه، خبر، ليکنه، پوهه، ټکنالوژي او پوهاند مو له بهرنيو موادو او وسايلو ګټه اخلي تر هغې به زموږ فکر په شعوري يا غیر شعوري شکل بهرنی وي، که فزيکي آزادي واخلو له فکري غلامئ آزادئ لپاره څو نسلونو مزل را پاتی دی.

زموږ جنګ او آزادي به تر ډېره د انګليسي فلم اواتار شکل ولري، چېرې چې محلي خلکو د هغوی تر ټولو پرمختللې الوتکې پر تيرونو ويشتلې او مزل لپاره يې له مرغانو او آسونو کار اخيسته، د نن د جنګ او غلامۍ وسيله معلومات او د هغې ارزونه ده، او تر څو چې موږ د معلوماتو، پوهې او ټکنالوژئ پر ارزښت پوهيږو، بل انقلاب به مو کړی وي.

د حل لاره يې د ځان پوهول دي، هر هغه څه چې لولئ ضرور نه ده سم وي، خپله د ازاد او ارزوونی فکر زده کول دي چې هر څه وارزولی شئ چې دا ارزونه هم پر پوهه کيږي، خپل اولاد ته آزاد فکر او پرېکړې کول ښودل دي نه دا چې تر څلويښت کلنئ د پلار پر دسترخوان ناست وي، ورته دا ښودل دي چې ابتکارات وکړي هر څه وپوښتي او ورته ځواب پيدا کړي، او په لويه کې له دولت او پوهنتونو دا تمه ده چې څيړنې وکړي، هغه هېوادونه چې پورته مو ترې يادونه وکړه يا داسې نور ورته هېوادونه د کشفياتو لپاره وزارتونه لري، نوو مفکورو ثبتولو او هغې تشويقولو لپاره قانوني لارې چارې لري او لوړ پوړي دولتي چارواکي يې پوهيږي چې زما د نن پوهه زما د سبا د ازادئ او واکدارئ تضمين دی.

ورسره ادارو لپاره دا مهمه ده چې څيړنې وکړي، د خپل کاروباره په چوکاټ کې د ضیاع مخنيوي او نويو پيداوارو رامنځ ته کولو لپاره وسايل اختصاص کړي، او پدې پوه شي چې د نن کاروبار سيالئ اصل پر ابتکار او نوښت ولاړ دی، مخکې لدې چې ستاسې مفکوره څوک له تاسې ښه پياده کړي، بهتره ده چې نوې مفکوره رامنځ‌ ته کړي، او د اشخاصو لپاره پدې پوهيدل هم مهم دي هغه څه چې نن قدرمنه پوهه او مهارت دی سبا پر هغې وخت تيريږي، ممکن يو څوک له تاسې پر هغې ښه پوه شي، نو ځکه مخکښ پاتيدو لپاره بايد دوامداره ځان پوه او نوي څه زده کړي.

ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

23 responses to “څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي”

  1. ولې هلکان په ښوونځيو کې ضعيفه وي – نړيواله څيړنه څه وايي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او […]

    Like

  2. ژبه او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  3. پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  4. ژبه او محتوا – ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)،  څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او […]

    Like

  5. آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  6. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  7. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  8. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  9. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  10. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  11. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  12. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  13. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  14. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  15. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  16. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  17. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او […]

    Like

  18. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او […]

    Like

  19. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او […]

    Like

  20. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او […]

    Like

  21. د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د […]

    Like

  22. د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق […]

    Like

  23. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق […]

    Like

Leave a reply to ژبه او محتوا – ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading