اهداف او عادتونه

هر هغه څه چې تاسې هره ورځ کوئ هغه ستاسې راتلونکی ټاکي، اکثره وختونه خلک هغه لس پنځلس دقیقو ته نه ګوري چې د ورځې يې څو څو ځل يوې چارې ته ورکوي.

يو څوک سپورت کوي، هغه شخص ټوله ورځ د تمرين په ځايونو کې نه تيروي، خو زغم ورسره کوي او دا چاره په دوامداره توګه سرته رسوي، د وخت له تيريدو سره يې په وجود کې تغيرات راځي، او هغې پايلې ته رسيږي د څه لپاره چې زيار باسي.

همداسې د مشرۍ ونډه ده، که يو څوک غواړي چې مشر شي، له خلکو سره کار وکړي، له هر چا سره د هغې په چارو کې مرسته وکړي يا لږ تر لږه د نظر له اختلاف اخوا معامله ولري، نو بايد د مشرۍ له مهارتونو سره يوځای عادتونه يې هم خپل کړي.

مشري حوصله غواړي، د اختلاف له نظر سره حوصله، هر څوک له هرې عقيدې او فکر سره به تاسې ته راځي، دا پدې معنا نه ده چې اول دی شخص ستاسې په فکر شي بيا به تاسې ورسره زغم کوئ. مشري د کړاوونو په وړاندې صبر غواړي، د ګوتنيونو په وړاندې پراخه سينه غواړي، هغه ثبات غواړي چې د رحمان بابا وينا له مخې که ونه مستقیم په خپل مکان یم – که خزان راباندې راشي که بهار.

هر څومره چې موږ ستر اهداف ټاکو همدومره ورسره له سترو ننګونو او ازميښتونو تيريږي، د حضرت محمد (ص) د يوه حديث مفهوم دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډير پيغمبران د خپل کار او پيغام له کبله ځوريدلي دي، ورپسې نور نيک انسانان دي، دا ستر شخصيتونه چې له دنياوي ازميښتونو تير شوي دي، نو نور خلک ولې دا تمه لري چې ژوند دې دوی نه ازمويي.

که دنياوي لحاظ يې راواخلو نو له شيرشاه سوري نيولې تر ميرويس نيکه تر امير عبدالرحمان خان ټولو خپلې سختې تنګی تيرې کړي دي، که د غفار خان يا ګاندي بيلګې راخلئ يا منډيلا لولئ ټولو پر خپلو عادتونو کار کړی دی. منډيلا به ويل چې ما به په زندان کې د يو باکسر په څير جدي تمرين کاوه، هره ورځ به مې له سلو ډيرې سينه کشۍ او د باکسنګ تمرين کاوه، ځکه پوهيدم چې روغ وجود روغ ذهن لري، او کومه ورځ چې مې عادتونه خراب شو، ذهن مې خرابيږي او بيا چې دوی هر لورې ته رهنمايي کړم په هماغه لور به ځم.

ښايی پر ډيرو ته دا خبره نامعقوله ښکاره شي خو لکه څرنګه چې خلک له ناکامۍ ويريږي همداسې له برياليتوبه هم ويره لري، اکثره وختونه خلک دا دعاوې کوي چې بريالي شي، يو ځانګړی څه غواړي، خو د هغه څه لپاره اړونده زيار نه باسي نه ورته تياری نيسي، او کله چې خپلې غوښتنې ته ورسيږي نو ډير ژر يې له لاسه ورکوي، خپلو پخوانيو عادتونو ته بيرته راستنيږي.

بیلابيلې څيړنې ښيي هغوی چې په پچه اچونه (لاټري) کې پيسه داره شوي وو، ۸۰٪ يې په لومړيو دريو کلونو او ۹۵٪ يې په پنځه کلونو کې بيرته هغه ځای ته راستانه شوي وو چې له کومه يې پيل کړی وو، يعنې د لاټري پيسې يې له دريو تر پنځو کلونو په موده کې پر عبثیاتو ورکړی وی او بيرته بيوزله شوي وو.

همداسې د مشرۍ په بحث کې اکثره خلک خپل پرمختګ او مشري تر چوکۍ تړي، فکر کوي چې پر چوکۍ به سړی شم، او څرنګه چې په اکثره حالاتو کې ليدل کيږي د غوړه مالۍ يا سپارښتنو پر مټ دا خلک دغې موقفونو ته هم رسيږي، خو کله چې هلته ورسيږي نو بيا له ځانه هغه پوهه او عادتونه نه ښيي چې دا موقف يې غواړي، له يو څه مودې وروسته بيرته پخواني حالت ته راستنيږي.

photo of silhouette photo of man standing on rock

نو که چيرې څوک پرمختګ غواړي، يا د هر څه تمه چې لري هغه باید:

۱. لومړی يې بايد تعريف کړي، بايد پوه شي چې د ده په فکر برياليتوب څه دی، ضرور نه دی چې د ټولو برياليتوب دی يو ډول وي، لکه خپل اولاد يا کشرانو ته فکر وکړئ، ټولو ته خپل بچي د نړۍ تر ټولو بهتر ښکاري، همداسې برياليتوب راواخلئ هر څه چې غواړئ تعريف يې کړئ.

۲. ورپسې دغه برياليتوب لپاره اړونده د اړتيا وړ عادتونه، مهارتونه او پوهه معلومه کړئ، که هر چيرې غواړئ ولاړ شئ هلته تګ دا پوهه غواړي چې څرنګه هلته ورسيږئ او هلته رسیدو لپاره بايد کوم عادتونه خپل کړئ، انسان اشرف المخلوقات دی، يعنې په پيدايښت کې يې هیڅ نقص نه شته، يوازې د دې لټي او عادتونه دا له خپل نهایی توان څخه ساتي، که نن څوک ښه اندام لري، ښه پوهه لري، ښه اخلاق لري، ښه دارايي لري، ښه موقف لري، هر څه چې تاسې ته ښه ښکاري دا شخص يې لري، تاسې بايد د دې هغې عادتونو او زیارونو ته وګورئ چې دلته رسيدو لپاره يې ګاللي دي.

۳. دغه عادتونه او اهدافو مو ورځني کړئ، تاسې هغه څه ياست چې هره ورځ يې کوئ، نو که چيرې هر هدف په لور درومئ هغه هدف او عادت په لور بايد ورځنۍ مزل لنډ کړئ، هغه د چينايانو خبره هر څومره اوږد مزل چې وي هغه له لومړي ګامه پيليږي، او هره ورځ له خپل تر ټولو مهم کار څه پيل کړئ، که تاسې سهار له هر څه وړاندې ټليفون راخلئ او لومړی نیم ساعت مو پر فيسبوک تيروئ نو بيا سبا دا ګيله مه کوئ چې زما ملګری ولې ښه پرمختګ کوي او زه هیڅ يم.

زموږ راتلونکی نامعلومه ده، خو عادتونه، مهارتونه او پوهه موږ ته دا ټاکلی شي چې راتلونکی مو بايد څرنګه وي، د پيغمبر (ص) د مبارکې وينا پر دې مفهوم دا بحث راټولوم چې بهترين عبادت دوامداره عبادت دی، آن که اندکه هم وي، هر هغه څه چې دوامداره کوئ هغه ستاسې راتلونکی ټاکي، اوس نو تاسې پورې ده چې تاسې دا خپل ژوند پر څه تيروئ او څومره ارزښت ورکوئ.

ورته ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

5 responses to “اهداف او عادتونه”

  1. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د […]

    Like

  2. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: مينه او ټکنالوژي،  اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د […]

    Like

  3. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر […]

    Like

  4. د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] فکر او ذهنونه بدلوي؟، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، هر مشر نيمګړتياوې […]

    Like

  5.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر […]

    Like

Leave a reply to سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading