نن د لياقت جګړه ده، د نړۍ نږدې هر پرمختللې هېواد د ماهره او پوه کاري ځواک خپلولو لپاره د ويزې او تابعيت ورکولو ځانګړو کټګوريو په شمول بیلابيلې لارې چارې خپلوي. داسې ډيرې نمونې شته چې يوه پر کار پوه شخص ته د وزير يا له هغې هم ډير امتيازات ورکول کيږي.
چين له دومره نفوس او بهترينو پوهنتونونو سره بيا هم، په ځانګړي ډول هغه چينايانو راجذبولو لپاره چې په غرب کې اوسيدل، ځانګړې کميټه جوړه او هر پوه او نامتو چينايي يې له نړۍ راټول کړ، نن مصنوعي ځيرکتيا، ستورمزلي، راکټونو او له ځمکې اخوا سفرونو ټکنالوژيو کې د همدې خلکو برکتونه ويني.
اردوغان په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې وايي چې موږ نامتو ترکان له نړۍ بيرته خپل کور ته راوغوښتل، چې راشي آباد يې کړي، دا هغه ترکان دي چې ضرور نه ده له اردوغان سره دې سياسي همفکري ولري، خو دا يې هېواد ته پکې ګټه ويني او ورسره د ده سياسي دوکانداري پرې روانيږي، نو خلک هڅوي چې راشي.
امريکا د هټلر له سرتيرو/ نازيانو سره جنګيده، خو ورسره يې په پټه د هغې تکړه خلک هڅول چې دوی ته راواوړي، چې له جرمني راغليو همدې ساينسپوهانو په مرسته يې اتوم جوړ کړ، پدوی کې داسې خلک هم وو چې له هټلر سره يې د ليرې واټن توغنديو په جوړولو او نورو اتومي چارو کې هم مرسته کړې وه، خو دوي پکې خپله ګټه وليده، پخوانۍ ګناوې يې وروبښلی.
هند، کينيا، جاپان، جنوبي کوريا او داسې نورې ډيرې بيلګې شته چې هېوادونو خپلو په اصطلاح ناراضي هيوادوالو پسې جرګې واستولی چې راشئ په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ.
دا خو يې هغه بحث دی چې هېوادونه خپلو وګړو پسې ګرځي، بل لوري ته بيا هغه هېوادونه دي چې د نورو هېوادونو وګړي هڅوي چې د دوی خاورې ته راشي، عربي امارت او سعودي يې اوسني مثالونه دي چې نورې نړۍ وګړو هڅولو لپاره يې خپل د اقامې شرايط څومره آسانه کړل.
امريکايي شرکتونه د ځانګړې ويزې په مرسته کولای شي د نړۍ له هر ګوټ څخه تکړه شخص استخدام کړي، دولت يې ورته د راتګ آسانتيا برابروي، همدا چاره په کاناډا، آسټراليا، جرمني او انګلستان کې هم شته، نن د پوهې زمانه ده، او غښتلي هېوادونه پوهيږي چې زما مټې پر پوه ملت او پوهو وګړو غښتلی دي.
په تاريخي لحاظ زموږ له هېواده نيولې چې سلطان محمود غزنوي په خپل دربار کې علما پالل او نازول، د عباسيانو له دارالحکمې د يونيانو او روميانو تر ليکليو نسخو، د مصر فرعونانو د هغې وخت علماوو له قدردانۍ، د چين په امپراطوريو کې د کښتيو او کاغذونو تر جوړوونکو ټولو د پوهو او ماهره خلکو قدر کاوه، چنګيز له خپل دومره ظلم سره بيا هم د علماوو د ارزښت قايل وو.
په نظامي لحاظ هم د سکندر مقدوني، مغولو يا عثمانيانو د نظامي برياوو اساس د هېواد نظامي پوهانو پر مشوره په مروجو نظامي ستراتيژيو کې بدلونونه وو، د خپلو ماهرينو پر مشوره د سکندر لخوا نظاميانو ته د اعاشې رسولو اصلاحات آن نن هم رواج دي، د عثمانيانو لخوا د توپونو او په اصطلاح د محاصرې ماتولو ساينسي طريقې نن هم څيړلې کيږي.
افغانستان د ماهره کاري ځواک له کړکيچ سره مخ دی، په تيرو شلوکلونو کې داسې وخت هم وو چې آن خټګر هم له نورو هېوادونو راتلل، نن که په دې هېواد کې موږ د کرهڼې، تعميراتو، طبابت، ټکنالوژي يا نورو هرو ساحو کې يو څه ابتکارات وينو، تر ډيره يې ريښه هغه ځای ته رسيږي چې دغو افغانانو په نورو هېوادونو کې يا همدلته له نورو زده کړې وي.
د غربي نړۍ هر نامتو هېواد پارلمان، کابينه يا دولتي مشرانو نومونه وګورئ، نو ډير داسې نومونه پکې مومئ چې له بل هېواده دلته پخپله يا کورنۍ سره مهاجر شوې وي، د دغو هېوادونو د لوبغاړو ډلې له ناقلينو ډکې وي، کاروباري، صنعتي، عامه خدمتونه په ټولو کې اکثراً داسې خلک شته چې په نورو هېوادونو کې زيږيدلي وي. داسې ډيرې سترې ميلياردي ډالرو شرکتونه شته چې مشران يې د نورو هېوادونو ناقلين دي.
افغانستان د نورو بيوزلو هېوادونو په څير د ماهره کاري ځواک له کړکيچ او تيښتې سره مخ دی، په نړيواله توګه ماهره کاري ځواک کم دی، خو موږ يې بيا په کړکيچن حالت کې يو، داسې ډير صنعتونه او کارونه شته چې د هغې د بهترې اجرا لپاره آن په ټول هېواد کې يو نفر هم نه پيدا کيږي، او دا بحران د اخيري څو کلونو د پيښو له کبله نور هم ژور شوی دی، او بريښي چې ښايي دوام وکړي.
زده کړه کې شرم نه شته، د بشر په توګه موږ اجتماعي هوښيار يو، يعنې له يو بله يې زده کوو، نن چين، روس او امريکا له دومره مخالفتونو سره بيا هم په ډيرو ساحو کې سره څيړنې او پوهې شريکوي، ښه بيلګه يې هغه نړيوال خلايي سټيشن دی چې له ځمکې راګرځي.
نړيوالو تجربو ته په کتو، هغه هېوادونو چې دا ولس يې جذب کړی، لاندينئ بيلګې پکې ليدل کيږي:
۱. د تمرکز صنعتونه او ساحې يې معلومی وی، د هېواد مشران دا ټاکي چې هېواد يې بايد په کوم لوري ولاړ شي، ورپسې هماغه صنعتونو کې پانګونه کوي، سويلي کوريا د هغه وخت (۶۰-۱۹۶۵) مشر جنرل پارک دا وټاکله چې په بايد په لويو صنعتونو کې پانګونه وکړي، همغې لپاره يې خلک وروزل او صنعتونه يې رامنځ ته کړل، نن يې سامسنګ، ایل جي، او نور مثالونه دي. سنګاپور او هانک کانګ ځان لپاره خدمتونه په ځانګړي ډول خدمتونه وټاکل.
۲. د شتو خلکو پر ارزښت بايد پوه او پر وده يې کار وشي، ضرور نه ده چې ټول دې هېواد پريږدي، ډير داسې خلک وي چې پر ځای پاتې کيږي، خو دولت ورته فرصتونه برابروي. جاپان له دوهم نړيوال جنګ وروسته خپل شرکتونه راوغوښتل، څوک چې په هېواد کې ژوندي او روغ پاتې وو، پانګونې فرصتونه يې وربرابر کړل، ټويوټا هغه وخت ديګ بخارونه جوړول، خو د هېواد نورې اړتياوې يې وليدی، لوری يې بدل کړ.
۳. د ټاکل شوو صنعتونو په رڼا کې له نورو ځايونو ماهره کاري ځواک راوغوښتل، ښه مثال يې اوسنی چين دی چې د دوه زرم کال شاوخوا يې احساس کړه چې امريکا پرې د حساسې ټکنالوژۍ او پوهې غلا په نامه فضا ته د تګ لاره بندوي، نورې نړۍ څخه يې تکړه چينايان راوغوښتل او هر څه يې ورته په کور کې برابر کړل.
۴. کړنلارو او پاليسيو جوړول، کله چې د تيرې پيړۍ په نويمه لسيزه کې من موهن سنګ د هند اقتصاد نورې نړۍ ته پرانيسته، نو ورسره يې داسې کړنلارې هم جوړې کړې چې د نورې نړۍ هندوان وکولای شي د نورو بهرنيانو په پرتله په خپل هيواد کې آسانه پانګونه وکړای شي، ورسره يې خپل داخلي شرکتونه غښتلي کړل، چې لدې فرصتونو ګټه واخلي.
۵. د چارواکو د مسؤليت احساس، نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا بحث ګرم دی، د اړونده هېوادونو چارواکي پوهيږي چې په يوازې يې نه شي کولای نو ځکه د کړنلارو جوړولو لپاره د همدې صنعت اغلي او ښاغلي راغواړي تر څو ورسره د مناسبو قوانينو او کړنلارو په جوړولو کې مرسته وکړي.
ماهره مسؤلين پوهيږي چې عقل کل نه دي، د بهتره پريکړو لپاره د هر ډول خلکو نظرونو او ملاتړ ته اړتيا لري، او د دوی پريکړې او کړنلارې به راتلونکو څو کلونو لپاره د هېواد او ملت راتلونکی ټاکي.
د هېوادونو او ملتونو وده ګام په ګام وي، له يوه نظامه بل ته قوانين او کړنلارې پاتيږي، او د ملت په توګه له مشرانو کشرانو ته پوهه او زحمت پاتې کيږي، همدا ميندې او پلرونه د سبا نسل روزي، که د دوی يو څه زده وي راتلونکی نسل به يې له هغې پيل کړي، که نه وي نو بيا به موږ ته همدا له صفره د پيل مزل راپاتې وي.
د نظام په توګه هر څوک چې پریکړې کړي هغه بايد دې ته وګوري چې د دوی د نن پريکړو اغيزه راتلونکي نسل ته هم پاتې وي، د هند د نويمې لسيزې د اقتصاد پرانيستل، پر ټکنالوژۍ او طبابت پانګونه نن دوی په نړۍ کې ممتاز کړل، ملتونو لپاره د پریکړو اغيزې شل پنځه ويشت کاله وروسته معلوميږي.
زموږ د نن د پريکړو اغيزه به شل کاله وروسته څه وي؟
ورته ليکنی: له انساني بيالوژي اخوا، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره






Leave a reply to دا اهل يې څوک دی – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه