د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) 

دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)

لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

معلومات

ماشومانو او ژڼکيو لپاره د کورني کار پر مهال معلوماتو ته لاسرسی مهم وي. څيړنی ښيي چې په انګلستان کې ۸ او ۱۱ کلونو تر عمر ماشومانو ۷۵٪ او ۱۲ او ۱۵ عمرونو تر منځ ژڼکيو ۸۴٪ د کورني کار پر مهال انټرنېټ کاروي، پداسې حال کې چې په برازيل کې ۹ او ۱۷ کلونو تر منځ ۸۷٪ خلک کورني کار لپاره انټرنېټ کاروي. تر ډيره کتابتونونه او معلومات آنلاين شوي دي چې په نړيواله توګه ځوان نسل د خپلو چارو لپاره په ډيريدونکي ډول له همدې آنلاین وسيلو کار اخلي، او د محتوياتو محلي کيدو سره دا شميره په غير انګليسي هېوادونو کې هم مخ پر لوړه روانه ده.

آنلاين محتوا تر ډيره انګليسي ده، د پخوانۍ محتوا پريکنده شکل متن وو، خو نن سبا د انټرنېټ ارزانيدونکو بيو او سرعت له کبله د دغې محتوا ستره برخه انځورونه، ويډيو او غږ دی، او ډيره برخه يې غير انګليسي شکل لري، پخوا د ليکنې لپاره سواد شرط وو، نن سبا دا شرط دومره مهم نه دی، خبرې د هر چا زده دي، يوازې يو ټليفون غواړي چې ثبت او اپلوډ يې کړي.

ټولنيزې شبکی

د ټولنيزو شبکو رامنځ ته کیدل د انټرنېټ برياليو کيسو څخه يوه ده. د هر عمر لپاره دا ډول شبکی شته، پر دا شبکو د حساب او پروفایل درلودل د ننني نسل د ژوند نه بيليدونکي برخه ده. له ښوونځيو څخه له راتګ سره سم ټولنيزو شبکو له لارې خپل بحث ته دوام ورکول، په يوه وخت کې سندرو ته غوږ نيول، لوبی کول، ملګرو سره اړيکی، خبرونه، او خپل نظر بیانول په ځوانانو کې د ټولنيزو شبکو تر ټولو عام استعمال دی.

ټولنيزې شبکو کارول يو تر ټولو عام فعاليت دی چې ماشومان يې هره ورځ اجرا کوي، زموږ په بحث کې واټس اپ او اړونده ګروپونه يې هم ټولنيزې شبکې دي، او هغه ماشومان چې ځيرک ټليفون يا ټبليټ لري د نورو په پرتله ډير هره ورځ ټولنيزې شبکی کاروي. په اروپا کې په عمومي توګه له ۷۰٪ ډير ماشومان ټولنيزی شبکو حساب لري، همداسې د ۹ او ۱۷ کالو تر منځ‌ عمرونو ۸۰٪ ځوانان په برازيل کې ټولنيزې رسنيو حساب لري. پدې څيړنو کې فيسبوک د ټولنيزې ميډيا تر ټولو عامه وسيله ده چې دا ځوانان يې کاروي، خو نوی څيړنې ښيي چې د دې عمر ځوانان په ډيريدونکي ډول فيسبوک پريږدي، او نورو وسيلو لکه سنيپ چيټ او نورو ته د هغوی د محرميت غښتليو ميکانيزمونو له کبله وردرومي. همداسې څيړنې ښيي چې په ماشومانو کې د ټيک ټاک، ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام يا فليکر استعمال هم عام دی.

person holding white ipad on white table

ستاسې آنلاین پروفايل څه دی

د Habbo Hotel  (ځوانانو لپاره ځانګړی ټولنيزه شبکه) يوې زړه پوری څيړنی پر اساس چې په ۱۳ کلنو او هغوی څخه مشرانو کې شوی، د دوی آنلاين پروفایلونه يې پر دا کټګوريو ویشلي دي:

لاسته راوړونکي: جاه طلب، غښتلي ذهن درلودونکي او مادياتي. دوی مادي برياليتوب او ډيرو ملګرو لرلو ته ارزښت ورکوي، او د نورو کتګوريو په پرتله د خلکو له احساساتو بې پرواه وي.

سرغړوونکي: په ژوند کې ډيرو تجاربو او خوندونو پسې ګرځي. د لاسته راړونکو په څير دوی غواړي چې ژر “مالداره او مشهور” شي، خو نه غواړي په دې مزل کې حوصله او ساعتيري ولري.

رواجي: عادي ژوند ته ارزښت ورکوي او ځان ورته ريښتوني، مهذبه او منونکي ښکاري. غواړي چې نورو سره مرسته وکړي خو د نورو په پرتله لږ جاه طلبه او خوندونو پسې نه ګرځي.

مبتکر: رواجي ته ورته مثبت مشخصات لري، خو پر ابتکار متمرکز وي. دوی پر ښه تعليم او پر اغیزمن ژوند قانع وي، خو ورسره فعاله، ټولنيز او سفرونو سره مینه لري.

يوازی: يوازې او د شخصیت نورو کتګوريو سره اړخ نه لګوي. دوی استثناً ځان فعاله يا باوري ويني، خو د رواجي يا لاسته راوړونکو په پرتله له پراخه ذهن او فکر برخمن وي.

ماشومان او ځوانان آنلاين پروفايل لري چې د يو بل پر پروفایل نظر ورکوي يا سره غږيږي. د ډيرو آنلاین ملګرو درلودل د نورو په منځ کې شخص ته یو لوړوالی او پيژندنه ورکوي، خو دا پخپله يوه اساسي پوښتنه ده چې آیا د ډيرو ملګرو درلودل يو هدف دی چې خلک باید ورلپاره کار وکړي؟ په امریکا کې يو څيړنه ښيي چې په عادي ډول يو زلمی ۳۰۰ فیسبوک ملګري او ۷۹ ټويټر فالورز لري.

اکثره ټولنيزې شبکی د کوچنيو فرعي ګروپونو او ډلو جوړول هم آسانوي، چيرې چې د خپلې خوښې پر اساس آنلاين ګروپونه يا پاڼې جوړيږي او ځانګړي خلک ورته لاسرسی لري، ممکن تاسې د هغو برخه ونه اوسئ، دلته يو ځل بيا معلوماتي ټکنالوژي داسې څه ته لاسرسی آسانوي چې ممکن په ريښتوني او فزيکي ژوند کې هغه نه وي. د آنلاین ټولنو مثبته اغېزه او فکر کولای شي يوه ښه تجربه واوسي او خلک وهڅوي تر څو له نورو سره په اړيکه کې واوسي او نوي څه زده کړي.

boy in black long sleeve shirt sitting on blue chair

لوبی

پخوانۍ د لډو، قطعو، شطرنج، تختی او نوری لوبی هم آنلاين شوي دي، چې کولای شئ له نورو سره يې يوځای ولوبوئ، ښه مثالونه يې  World of Warcraft يا Clash to Clans يا پب جي او نورې ورته لوبې کيدای شي، دا لوبې د Massively‪-  Multiplayer Online Role Playing Games ‪(MMORPGs‪)   

په نامه ياديږي.

د ټولنيزی شبکو په څير لوبی هم کولای شي د نړۍ بیلابیل خلک سره ونښلوي. ۷۰٪ لوبغاړي له خپلو ملګرو سره لوبيږي او په ميلیونونه نور په نړيواله توګه په دې لوبو کې برخه اخلي. څيړنی ښيي چې په ډيريدونکي ډول ماشومان آنلاین لوبيږي او همداسې په هرو څلورو لوبغاړو کې درې يې له نورو سره د ویب چيټ، غږ او کمری له لارې هم غږيږي، ورسره په اړيکه کې وي.

آنلاين لوبيدل يو ټولنيز فعاليت دی، چې د ډيرو کوچنيو لاسي وسيلو له لارې هم اجرا کيدای شي.

له آنلاين لوبغاړي يا لوبیدونکي څخه هدف يوازې هغه ماشوم نه دی چې د خونی په یوه ګوډ‌ کې ناست آنلاين لوبيږي، په سويلي کوريا کې ځوانان د کمپيوټري لوبو دوکانونو ته ځي، پدې هېواد کې دا ټولنيز احساس خپله د دې لوبو د ودې او شهرت يو دليل دی، خو د هغه بیشمیره ساعتونو په رڼا کې چې ماشومان او ځوانان يې پر دې لوبو مصرفوي، دې هېواد په ۲۰۱۱ کې په ټاکلي ساعتونو کې د لوبو ممانعت قانون وضع کړ، چې د هغې پر اساس له ۱۶ کالو کم عمره ځوانان نشي کولای له نيمی شپې د سهار تر ۶ آنلاین لوبی وکړي، خو د رامنځ ته شوو بحثونو په رڼا کې اوس دا ماشومان کولای شي د وليانو تر څارنی لاندې ولوبيږي.

آنلاین لوبی لدې کبله هم له خطره ډکی دي چې مخامخ نه لوبيږي، نو ځکه ماشومان يا ځوانان نه پوهيږي له چا سره لوبيږي او د هغوی اهداف څه دي. دوی ممکن له نامناسب عمر خلکو سره ولوبيږي. د Get Safe Online يوه څيړنه ښيي چې نږدې ۲۵٪ ماشومانو آنلاين لوبو پر مهال شخصي معلومات له نورو سره شريک کړي دي، ۳۵٪ يې له داسې چا سره غږيدلي چې دوی يې نه پيژني او ۱۵٪ ماشومان آنلاين لوبو پر مهال شفاهي تهدید یا توهين شوي دي.

ډيجيټل ښاري

د نوی ټکنالوژئ معرفي تل له ځان سره د هغې د ښه استعمال او پرې د پوهيدو غوښتنه لري. موږ، د ماشومانو او ځوانانو په شمول، د هغې له جوړوونکو څخه د دې غوښتنی حق لرو چې څومره امکان ولري باید د خوندتيا او ښه استعمال وسيلې پکې شاملې کړي، لکه څرنګه د شخصي معلوماتو له سپړلو مخه ونيسو. په ۲۰۱۵ کې يوې نړیوالې څيړنی وښودله چې په دريو کې دوه ويبپاڼې د ماشومانو شخصی معلومات راغونډوي، او پدې کې نیمې ويبپاڼې او ايپس (پروګرامونه) دا معلومات له نورو ادارو سره شريکوي، او په ۷۰٪ ویبپاڼو او ايپس کې د خپلو شخصي معلوماتو پاکول ستونزمن وو.

په داسې يوه حالت کې دوی ټول مسؤليت پر ماشومانو وراچوي چې څرنګه آنلاین بامسؤليته او بااحترامه عمل وکړي.

د ډيجيټل ښاري اصطلاح په دې اخيرو کې رواج شوې ده، لدې څخه هدف آنلاین تهدیدونو سره معامله نه ده، بلکه د خوندي ساحو او ټولنو رامنځ ته کول، د شخصي معلوماتو بهتره مديريت زده کول او له انټرنېټ څخه د خوندي، مبتکره او آزاده آنلاين ژوند وسیلې په توګه ګټه اخيستل دي.

ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ”

  1. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  2. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  3. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  4. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  5. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

Leave a reply to د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading