هر څوک دی خپل کار لره پیدا 

لوی اختر راروان دی، هغوی چې قرباني کړي پوهيږي چې د سم او تکړه قصاب موندل څومره ستونزمن وي، هسې خو په کوڅه کې هر چا ځان پسې چاقوان او تبرونه تړلي وي، چاقوان ښکته پورته کوي، قصابۍ ته راوتي وي، خو ډيرې داسې پيښې ليدل کيږي د څاروي له لږ خطري خوځښت سره قصاب له ټولو مخکې تښتيدلی وي.

همدا بحث هغوی ته چې فکر کړي هره دنده پر مخ وړلی شي، يا کله چې د کوم موقف لپاره د وړ نوماند لټه وي، نو له ځانه چاقوان راتاوو کړي او هرې خوا ته تبر غورځوي راغورځوي، چې دا کار خو زه هم کولای شم.

red tulip flower in yellow tulip field

همداسې د موټرو پالنه او چلونه درواخلئ، ضرور نه ده چې ښه موټروان دې ښه مستري وي او نه دا چې ښه مستري دې ښه موټروان وي، آن د موټر هره پرزه مشخص فعاليتونه لري، کله چې خرابه شي نو ټاکلي مستري ته يې بيايی، آن د هرې پرزې شخص هم معلوم وي، د هر ماډل او جوړښت شخص معلوم وي، آن هر مستري هم يو ډول پوه نه وي.

بزګري رواخلئ، د اپینو بزګر د غنمو له بزګر سره فرق کړي، باغواني د سبزيجاتو له کرکيلې سره فرق کړي، ميوه لرونکی ونه له بې ميوې سره فرق کړي. ترکاڼي راواخلئ هر ترکاڼ په ټاکلی ساحه کې وارد وي، صنعتي ترکاڼان خو آن د ټاکليو دروازو او کړکيو او نورو لپاره هم متخصصين لري.

دغه کسبونه ځکه يادوو چې خلک فکر کړي دغه کارونه آسان دي، پوهې او ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو ته اړتيا نه لري، خو دغه کسبونه هم وخت او تمرين غواړي. دغه قصابي، مستريتوب او بزګري هم د هېوادونو تر منځ فرق کړي، زموږ د دغه مسلک کسبکار دې ځان د بلې نړۍ له کسبکار سره پرتله کړي او ودې وينې چې توپير يې په څه کې دی.

لدې ټولو سره هغوی ته هم چې فکر کړي زما له کار پرته د هر چا کار آسانه دی، د ژوند هره سخته زما لپاره ده او نور آرامه او هوسا ژوند لري، يا زما د هغو سختو او تنګو له کبله چې په ژوند کې مې تيرې کړې دي، د هر امتياز او خواخوږۍ مستحق يم، او هغوی ټول چې ما سختې تيرولې او د دوی ژوند آرامه وو، ما ته پړ دي.

ډير خلک اخلاق او مهارت سره ګډوي، که اخلاق وي، تربيه وي، سلوک وي، او ورته نور مشخصات دا فردي عمل دی، ګټه او تاوان يې شخص ته وي، خو مهارت بيا ټولنيز عمل دی، سره لدې چې فرد پخپله دغه مهارت زده کوي، خو د مهارت کارولو اغيزه پر نورو وي.

ډاکتران راواخلئ بهترين يې هغه دي چې هم يې اخلاق او هم يې د طبابت مهارت ډير ښه وي، خو ښايي داسې يو څوک ډير کم پيدا شي، دوه نور سره پرتله کړئ، لومړی يې په اخلاقي توګه ډير ښه شخص دی، خو پر طبابت يې دومره سر نه خلاصيږي او درملنه يې خطري وي، دوهم يې په اخلاقي توګه ډير ضعيفه دی، خو په خپل کسب کې ډير وارد دی، تاسې چې کله خپل ناروغ ډاکتر ته بيايي کوم يو ته ورځئ؟

پر ناوړه مشرانو يوه څيړنه وايي چې اکثراً هغوی چې د مشرۍ وړ نه وي هغوی ته موقف ورکول کيږي. ځکه چې دا خلک په ټولنيزه توګه له ټولو سره ښه وي، خو په مهارت کې بيا ډير ضعيفه وي، ورسره هغوی چې دوی دغه موقف ته ټاکي، فکر کوي ښه شخص دی، زه به يې له تاوانه خوندي يم، خو دې ته نه ګوري چې دغه شخص د دغه دندې د اجرا توان لري يا نه.

انسان کبر لري، شيطان استکبار غرق کړ، دغه استکبار زموږ د نفس برخه ده، هغوی چې ژبه يې غوړه وي، هغه د انسان دغه د استکبار حس پړسولو او راسپړلو ډير ښه مهارت لري، اوله او اخيره يې له داسې ټکو ډکه وي چې پر ګمارل کيدونکي شخص ښه لګيږي، او کله چې بيا دغه شخص وګمارل شي، نو ګمارونکي يې ځان د ده په ناکامۍ او برياليتوب کې سهيم ګڼي، نو ځکه د ګمارل شوي شخص د ناکاميو اوريدو ته دومره ليواله نه وي، او بریاليتوبونه يې هر چيرې يادول کيږي.

raw meat on white table

هر کله چې موږ وايو هر څوک دی خپل کار لره پيدا، هم دا شخص دې پخپله فکر وکړي چې آیا دا کار زما وړ دی يا نه، هو هر څوک بايد د نوې دندې لپاره يو څه زده کړي، خو دغه زده کړه بايد له لسو پنځلسو فيصدو ډيره نه وي، دغه شخص بايد دغې نوې موقف ته خپله پوهه، تجربه او مهارت راوړي، نه دا چې دلته کيني او بيا فکر وکړي چې اوس يې زده کوم.

هغوی چې يو څوک پر يو موقف ټاکي، بايد وګوري چې آیا دغه ټاکنه خو لدې کبله نه ده چې دغه ټاکنه ما ته ښه احساس راکوي، يا د دغه شخص کوم احسان پرې کوم، يا دغه شخص ښه ژبه، قيافه او نور لري او زه به پرې ښه ښکاره شم چې ټاکلی می دی.

پر دنده ګمارنې لپاره تر ټولو ښه اصل د هغه خدمت او چارو له نقطه نظره د شخص ارزول دي چې دغه شخص يې د اجرا مسؤليت اخلي، يعنې له پای څخه پيل ته راتګ دی، دا کتل دي چې بهترين شخص چې بهترينه دنده اجرا کړي څوک دی، بيا د هغې په رڼا کې د اوسنيو نوماندانو ارزول وي.

او هغه د قصاب کيسه، که چيرې تاسې خپل پنځوس شپيته زرو ځناور حلاله يوازې د زرو يا دوه زرو افغانيو سپمولو لپاره پر خراب قصاب حراموئ، نو بيا دې ستاسې الله مل شي.

ورته ليکنی: د ښکنځاوو ارزښت، د لياقت شخړه، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “هر څوک دی خپل کار لره پیدا ”

  1. عبادات او کاري چاپيريال – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب، هر څوک دی خپل کار لره پیدا ، د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند […]

    Like

  2. د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او ابتکار، د فکر تپل، د مشرۍ درس – ناکاميو منل، هر څوک دی خپل کار لره پیدا، کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه […]

    Like

Leave a reply to د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading