ستاسې سيال ستاسې د سيالۍ معيار او کچه ټاکي، که د کوڅې له پوډري سره مو سيالي وي يا د کوڅه له خان سره، د هغوی تر ټولو ټيټ حد سره به ځان عياروئ بيا به مخ په وړاندې درومئ. که يو څوک غواړي چې په المپيک کې برخه واخلي، نو هغه به د المپيک د لوبغاړو په څير ځان روزي، ځکه سيالان يې هغوی دي، هغه يې د سيالئ ډګر دی.
زموږ د کرکټ ټيم راواخلئ، همدې زيمبابوی او آيرلنډ ته تکړه دي، له دوی چې ووځي بيا پرې خلکو ريکارډونه ټينګ کړې وي، ځکه چې دوی يوازې همدغه ډلو ته د سيالانو په سترګه ګوري، له هند او آسټراليا او نورو سره ورته سيالي هسې د زده کړې يوه معامله ښکاري، ميدان ته له ښکته کيدو وړاندې يې منلي وي چې په بياللو خو يې هسې نه هم بيالو خو چې دا بايله مو لږه د حيا وي.
پر سرک موټر چلوۍ له يو چا سره مو د موټر ځغاسته شوه، که مقابل لوری مو په شپيته کيلومتره سرعت روان وي، نو تاسې که غواړئ سيال پاتې شئ نو لږ تر لږ خو بايد شپيته کيلومتره په سرعت روان واوسئ، له هغې آن اندکه بهتري هم تاسې ګټې ته رسوي، خو لومړی خو بايد دغه شپيته کيلومتره ته ځان ورسوئ او ويې ساتلی شئ.
د هېوادونو ودې او پانګونې جذبولو، تعليمي معيارونو، سياسي اړيکو، هر هغه څه چې يو هېواد ته بهتره ښکاري، پر هغې به د خپلو سيالانو له اړخه سيالي کوي. تيره روژه کې عربي هېوادونو خپل د روژې قيودات ډير نرم کړي وو، پخوا به د ورځې د خوراک ځايونه بند وو، خو تيره روژه کې د دې لپاره چې په اقتصادي توګه له ګاونډيانو سره سيال پاتې شي، ريسټورانټونه، هوټلونه او نور يې پرانيستي پريښي او هغه د خلکو خوښه وه چې ورتلل يا نه.
چين ځان له امريکا سره وهي، کوم يو يې ښه دی، کوم بد، هغه زموږ بحث نه دی، خو دغه دواړه هېوادونه هڅه کړي چې له يو بل سره يې ووهي، نور هيوادونه هيڅ ځان سره سيال نه ګڼي او نه ورپسې ګرځي چې څه کړي. هند يې بيا له چين سره وهي، در په در ګرځي چې هغه سلاوې، ټکنالوژۍ، پوهې او نور حاصل کړي چې وکولای شي له چين سره يې سيال کړي، پاکستان بيا د چين په اوږو هند داړي، هغه چې څومره يې کولای شي، بيا به يې څيړو.
په شخصي او مسلکي لحاظ له هر هغه چا سره چې سيالي کوئ د هغې د کچې تمرين، روزنه، او فکر بايد ولرئ، له هغې ټيټه کې مو بايللې ده، له هغې سره په مساوي کې په سيالي کې ياست او له هغې لوړه کې مو ګټلې ده. له هغې څخه په لوړه کې ضرور نه ده چې ډير څه وکړي، يوازې اندکه بهتري د ګټې سبب ګرځي.
د ځيرکه ټليفونونو بيلګې راواخلئ، سامسونګ او ای فون دواړه ښه ټليفونونه دي، خو که دوی غواړي له يو بل سره سيالي وکړي نو هغه مشخصات چې د دې سيال يې لري، هغه خو به حتماً لري، دغه يې د پيل يا صفر نقطه ده، له هغې وړاندې به فکر کړي. هغه څه به ورکوي چې يو څوک وغواړي د دوی محصول واخلي.
د دندې په لټولو يا نړيوالو سره په سيالۍ کې زموږ د صفر نقطه هغه ځای دی، له کومه يې چې زموږ سيال پيلوي، هغوی چې ستاسې دندې ته عارض وي، هغوی دغه لومړي مشخصات پوره کړي دي، تاسې به يې لدغه ځايه پيلوئ، دوامداره زده کړه، مو تل په سيالۍ کې ساتي، که چيرې يو څوک په دوامداره توګه په يو صنعت کې وي، هغه د هغوی په پرتله چې نوی دغې منډې ته داخليږي، څخه وړاندی دی.
که غواړو سياله پاتې شو، نو بايد پوه شو چې سيالي په څه کيږي، او څرنګه د سيالۍ دغه وسايل تر لاسه کړم. ضرور نه ده چې د سيالۍ د مهارتونو او پوهې په اړه زه څه فکر کړم، مهمه دا ده چې زما سيالان د هغې په اړه څه فکر کړي، او هغوی له دغو وسايلو د خپلو سياليو لپاره څرنګه ګټه اخلي.
وينا کا چې ناکامه شخص بهانې لټوي او بريالی د خپل برياليتوب لپاره لارې چارې او د خپلې ناکامۍ لاملونه څيړي چې ولې ناکامه شو. له ماشومانو يې هر څوک ګټي، له زمبابوی، ويسټ انډيزه او آيرلينډه يې هر څوک ګټي، پر روږدي، بيوزله، بې مهارته او نورو هر څوک ځان ممتاز ګڼلی شي، کمال هغه دی چې د کمال پر لرونکو ممتاز شئ.
او د نړيوال کپ له ګټونکو، د المپيک له سيالانو سره سيالي، د نړۍ له پرمختلليو هيوادونو سره سيالي، د نړۍ له ممتازو حکومتونو سره ډغره، د نړۍ له پوهو او برياليو علماوو سره مناظره، د نړۍ پر اقتصادي او سياسي پر لوړو او ژورو پوهه او په اړونده سکتور کې سيالي ټول زيار او هڅه غواړي، که هلته ځان رسوئ د هغوی په کچه او معيار به ځان په عذابوئ، آیا دغه توان لرئ.
که د سپوږمۍ دعويدار يې، آیا سپوږمۍ ته د لاس اچولو وسايل لری او آیا د دغې سيالۍ ممتاز سيال تاسې ته د سیال په سترګه ګوري؟ په دغه سيالۍ کې د سيال پاتې کيدو يې؟ ستاسې سيال د لوبې اصول او ګټه ټاکي، آیا په دغه ټاکل شوو اصولو کې يې ګټلی شی؟
ورته ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه، هېوادونو وده او پوهه، پوهه: پر کومه بيه






Leave a reply to سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه