دا اهل يې څوک دی

وايي اهل ته يې وسپارئ، اوس دا اهل څوک دی او څرنګه به يې تعريفوئ. هر څوک ورته د خپلو اړتياوو او غوښتنو په رڼا کې ګوري، څوک به ډير اهل وي خو که د مقابل لوري ګټې ونشي ساتلای، د اهليت ډيرې ځانګړنې به يې د پوښتنې لاندې راولي.

Contemporary schoolgirl sitting by rotating pottery wheel against blackboard while sculpting new clay jug at lesson of handcraft

ذوالفقار علي بوټو (د بينظير بوټو پلار) د نورو جنرالانو له منځ څخه ټیټ پوړی جنرال ضياالحق رامخکې کړ، اهل يې وګاڼه، د پوځ مشر يې کړ، خلکو ورته ويل چې سړی د اعتبار نه دی، خو ده ويل داسې يو څوک چې زما له ويرې لګيدلی سګرټ په جيب کې پټوي، هغه به هیڅکله زما له امره د سرغړاوي جرات ونه کړي، ضياالحق همدا بوټو راځوړند کړ، سره لدې چې آن اعدام ته د بوتللو پر مهال هم بوټو نه منله چې اعداميږي.

پرويز مشرف همدا کار له نواز شريف سره وکړ، او مشرف هم نواز شريف پدې رامخکې کړی وو چې اصل نسل يې نه دی معلوم ورسره له ټيټه يې راپورته کوم، زما د اوامرو تابع به وي. نن سبا د عمران خان بحث ګرم دی، چا رامخکې کړ، دا له چا سره جوړ راغی، چا واک ته ورساوه، خو نن هغه پخواني ملګري سره لاس په ګريوان دي.

داود خان د خپلو اهلو ملګرو په مرسته کودتا وکړه، اوس يې چې کمونستان بولئ، خلقيان يا پرچميان خو چې هر څوک وو، ځان يې پرې واک ته ورساوه، غوړې چوکۍ يې هم همدوی ته ورکړې، بيرته همدې خلکو پرې کودتا وکړه، تر کلونو د داود خان مړی ورک وو.

د پوهې د اندازه کولو لپاره عموماً يو تر ټولو عام موډل د انګليسي ټي حرف ته ورته ماډل کارول دي، يعنې د پوهې ژورتيا او پراخوالی اندازه کوي، له ژورتيا څخه زموږ هدف د پوهې مسلکي لاسته راوړنه ده، او پراخوالي څخه هدف د يو شخص د تجربې يا ټولنيزو اړيکو پر استناد لاسته راوړنه ده.

يو څوک به په روغتون کې شل کاله کار وکړي، آن په درملتون کې به کار کړي، خو دا په دې معنا ده چې هغه دې ډاکټر يا فارماسیست شي، يا يو څوک دې په مسلک ډاکټر وي، خو په طبابت کې دې کار نه کړي، دا معنا نه لري چې د هغې پر طبابت دې سترګې پټې شي.

نن د ګوګل او چيټ جي بي ټي او مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې د هرې پوښتنې ځواب شته، خو آیا څوک به دا جرات وکړي چې کله د کومې ناروغۍ نښه نښانې وويني ګوګل ته دې کيني او له معايناتو پرته دې ځان لپاره درمل راونيسي او بيا دې په اوږده کې په دې تمه وي چې دغه درمل به جانبي عوارض ونه لري.

ټول فکر کړي چې پر اهليت خلکو ته مسؤلیتونه سپاري، خو هر څوک دغه اهليت ته له خپل فکره او نظره ګوري. مشر يا چوکۍ سپارونکي ته اهل هغه څوک دی چې د ده ګټې خوندي کړي، دا ګټې دې ضرور نه وي چې تل مشروع وي، د مشر لپاره تر ټولو اساسي ګټه د ده د مشرۍ او واک دوام دی.

د اهليت په دغه تعريف کې پيژندنه مهمه ده، دغه پيژندنه که څوک يې واسطه بولي يا غوړه مالي يا بل، خو تر څو چې دغه لياقت او اهليت ژبه او څيره ورنه لري تر هغې څوک چا ته چوکۍ نه سپاري، په ځانګړي ډول هغه چوکۍ چې نور يې هم دعويدار وي او بازار يې ګرم وي. له همدې کبله ځينو ته شهرت، نيکنامي، ښه ژبه، ښه لباس او نور هم د اهليت يو معيار وي.

لدې سره دغه د مسؤليت بحث دوه اړخيزه دی، هغه چې یو چا ته مسؤليت سپاري، ښايي د اعتماد يا د ده د پخوانۍ تجربې پر اساس وي چې فکر کړي چاره به په بهتره توګه پر مخ يوسي، دوهم اړخ يې هغه شخص چې دا مسؤليت قبلوي آیا د دې چارې پر مخ وړلو اهليت په ځان کې ويني، که د امانت سپارلو له نقطه نظره ورته وګورئ يو څوک خو به امانت دروسپاري خو آیا ساتلی يې شئ.

يو څوک به په کوڅه کې خير ته ناست وي، يو بل څوک به ورسره امانت څو روپۍ کيږدي، سره لدې چې دا خیرات خور به ډير ښه سړی وي، هغه چا چې ورسپارلي وي هغه به هم پر اعتماد لري، خو که چيرې دغه خیرات خور پر سرک پريوځي، آن ځان نشي ساتلای، کومه خونه يا بل ځای نه لري، نو دا امانت به څنګه وساتي.

همداسې که يو څوک د يوې دندې، چارې يا بل کار سر ته رسولو لپاره اړونده مهارتونه ونه لري، دا دې ډير ښه سړی وي، خو هسې به په صحرا کې پروت وي او نه به پوهيږي چې لدې امانت سره څه وکړي.

د مشرۍ او ادارې په چوکاټ کې د اهليت او لياقت ارزولو لپاره دوه عامې کړنلارې دي، يوه يې د دندې له نظره د وړ شخص موندل دي، لکه د يو چا ښوونکی په کار دی، نو د ښه ښوونکي مشخصات ذکر کوي، پر دغه ځانګړتياوو پوره شخص لټوي يا يې ورته روزي. دوهم اړخ يې وړ شخص ته د مناسبې دندې ورکول دي، له تاسې سره يو وړ او اهل شخص شته، نه پوهيږئ چيرې ترې کار واخلئ، نو د ده مهارتونه او ښه مشخصات رااخلئ، داسې دندې يا چارې سره يې برابروئ چې ګټور وي او هلته يې ليږئ.

په دواړو کړنلارو کې مهم د چارې اجرا ده، که چيرې کارونه ټکني شي، له حل زيات ستونزې رامنځ ته کړي او له وخت سره دغه شخص ځان له بدليدونکو اړتياوو سره برابر نه کړای شي، نو بیا هم اهليت تر پوښتنې لاندې راځي.

ورته ليکنی: د بيزوګانو نکل، د ښکنځاوو ارزښت، د لياقت شخړه، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

16 responses to “دا اهل يې څوک دی”

  1. د مسلک بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  2. دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  3. مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  4. تخصصي او عمومي پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  5. مشري: پريکړې او پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  6. د رښتياوو زغملو کچه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  7. د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  8. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  9. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  10. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  11. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  12. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  13. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  14. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  15. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  16. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] وړانديزونه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک دی، شکوڼ او ګيدړ،  دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

Leave a reply to دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading