لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)
دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)
درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)
د انټرنېټ د خوندتيا لارښود
د انټرنېټ د خوندتيا پيغامونه باید پر وخت، له عمر سره برابر، په کلتوري توګه مناسب او د هغې کورنۍ/ټولنې له ارزښتونو او قوانينو سره برابر وي چې هلک يا جنۍ پکې ژوند کوي.
عموماً، د انټرنېټ ځوان کاروونکي د عمر له پلوه پر دريو ډلو ويشل کيږي، د عمر دا درې ډلې د ماشوم د ودی درې مهمو پړاوونو په رڼا کې ټاکل شوي دي، خو مهمه ده چې پوه شو، هر ماشوم ځانګړی شخصيت لري او لدې لارښودونو هدف دا نه دی چې پر ټولو دی يو ډول عملي شي، هر ماشوم ستاسې ځانګړې او شخصي پاملرنې ته اړتيا لري، او د همدې اړتياوو او مهارتونو په رڼا کې تاسې بايد اړونده کړنلارې خپلې کړئ.
لومړئ ډله: له ۵ تر ۷ کلن ماشوم
د دې عمر ماشومان ټکنالوژئ سره په لومړي ځل مخ کيږي. د دوی استعمال باید تل د والدینو یا مشرانو لخوا وڅارل شي. د چڼولو (فلترول) سوفټوير يا نور ورته تخنيکي ميکانیزمونو څخه هم ګټه اخيستل کیدای شي. دا به هم ښه وي چې ماشوم عمر په پام کې نيولو، د خوندي ویبپاڼو او پروګرامونو ليسټ ولرئ او دوی يوازې هماغه وکاروي. لدې سره ماشوم ته بايد د انټرنېټ استعمال ساده لارښودونه او اداب هم وښودل شي.
د دې عمر ماشومانو د انټرنېټ استعمال ساده وي، او په ډيرو پيچلو پيغامونو او استعمال يې سر نه خلاصيږي، موږ دلته دا وړاندیز هم کوو چې د داسې ماشومانو والدين يا وليان د دې لړئ وليانو يا والدينو لپاره لارښودونه هم يو ځل له نظره تير کړي، په راتلونکو برخو کې پر دې لارښودو غږيږو.
دوهمه ډله: له ۸ تر ۱۲ کلن زلمکیان
دا عمر د ماشوم/ژڼي د بدلون جنجالي وخت دی. عموماً پدې وخت کې دوی ځوانيږي او د ډيرو پوښتنو او راسپړلو توان پيدا کوي، چې له کبله يې هڅه کوي له قيوداتو ووځي او خپلو پوښتنو ته پخپله ځوابونه پيدا کړي. پدې عمر کې دوی پوهيږي چې څه آنلاين شته او غواړي چې پخپله يې ولټوي، ماشوم په خپل عمر کې د قيوداتو ازمويل زده کوي او همدې “مه کړه” “وکړه” کې خپل حدود معلوموي. دلته ممکن د چڼولو له پروګرامونو يا نورو تخنيکي وسيلو کار واخيستل شي، خو دې عمر ماشومانو لپاره مهمه ده چې پوه شي له نابلده محتوياتو او اړيکو سره څه وکړي، ځکه دا ناپوهي کولای شي د دوی آنلاين ګواښ او خطر ډير لوړ او ناوړه تجربو سره يې مخ کړي.
اخيري ډله: ۱۳ کلن او مشران
دا يې عمر په لحاظ تر ټولو لويه ډله ده، او ځلمي/ پيغلې پکې شامل دي. دا ډله خلک په ګړنديوالي سره لوييږي، په يوه وخت کې له ځوانۍ پر سړيو يا ميرمنو بدليږي، او ورسره خپله پيژندنه او خوښی هم مومي. دوی عموماً له ټکنالوژئ څخه د مشرانو له څارنی پرته په بهتره توګه ګټه اخيستلای شي. د چڼولو پروګرامونه ممکن خپله اغيزه له لاسه ورکړي، خو په ځينې مواردو کې لکه که چيرې ځينې ځوانان له لنډمهاله يا اوږدمهاله خطر سره مخ وي، ښايي اغېزمن واقع شي.
د هغوی د وجود د هورموني بدلونونو او فزيکي ودی په رڼا کې، ځلميان/ پيغلې ممکن وغواړي چې د والدينو له څارنی ځان خلاص او ملګري ولټوي. له جنسي موضوعاتو سره طبعي علاقی له کبله ممکن ځينې ځلمي له ناوړه او ستونزمنو حالاتو سره مخ شي، نو له همدې کبله مهمه ده چې دوی پوه شي څرنګه له انټرنېټ بهتره ګټه واخلي او آنلاين خوندي پاتی شي.
د ماشومانو او ځوانانو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال اصول
پر SMART عمل وکړئ
(خپل حدود وټاکئ) Set your limits = S
Meeting Online friends offline = M (د انټرنېټ له ملګرو سره مخامخ ليدل)
Accepting invitations/ friendships = A (پلنو/ ملګرتوبونو قبلول)
React = R (غبرګون)
Tell Someone about your concerns = T (له خپلو انديښنو يو څوک خبر کړئ)
د دې اصولو تشريح ته وروسته راګرځو، خو مخکې لدې ځيني عمومي ټکو ته هم پام وکړئ:
۱. پر انټرنېټ ډير څه کولای شئ. لوبيدلای شئ، له ملګرو سره اړيکه نيولای شئ، خپله د ماشومانو لپاره لوبی جوړولای شئ، ډير ګټور معلومات حاصلولای شئ، تاسې له دې ډيجيټلي وسيلې څخه د ګټی اخيستلو پوره حق لرئ.
۲. خو ورسره پدې هم باید پوه شئ، چې پر انټرنېټ ځينې ناوړه شيان لکه عکسونه يا کيسې هم شته چې ممکن ستاسې د انديښنو يا ويری سبب شي، په دې ډيجيټل نړۍ کې يوازې ستاسې د کورنۍ غړي او اعتباري ملګري نه دي، بدبختانه دلته ډير داسې خلک شته چې ممکن ښه نه وي او غواړي چې نورو ته زیان ورسوي، ويې ويروي يا يې تهدید کړي. د انټرنېټ کارولو پر مهال بهتره ده له ځينو اساسي اصولو خبر واوسئ او د کارولو پر مهال يې په پام کې ونيسئ.
۳. د خپلو حدودو ټاکلو او انټرنېټ څخه د خوندي ګټی اخيستنی پوره حق لرئ. په آنلاين او همداسې په حقيقي ژوند کې هوښيار، بامسؤليته او خوندي واوسئ.
(خپل حدود وټاکئ) Set your limits = S
۱. خپل محرميت جدي واخلئ. هر کله چې ټولنيزه شبکه يا بل آنلاین خدمت کاروئ، خپل، ملګرو او کورنۍ غړو محرميت ته پام وکړئ. تاسې ممکن فکر وکړئ چې آنلاین نامعلوم يا پټ ياست خو له بیلابیلو وسيلو د معلوماتو راغونډول تاسې او ستاسې کورنۍ باره کې ډير څه راسپړلی شي.
۲. که چيرې ټولنيزې شبکی پاڼه کاروئ، د محرميت له ټاکنو (Settings) کار واخلئ. تر څو ستاسې پروفايل يوازې ملګرو ته د لید وړ وي. د امکان په صورت کې د خپل اصل نوم پر ځای کورنی یا ملګرتوب نوم وکاروئ چې يوازې ملګري مو ترې خبر وي. نور متقابلي خدمتونه لکه مسنجری هم د محرميت وسيلې لري له هغوي ګټه واخلئ.
۳. د يو څه له آنلاين خپرولو وړاندې دوه ځل فکر وکړئ. آیا غواړئ چې له ټولو، هم ملګرو او هم پردیو، سره يې شريک کړئ؟ يو ځل چې مو يو څه معلومات، عکسونه، او نور آنلاين خپاره کړل، بيا يې نه ليرې کولای او نه نور منع کولای شئ چې هغه ونه کاروي. ممکن په پوره باور سره هیڅکله پوه نه شئ چې لدې معلوماتو به څوک څه ګټه واخلي.
۴. پام مو وي چې هر څه رښتيا نه وي. که يو څه ډير ښه يا سم ښکاري ډير امکان لري چې غلط وي يا همداسې ښودل کيږي چې سم دي. تل معلومات له يوې بلې باوري منبع سره تصديق يا پرتله کړئ.
۵. تاسې حقوق لرئ چې هم تاسې او هم نور بايد ورته درناوی وکړي. هیڅکله د نورو لخوا آزار يا تهدید ونه منئ. د ښه اخلاقو قوانين او توقعات ريښتوني ژوند سره سم پر آنلاين نړۍ هم عملي دي.
(د انټرنېټ له ملګرو سره مخامخ ليدل) Meeting Online friends offline = M
۱. ځيني وخت آنلاين اړيکه پر ملګرتوب بدليږي.
۲. مخکې لدې چې آنلاين ملګری مخامخ ووينئ، څو ځله فکر وکړئ. که بیا هم غواړئ چې ورسره وګورئ، تل له ځان سره يو باوري څوک بوځئ، تر څو د ملاقات له خرابيدو يا ناوړی پيښې مخنيوی وکړي.
۳. دې ته مو هم پام وي چې ښايي ستاسې آنلاين ملګری هغه څه نه وي څه چې تاسې فکر کړی وو.
(د بلنو/ ملګرتوبونو قبلول) Accepting invitations/ friendships = A
۱. عموماً خلک آنلاين له هغوی سره غږيږي چې په ريښتوني ژوند کې يې هم ملګري وي. تاسې د خپلو ملګرو له ملګرو سره هم په اړيکه کې کیدلای شئ. سره لدی چې نوو ملګرو لرل ساعتيره وي، خو آیا چې يو څوک ونه پيژنئ غواړئ ملګری ورته وواياست يا غواړئ هغه څه چې يوازې له خپلو ښو ملګرو سره يې شريکوئ له ټولو نورو سره يې هم شريک کړئ.
۲. د آنلاین اړيکو له لارو تاسې له نابلدو سره په اړيکه کې کيږئ. ممکن تاسې له نابلدو د ملګرتوب غوښتنه ترلاسه کړئ تر څو ستاسې پروفايل وويني، خو دا به ښه نه وي چې قبول يې کړئ. د نابلدو چې تاسې پرې باوري نه ياست، بلنو په نه منلو کې هیڅ عیب نشته. په ټولنيزو شبکو کې تر ټولو ډيرو يا بېشمېره اړيکو لرل هیڅکله هدف نه وي.
React = R (غبرګون)
۱. ځان له ناراموونکي يا ناوړه محتوياتو څخه وساتئ. په ناپوهئ کې داسې سايټونو ته مه ورځئ او مه يې آدرسونه سره شريکوئ. که چيرې داسې څه وينئ چې تاسې نارامه کوي، له خپلو والدينو يا باوري چا سره پرې وغږيږئ.
۲. له بد سلوک صرفنظر وکړئ او بد بحث يا د ناوړه محتوياتو سايټونه پريږدئ. لکه څرنګه چې په اصل ژوند کې ځيني خلک د بیلابیلو دلایلو له کبله د نورو په وړاندې جګړه يي يا ناوړه عمل کوي یا ناوړه محتويات شريکوي، آنلاين نړۍ هم لدې مرضه پاکه نه ده، نو ځکه بهتره ده پر داسې څه سترګی پټی کړئ يا يې بلاک کړئ (د اړيکی مخه يې ونيسئ)
۳. هغوی چې تاسې سره اړيکی لپاره بې ادبه، تحميلي يا ګواښونکی ژبه، ايميل يا ويناوی کاروي، بلاک يې کړئ. آن که پيغام آزاروونکی يا ناراموونکی وي نو کوم مشر ته يې مشورې لپاره وښاياست. تاسې بايد د بل چا پر وينا يا پيغام ونه شرميږئ.
۴. تل مو پام وي که څوک، په ځانګړي ډول پردي، غواړي له تاسې سره پر جنسي موضوعاتو وغږيږي. په ياد مو وي چې تاسې هیڅکله د مقابل لوري اصل هدف يا پيژندنه نشئ معلومولی. ماشوم يا ځوان شخص سره جنسي يا ورته اړيکه تل د انديښنی وړ ده او بايد باوري مشر پرې خبر کړئ.
۵. که چيرې تاسې جنسي بحث، جنسي فعاليت يا ورته جنسي کړو عکسونو شريکولو ته هڅول شوي ياست، نو باوري مشر سره د مشورې لپاره وغږيږئ. هیڅ بالغ/مشر له کشر/ماشوم/ ځوان څه د داسې څه غوښتنو حق نه لري، دا مسؤليت تل د مشر دی چې له داسې څه ډډه وکړي. ماشوم بايد ملامته نه کړئ.
Tell Someone about your concerns = T (له خپلو انديښنو يو څوک خبر کړئ)
۱. که چيرې آنلاين کومې انديښنی يا ستونزې لرئ، له باوري چا سره وغږيږئ. ستاسې والدين يا بل مشر کولای شي ښه مشوره درکړي. هیڅ ستونزه دومره لويه نه وي چې حل ونه لري! که چيرې په هېواد کې د ماشومانو د مرستې اداره/شمېره درسره وي، له هغوی سره وغږيږئ.
۲. تاسې کولای شئ اړونده ویبپاڼې ته د ناوړه محتوياتو يا فعاليتونو په اړه ايميل وکړئ.
۳. پر ناوړه محتوياتو او فعاليتونو پوليس يا نورې اړونده ادارې هم خبرولای شئ.
۴. همداسې پر ځان پام کولو سربيره، تاسې بايد پر خپل کمپيوټر يا ګرځنده وسيلې هم پام وکړئ.
د SMART اصولو په څير، د وسيلو استعمال لپاره هم ساده او ګټورې مشورې او اصول شته چې بايد په پام کې ونيول شي.






Leave a reply to آنلاين دروغ رښتيا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه