نن د تعليم خرڅول يو نړيوال کاروبار دی، هغه هېوادونه چې سياسي اغيزه لري يا يې د ځان لپاره بازار موندنه کړې ده، د هغه هېوادونو پوهنتونونو بازار ډير ګرم دی، اسټراليا، جرمني، انګلستان، هند، کاناډا، امريکا، دا ټول هېوادونه د خپلو پوهنتونونو لپاره بهرني هيوادونو څخه د زده کوونکو منل هڅوي.
له هند پرته خو دا نور ورته په هېواد کې د پاتې کيدو فرصت هم ورکوي. دغو هيوادونو تعليم څومره ښه دی يا بد هغه بيل بحث دی، خو د دې هيوادونو سياسي مشران پوهيږي چې دغه زده کوونکي چې دوی يې له خپلو پوهنتونو فارغوي، په خپلو هيوادونو کې د دوی استازي دي، او تر څو چې ژوندي وي د خپل پوهنتون او درس وخت به يادوي، او که چيرې کوم مهم موقف ته ورسيږي نو ښايي زموږ په ګټه هم تمام شي.
نو ځکه، خپلو تعليمي ادارو ته د راتلونکي نسل د روزنو وسيلو سره سره له نړۍ سره د يوه پل په توګه هم ګوري، او عموماً هغوی چې بهر ته خپل اولاد درس لپاره ليږلی شي، هغه نسبتاً په ښه اقتصادي حالت کې وي، يا د زده کړې پر ارزښت پوهيږي، او د دې خلکو د پرمختګ امکانات هم لوړ وي.
د رسمي تعليم د سندونو بازار له يوې پيړۍ راهيسې ګرم دی، چيرې چې فابريکو او د کار ځای يو معيار غوښته چې د هغې پر بنسټ خلک وګماري، يعنې که چيرې د کومې مدرسې يا جومات لپاره مولوي په کار وي نو بايد پر کومو معيارونو پوره وي، يا له کوم ځایه فارغ وي، همداسې که کومه فابريکه کاريګر غواړي نو کوم سندونه بايد ولري، دغه د زده کړې معيار پر ځای پاتې دی خو نړۍ بدله شوې ده.
نن سبا، له تعليمي سند سره تخصصي روزنې هم په کار دي، هغه مدرسه چې په ترکيه، مصر يا سعودي عرب کې اسلامي تعليم ورکوي، ښايي له هغه معلم څخه زموږ په مدرسه کې همدا تعليم ورکوي، بيل تخصصي مهارتونه وغواړي، آن که په دغو دواړو مدارسو کې ټاکل شوي ښوونکي له يوه دارالعلوم فارغ وي، خو بيا هم د خپلې ټولنې يا کارځای پر اساس به بیل ډول مهارتونو ته اړتيا ولري.
خلک د مذهبي او عصري علومو تر منځ توپير کړي يا وايي چې مذهبي خلک نه شي کړای ځانګړې چارې پرمخ يوسي، بحث د مذهبي زده کړې نه دی، بحث د مهارت دی، هند د سپوږمۍ تياره قطب ته سپوږمکۍ واستوله، د دې چارې مشري يوې هندوې ميرمن کوله، که تاسې يې انځورونه ليدلي وي، پر ټوله چاره د هندويزم مذهبي اړخ حاکم وو، دغه ټول سرسخته هندي مذهب پلوي وو.
د دغو ډول چارو تر ټولو خطري حالتونه د راکټونو داغل او هدف ته رسيدو پر مهال د هغې مناسب او آرامه کينول وي، په دواړو حالتونو کې دوی خپلو بتانو ته عبادت کاوه، آن د دغې سپوږمکۍ د ناستې پر مهال هم دوی ټول لاس په دعا وو، له ناستې وروسته يې له خپلو معبودانو مننې کولی.
يا يې د يهودانو بيلګه راواخلئ چې د اسرايیلو هره اداره له دغې مذهبي خلکو ډکه ده، عيسويان هم همدا ونډه لري، د امريکا هر ولسمشر د ټاکنو پر مهال او له هغې وروسته خلکو ته وايي چې زه ښه عيسوي يم او دوامداره کليسا ته ځم. بحث د مذهب نه دی، بحث د هغې چارې د مهارتونو دی چې شخص ته ورکول کيږي.
که يو څوک موټروان غواړي، مهمه نه ده چې موټر ته څوک ناست دی او څه رنګ جامه يې اغوستې ده، مهمه دا ده چې د موټروانۍ مهارتونه لري يا نه.
انسان په خپل ژوند کې له بيسارو بدلونونو تيريږي، نو ځکه داسې فکر دې نه کړي هغه څه چې زه يې نن په شل يا پنځه ويشت کلنۍ کې ټاکم هغه دې په پنځوس کلنۍ کې هم کار وکړي، يا کومه ټکنالوژي يا طريقه د کار چې نن ټاکئ هغه دې پنځه کاله وروسته هم د کار وي.
له هغه څه سره چې انسان مينه لري، په هغې کې لټه کړي، دغه لټه د مهارتونو او پوهې شکل خپلوي، څرنګه پوهيږئ چې له څه سره مينه لرئ، هغه څه چې دوامداره ورته راستيږئ، هغه مو خوښيږي. که په هر مسلک کې ياست او ځانګړو چارو ته دوامداره راستنيږئ نو پوه شئ دا هغه څه دي چې غواړئ زده يې کړئ.
نو ځکه بهتره لار دا ده هغه څه چې غواړئ زده کړئ، پر هغې هڅه وکړئ او زده يې کړئ، ويې کاروئ که چيرې مو دغه زده کړه دوامداره وه، او تل مو پکې نوي ابتکارات او نوې هڅې کولی نو په دغه چاره کې به بريالي ياست، خو که چيرې مو احساس کړه چې له يو څه مودې وروسته مو هغه لومړۍ مينه نه ده پاتې، نو بيا ترې تير شئ، او په کراره بل څه ته پام واړوئ.
د مسلک ټاکنه او وده د کور جوړول دي، هره خښته خپل ارزښت لري، او دا هر څه مو له ذهنه پيليږي، لومړی به دا منئ چې ښه مسلک مو ټاکلی دی، که چیرې واياست چې ښه نه دی، بل څه ته ولاړ شئ، آن دا هم کولای شئ چې له څو مسلکونو ځانګړي مهارتونه راواخلئ هغه زده کړئ، لکه کرهڼه زده کوئ خو په هغې کې د انجينرۍ پر اساس ميخانيکي ابتکارات کوئ، مهمه دا نه ده چې څه ټاکئ مهمه دا ده چې آیا دغه حوصله لرئ چې په خپل ټاکل شوي مسلک کې دوامداره زده کړه او ابتکارات وکړئ.
د برياليو خلکو عادتونو بیلابيلو مطالعو ښودلې ده چې دغه ټول خلک چې په هر مسلک کې وي درې بنسټيزه عمومي عادتونه لري، لومړی دوی دوامداره زده کړه کړي او د زده کړې پر اساس تجربې کړي، او له ناکاميو سره راحت وي، دوهم، دوی منظم وي، يعنې هرې چارې لپاره منظمه لاره تعقيبوي، او درېيم خپل ژوند په خپل لاس کې بولي، يعنې پوهيږي چې زما کاميابي او ناکامي خپل لاملونه لري، که چيرې زه دغه لاملونه مطرح کړم، نو همدې پر اساس هم بريالی کيږم او ښايي هم ناکام شم.
ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه