د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶) 

لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)

درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) 

څلورمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) 

پنځمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) 

د نېټ آداب

د نېټ له ادابو مو هدف آنلاین او ټولنيزو شبکو کارولو پر مهال باید له نورو سره څرنګه سلوک وکړئ. ځينې وخت خلک دا هيروي چې ستاسې مقابل لورې ته هم يو اصل شخص ناست دی، چې تاسې ورسره آنلاین غږيږئ، نظر ورکوئ يا ورسره لوبيږئ. دا آسانه وي چې آنلاين داسې څه وواياست يا وکړئ چې ممکن په اصل ژوند کې يې ونه واياست يا نه وکړئ، او ښايي د مقابل لوري د نارامۍ يا سرڅوړئ/خجالتئ سبب شي. مهمه ده چې آنلاین له نورو سره مهربانه او با ادبه واوسئ – له ځان سره فکر وکړئ چې ستاسې سلوک به پر هغوی څه اغېزه وکړي.

مشوری
  • له نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څرنګه چې غواړئ له تاسې سره سلوک وکړي. د بدې ژبې او داسې ټکو له کارولو چې د هغوی د عذاب سبب شي، څخه ډډه وکړئ.
  • د «نېټ آداب» زده کړئ. څه مناسب او څه نامناسب دي. څرنګه چې ډيره اړيکه په ليکلې بڼه وي، هغوی ستاسې څيره او احساسات نه ويني نو ځکه د دې امکان ډير وي چې پيغام به مو نامناسب معنا شي، له خپلو کړو وړو سره احتياط وکړئ.
  • که چيرې يو څوک تاسې ته نامناسب څه يا داسې څه ووايي چې بد احساس درکړي، ځواب مه ورکوئ. د چیټ له خونی یا بحث څخه ووځئ.
  • که چيرې بد څه وواياست يا خراب عکسونه يا نور ويروونکي څه ووينئ، نو خپل والدين يا بل باوري څوک خبر کړئ.

Little boy playing with tablet, sitting on sofa in dark room at night.

آنلاين لوبیدل

آنلاين لوبی خوندوری وي، خو باید دې ته پام وکړئ چې څومره او له چا سره لوبيږئ. که چيرې له نورو لوبغاړو سره غږيږئ هڅه وکړئ چې خپل شخصي او محرم معلومات سره شريک نه کړئ. که نه پوهيږئ چې لوبه ستاسې لپاره مناسبه ده يا نه، له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر څخه يې وپوښتئ.

مشوری
  • که چيرې بل لوبغاړی نامناسب عمل کوي يا تاسې نارامه کوي، د لوبغاړو له ډلې يې وباسئ/ بلاک يې کړئ. تاسې کولای شئ د لوبی اداره کوونکی پاڼې مسؤلينو ته يې هم په ګوته کړئ.
  • د خپلو لوبو وخت مناسب وساتئ، تر څو د ښوونځي کار، کورنيو چارو کې مرسته او ملګرو سره لوبو لپاره هم وخت ولرئ.
  • شخصي معلومات مو محرم وساتئ
  • ياد مو وي، چې خپلو آف لاین/ ريښتونو ملګرو، لوبو او نورو فعاليتونو لپاره کافي وخت ولرئ، بيلابيلې څيړنې ښيی له کمپيوټر يا بريښنايي وسيلې سره له ضرورته ډير وخت تيرول د شخص پر فزيکي او رواني روغتيا ناوړه اغېزی لري.
ګواښل او ډارول

لکه څرنګه چې مخکې مو هم يادونه وکړه، د فزيکي/آف لاین او آنلاین نړۍ سلوکونه دومره توپير نه لري، خو ځينې خلک بيا آنلاین مناسب عمل نه کوي او تاسې يا ممکن کوم ملګری مو ځان تر بريد لاندی احساس کړي. تاسې ممکن وځورول شئ يا ستاسې په اړه ناوړه افواهات خپاره شي يا نامناسب پيغامونه واخلئ يا آن وګواښل شئ. دا په ښوونځي يا بهر، د ورځې، د شپې، له بلدو يا نابلدو اشخاصو لخوا پيښيدلای شي چې تاسې ته ښايي د خپګان يا يوازيوالي احساس درکړي. هیڅوک د بل د ګواښلو يا ويرولو حق نه لري، او په ډيرو جدي حالاتو کې دا يو جرم او عدلي څيړل کيږي.

مشوری
  • ځان پرې غلی کړئ. که هغوی ځواب ترلاسه نه کړي نو زړه تنګي او په خپله لاره ځي.
  • شخص بلاک کړئ. لدې لارې به تاسې د هغوی پيغامونه يا متنونه نه وينئ.
  • چا ته يې وواياست. مور پلار يا بل اعتباري مشر خبر کړئ. ثبتونه يې وساتئ، لدې لارې د تهدیدوونکي لټول آسانيږي، متن، بريښناليک، آنلاين بحث يا غږ او نور د ثبوت په توګه وساتئ.
  • راپور/ احوال يې ورکړئ: خپل ښوونځي، انټرنېټ خدمت برابروونکي يا پوليس ته.
که چيرې مو ملګری آنلاين ګواښل کيږي

پدې په سختئ سره پوهيږو چې که چيرې زموږ ملګری ګواښل کيږي، هغه يې ممکن له ځان سره وساتي. که چيرې ګواښل کيږي نو ښايی تاسې ووينئ چې ډير آنلاين چيټ نه کوي يا ناڅاپي بې شمېره پيغامونه تر لاسه کوي يا د خپل کمپيوټر يا ټليفون له کتلو وروسته خپه کيږي، له ملګرو سره ناسته پاسته کموي يا له ښوونځي او نورو ټولنيزو فعاليتونو سره مينه له لاسه ورکوي.

  • د ګواښنې په مخنيوي کې مرسته وکړئ
  • که څوک پيژنئ چې ګواښل د هغوی ملاتړ وکړئ او په اړه يې وغږيږئ.
  • داسې پيغامونه يا عکسونه چې د چا د آزار یا خپګان سبب ګرځي، مه شريکوئ. سره لدې چې تاسې دا لړۍ نه ده پيل کړی، خو پر شريکولو تاسې د ګواښ/ ډارولو دغې لړۍ برخه ګرځئ.
  • د آنلاين مفاهمې لپاره دا اصل په پام کې ولرئ: له نورو سره داسې سلوک وکړئ لکه څرنګه چې غواړئ له تاسې سره سلوک وشي.

Little boy sad sitting alone at school hides his face. Isolation and bullying concept. Kid sad and unhappy, child was crying, upset, feel sick

ستاسې آنلاین شتون

آنلاین شريکول خپل خوند لري، او دا خوند يې پدې کې دی چې په يوه وخت کې يې بې شمیره خلک ليدلې او ځواب ورته ويلای شي. پام مو وي چې دا محتويات ښايي ستاسې له ملګرو اخوا نور خلک هم وويني. دوی دا محتويات تر راتلونکو کلونو لیدلای او ساتلای شي، نو ځکه مخکې لدې چې يو څه واستوئ يا یې پوسټ کړئ، له ځان سره پرې فکر وکړئ ځکه يو ځل پوسټ شوي محتويات بیرته نه ليرې کيږي، آن که تاسې يې له خپل پروفايل ليرې هم کړئ، د هغې شواهد/ نقلونه نورو ځايونو کې پاتيږي.

مشوری
  • خپل شخصي/ محرم معلومات پټ‌ وساتئ. خپل کارن (يوزر) نوم او پټ نوم (پسورډ) هیڅکله مه شريکوئ.
  • د بل چا باره کې هیڅکله داسې څه مه پوسټوئ چې مخامخ يې ورته نشئ ويلای/ يا نه غواړئ ورته يې وواياست.
  • تل مو ياد وي هغه عکسونه يا ويډيو چې تاسې يې له ملګرو يا نورو سره په شخصي توګه شريکوئ ممکن عامه ځايونو/ سايټونو ته لاره پيدا کړي، او بيلابيلو څيړنو ښودلې چې په ځانګړي ډول د نجونو عکسونه يا ويډيوګانی له اصل اخيستونکي لس ځلې اخوا نورو سره شريکيږي.
  • د بل چا لخوا شریک شوو ته درناوی ولرئ. لکه، که چيرې ستاسې ملګری د خپلې ميلمستيا عکس شريکوي نو دا د هغوی عکس دی، ستاسې ملکيت نه دی، تاسې يې بايد يوازې په هغه صورت کې شريک کړئ چې که چيرې اجازه ولرئ يا دا يادونه ورسره مل کړئ چې له کومه مو راخيستی دی.
د سپکاوي يا غير قانوني محتويات

د انټرنېټ کارولو پر مهال تاسې ممکن داسې ويبپاڼی، عکسونه، متن یا نورو موادو سره مخ شئ چې ستاسې د نارامئ يا قهر سبب ګرځي. څه کولای شئ.

مشوری
  • د داسې موادو ليدو په صورت کې له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر سره وغږيږئ.
  • که چيرې داسې ويبپاڼې سره مخ شوئ، نو بنده يې کړئ يا ځان پوه کړئ چې څرنګه ترې ځان خلاص کړئ.
  • که چيرې ويبپاڼه شکمنه ښکاري يا له داسې پيغام سره مل وي چې له ۱۸ کالو څخه ټیټ عمرو لپاره نه ده، نو بيرته راوګرځئ، ځينې شيان د ماشومانو/ځلمکيانو لپاره نه وي.
  • له خپلو والدينو وغواړئ چې کمپيوټر يا بله وسيله ستاسې د استعمال لپاره تياره کړي، او بې ځايه مواد/هغه چې ماشومانو لپاره نه وي، د لټون په ماشينونو کې بلاک کړي/ مخه يې ونيسي. ورڅخه وغواړئ د انټرنېټ فلټرولو سوفټ وير انسټال/ ځای په ځای کړي.

ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶) ”

  1. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] شپږمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

Leave a reply to د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading