جوماتونه، ښوونځي، پوهنتونونه، مدرسې او د پوهې نور داسې ټول مراکز خلکو ته پوهه ورښيي، مسلک يې ورټاکي. هغوی ټول لدې ځايونو فارغيږي يو ټکی مشترک لري چې له پوهې غني وي خو له جيبه خوار وي.
بيه يوازې مالي اړخ نه دی، فرصت او وخت هم بيه لري، لکه تاسې ته څوک مڼه او انار درکوي، تاسې انار اخلئ مڼه پريږدئ، دغه انار تاسې ته د مڼې پر بيه تمام شو، هر هغه فرصت چې موږ يې نه کاروو يا د اوسنئ چارې لپاره يې پريږدو، هغه ستاسې د فرصت بيه ده.
ورسره وخت دی، که تاسې پر هره چاره چې مشغول ياست، دلته وخت مصرفوئ، دغه وخت مو کولای شو پر هر څه مصرف کړی وای، خو دلته ترې ګټه اخلئ، ان که فکر کوئ چې وخت مو ډير دی يا دلته هم وخت ښه مصرفوم، بیا هم مو وخت مصرفيږي، او په ژوند کې وخت يوازينی شی دی، چې راتګ نه لري.
ژوند اړتياوې لري، د دغو اړتياوو پوره کول عايد غواړي. متل کا چې په خبرو څوک نه مړيږي، دا مړښت هم له خبرو مخ اړول دي، چې ژوند عمل غواړي او هم اړتياوو پوره کولو لپاره د مالي اړخ لټول دي، له درسي مرکزه فارغ شخص به ډير پوه وي، خو تر څو چې دغه پوهه عايداتي سرچينې ته وانه ړوي بيا به هم له جيبه خوار وي.
د مسلک په ټاکنه کې يوه اساسي پوښتنه د هغې عايداتي اړخ دی، هر کله چې دغې مسلک ته داخل شوئ څومره به پکې ګټئ او هر څومره چې وده کړئ او مخکې ځئ له پرمختګ سره مو عايد لوړيږي يا نه. د مسلک عايد د نن او سبا دواړو پوښتنه لري، يعنې آیا پوهيږئ هغه مسلک چې نن يې بازار ګرم دی، سبا به هم ورته اړتيا وي، يا که نن د کوم مسلک بازار سوړ دی، آیا بل کال به هم ورته اړتيا نه وي؟
داسې ډير مسلکونه شته چې د وخت له تيريدو سره ټکنالوژيو يا نورو هغه له دوده غورځولي دي، ورسره د همدې ټکنالوژيو او بشري ودې له کبله بيا نور په زرګونه مسلکونه را منځ ته شوي دي، دغه تاسې پورې ده چې کوم مسلک ټاکئ، او ستاسې د مسلکي خدمتونو لپاره تاسې ته څوک څومره پيسې درکوي.
په سلوکي او تربيتي توګه د پيسې په وړاندې يوه دوه مخي شته، عموماً خلک خوښوي چې د يوه مسلکي يا پر کار پوه شخص په نامه ياد شي، خو ورسره دومره نه خوښوي چې ورته وويل شي چې ګرانبيه دی يا د خپلو مسلکي خدمتونو لپاره ډيرې پيسې غواړي او يوه افغانۍ هم درته نه پريږدي. دلته پيسه دوسته يوه منفي لقب دی.
تعليمي مراکز پر خلکو پوهه او وروسته مسلک خرڅوي، خو ورسره په غير مستقيم توګه هم ورته وايي چې که زموږ پوهنتون ته راشی نو ښايي په آسانه دنده هم پيدا کړی او ښه عايد به ولری. غير مستقيم خپلو زده کوونکو ته وايي چې زموږ د پوهنتونونو يا مراکزو فارغين ښې دندې لري، خو مستقيماً دا مسؤليت نه اخلي چې درته ووايي موږ به درته دنده هم پيدا کړو يا عايد به دې تضمين کړو.
پوهه ګټور او بې ګټې اړخ لري، بې ګټې پوهه هسې وخت ضايع کول دي، داسې پوهه چې نه درته مسلکي او نه اخلاقي ګټه راوړي. د پوهې ارزښت د وخت په مقابل کې پر تبادله دی، تاسې د خپل وخت يا ژوند ثانيو په بدل کې يو څه زده کوئ، آیا دغه چاره پر دې ارزي چې وخت پرې مصرف کړئ.
ګټوره پوهه، هغه پوهه ده چې ژوند مو آسانه کړي. که عقيدوي ژوند وي يا مادي ژوند، پوهه بايد وکولای شي ژوند ته مو برکت راوړي. که پر يو څه له پوهيدو وروسته مو په سلوک يا فکر کې بدلون راغی، دغه ګټوره پوهه ده. يعنې دغه ګټوره پوهه بايد له تاسې سره مرسته وکړي چې چارې په احسنه او ګړندۍ توګه اجرا کړئ او ورسره وخت وسپموئ او ژوند مو آسانه شي.
د مسلک مالي اړخ ستاسې ژوند آسانوي. مال د ژوند ښايست دی، او که غواړئ چې مالي غنا ته ورسيږئ، لومړی به دا منئ چې هر مسلک بيه لري، بيا به منئ چې پيسه په ګټلو ارزي، او هغه فکر چې مسلکي ژوند سره مالداره کيدل نه کيږي، به بدلوئ.
د پوهې او تعليمي سند فرق شته. تعليمي ادارو صنعتي رواج د هېوادونو له اقتصادي ودې سره رامنځ ته شو. هر کله چې کارونه منظم شو، نو د هغې د اړتيا وړ کاري فرصتونه او مهارتونه هم منظم شو. د پوهنتون يا مدرسې مثال راواخلئ، هلته ښوونکي، مدرسين، درس ورکوونکي يا هره اصطلاح چې ورته کاروئ، هغه ټاکلې نصاب لري، او آن هغوی چې له دغې نصاب سرغړونه وکړي، هم د درسي مرکز له قهر سره مخ کيږي، سره لدې چې هغه به بيا هم تعلیم ورکوي.
يعنې، په دې ټولو مراکزو يا نورو صنعتونو کې هغه پوهه او مسلک ارزښت لري، چې له ټاکل شوو اصولو سره سم وي، او له درسي مرکزه د فراغت سند ګمارونکو ته دا ښيي چې د سند لرونکی شخص پر نظم برابره پوهه لري او کولای شي ستاسې لپاره يو ښه مامور شي.
موږ دلته د مسلک پر بيه وغږيدو، خو مسلک ټول ژوند نه دی، د مسلک په ټاکنه کې له مالي اړخه پرته، د ټاکونکي شخصيت، يعنې څه ډول کار ته جوړ دی. هغې کورنۍ پس منظر، په کورنۍ يا ټولنه کې يې کوم مسلکونه ښه نوم لري. د مسلک کاري ساعتونه يا خپلواکۍ حدود، په ځينې مسلکونو کې له کوره کار کولای شئ، ځينې نور بيا کلکه حاضري غواړي، او داسې نور ډير عوامل هم ونډه لري.
هر څوک مسلک لري، يوازې دومره ده چې په خپل دې مسلک کې ودې او سيالۍ لپاره څومره زحمت کاږي او کومې بيې پرې کولو ته تيار دی.
ورته ليکنی: ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to عبادات او کاري چاپيريال – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه