هر څوک ښه مشر کيدای شي، مشري اساساً له خلکو سره کار کول دي، او دغه مزل لومړی له ځانه پيلیږي، چې شخص دې پخپله وکولای شي، ځان بهتره اداره او مشري کړي. د دې د خپل ژوند نظم او لاسته راوړنو پر ليدو نور هم ورپسې راځي. ورسره مشري موروثي نه ده، نه داسې څه دي چې يوازې ځانګړو خلکو ته رسيږي، بلکه هر څوک کولای شي ښه مشر شي.
ورسره مشري يوازې سپين ږيرو او عمر خوړلو لپاره نه ده، تاسې د ژوند په هر پړاوو کې ښې مشرۍ ته اړتيا لرئ. دلته له هغه اتو مهارتونو يادونه کړو چې در څخه يو ښه مشر جوړولای شي.
۱. ريښتينولي
دغه امانتداري، ريښتيا، صداقت، يو مخوالی (له دوه مخۍ (منافقت) ډډه) او داسې نور هر څه بللای شئ. ښه مشر لومړی ځان ته ريښتونی وي يعنې له خپلو غښتلتياوو خبر وي، او ورسره پوهيږي چې پر څه نه پوهيږي، د دغو دواړو په ارزونه کې ريښتونی وي. امانت ساتي او پوهيږي چې له چا چيرې کار واخلي او څوک څه غواړي.
۲. زده کړه
دغه کمال له کنجکاوۍ سره نږدې اړخ لري. ښه مشر په دوامداره توګه زده کړه کوي. ځان پوهوي، پر هغه څه چې نه پوهيږي د هغې پوښتنه کړي. پراخه او ستر فکر لري. خلکو ته د داسې يو شخص په توګه ښکاري چې دوامداره ابتکارات ښيي، زده کړه کړي او نوو تجاربو ته تيار وي.
۳. ارزوونکی فکر
هره ستونزه بیلابيل اړخونه لري، او د هرې سترې ستونزې رالاندې کول له کوچنيو حلونو پيلیږي. ښه مشري د پيچليو ستونزو پر کوچنيو او د ادارې وړ حلونو ماتولو توان غواړي. مشر بايد پوه شي چې د ستونزې لاملونه څه دي، هغه حلونه چې وړاندې کيږي آیا د نوو ستونزو سبب خو نه ګرځي او که چيرې دغه ستونزه حل نه شي، څه نور جنجالونه رامنځ ته کولای شي.
نه يوازې چې د ستونزې حل مهم دی، بلکه د ستونزې رامنځ ته کوونکو لاملونو څيړل او پرې پوهيدل هم مهم دي.
۴. عياريدل
هوښيار بنده له وخت سره بدليږي. دغه بدليدنه د نوې پوهې او سلوکونو په رڼا کې وي. د مشرۍ پريکړې د خلکو پر ژوند اغيزه کړي. ښه مشر له نورو اوري، له بیلابیلو خلکو او افکارو سره کار کړي او د هوښيارو خلکو د مشورو په رڼا کې خپل نظر بدلوي.
بدلیدنه دوه مخي نه ده، بلکه د تير کال پر پوهه نننۍ ستونزې نه حليږي. نوې ستونزې نوی حل او فکر غواړي، او نوې فکر نوي وسايل او توانونه غواړي، د نوو وسايلو کارول له نوو حالاتو سره عياريدل غواړي.
۵. ابتکار
ضرور نه ده چې د مشر هر نظر دې بدلوونکی او سم وي. د مشر مسؤليت د داسې چاپيريال رامنځ ته کول او خلکو ته دا باور ورکول دي چې دلته ابتکار هڅولی او ښه نظر نازول کيږي. هر څوک بايد فکر وکړي چې د مشرۍ په دغه دايره کې ونډه لري او نظر يې اوريدلی او آن عملي کيږي.
۶. د نامعلوم منل
د مشرۍ يو اساسي اړخ له نامعلوم سره کار کول دي، له داسې حالت، ستونزې يا پايلو سره مخ کيدل دي چې پخوا ورسره څوک نه وو مخ شوي او ډير اړخونه يې څرګنده نه وي. په نامعلوم کې دا هم راځي چې يو شخص دې بیلابیل متضاد نظرونه واوري او بيا دې هم عادي عمل وکړي. بيلابيلو داسې ستونزو سره دې مخ شي چې په برابره توګه مهمې وي خو بيا هم خپلو لومړيتوبونه ته ځان ورسوي.
مشر بايد د څرګنده ځواب نه لرلو په صورت کې هم د عمل توان ولري، ورسره دې د بیلابيلو شونتياوو، چې که داسې وشو څه به کړو، او که داسې وشو څه بايد وشي، ارزولو او څيړلو توان ولري.
۷. استقامت
د بريالي او ناکامه شخص تر منځ يو اساسي توپير استقامت دی. ناکامه شخص د تيښتې لاره خپلوي، دغه تيښته يوازې فزيکي نه وي، له بې پروايې نيولې تر نشو او اعتياد ټول د تيښتې نښې دي. هر کله چې معامله سخته شي، ښه مشر ښايي يو څه دمه وکړي، ښايي بيا له سره خلک سره راټول کړي يا ستونزې ته له بل اړخه وګوري.
خو، ستونزه له حل پرته نه پريږدي. او که چيرې له وسه يې پوره نه وي، نو ښايي بل چا ته واک ورکړي چې د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي، خو ستونزه حل غواړي او دا يې په لټه کې وي.
۸. خواخوږي
هوښيار بنده بل ته هم د انسان په سترګه ګوري. دا مني چې هر څوک خپل احساسات لري، نو چې کله له نورو سره کار کړي د مقابل شخص پر احساساتو او توقعاتو ځان پوهوي، او ورته عمل کړي. د نن په زمانه کې چيرې چې هر څوک پر مبايلونو او د ټکنالوژیو پر نورو وسيلو روږدي دي، پر خلکو پوهيدل ستونزمن او کم شوي دي.
د نن ښه مشر خلک پيژني، د هغوی پر ښو او بدو پوهيږي، دا مني چې د ده په شمول هیڅوک پوره نه دي، او خلک له خپلو نيمګړتياوو سره مني او ورسره کار کړي.
ورته ليکنی: د بریالي ژوند معيار، د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه






Leave a reply to مشري او د کار ويش – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه