مهارتونه او د کاروبارونو وده

هر کاروبار له يوې اړتيا پيليږي، او د هغې اړتيا پوره کولو لپاره مهارتونه زده کيږي. بيا همدا تجارتونه او مهارتونه خپل ځانګړی ايکو سيسټم رامنځ ته کوي، يعنې داسې يو چاپيريال چيرې چې د يو څه ودې لپاره شرايط برابر وي. لکه که په هيواد کې کرهڼيزه توکي پراخه موجود وي، نو دلته به اکثريت تجارتونه او فردي مهارتونه په يو نه يو ډول له کرهڼې سره تړلي وي.

که په ملي کچه ورته وګورو نو هر هېواد چې په يوه ځانګړي صنعت کې نامتو وي، هلته د هماغه صنعت چلوونکي او اړونده ماهرين موندل کيږي. د عربي هېوادونو يو تر ټولو ستر صنعت تيل دي، هلته به د همدې کاروبار ماهرين وينئ، پاکستان او هند په کرهڼه کې نامتو خلک دي، د نړۍ اکثره اصلاح شوي تخمونه په يو نه يوه ډول لدې دوو هيوادونو سره اړيکه لري. آن د نړۍ د کرهڼې ممتاز پوهنتونونو کې د دوی هغه هم شامل دي.

assorted-color clothes lot

بنګله ديش په جامه، سنګاپور په مالي چارو، جاپان يې په موټرو یا ماشینونو، ايران يې په خوراکي توکو کې ځان ته يو ځای جوړ کړی وي، دغه جوړښت یا په پراخه توګه سیالي اړونده مهارتونه غواړي. هند د هيواد په داخل کې هم بې حسابه ګرځندويان مني، چې له کبله يې نږدې په هر ښار او کلي کې ميلمستون يا هوټل شته، ورسره يې چې د دې شاوخوا هيوادونو هر ستر هوټل ته ولاړ شئ، هلته يو نه يو هندوستانی کوربه پيدا کيږي، يو ستر لامل يې دا دی چې نرم خويه خلک دي، او دغه مهارتونه يې په خپل چم ګاونډ کې زده کړي دي.

clear wine glass

تجارتونه د يوه ځانګړي مهارت په رڼا کې د خلکو لخوا پيلیږي، پریکنده تجارتونه فردي وي. هر کله چې دغه تجارت وده وکړي نو بیا ورسره نور خلک يوځای کيږي. دغه يوځای کيدنه ضرور نه ده چې يوازې د همدې په تجارت کې دې د کارکوونکي يا شريک په توګه وي، کولای شي د همدې تجارت بله برخه راواخلي.

يو څوک دوکانداري کوي، دغه دوکاندار له عمده فروشه مال اخلي، عمده فروش يې له فابريکې رانيسي يا يې له واردوونکي اخلي. فابريکه خامه مواد له بل چا اخلي، د خامه موادو شخص ښايي بيرته همدې منډيو يا نورو دوکانونو ته ولاړ شي چې خپل کاروبار پرې وچلوي. دغه ټول يو جريان او ايکو سيسټم دی. په هر ګام کې په يو نه يو ډول يو بل ملاتړوي او د هغه توکي تجارت هڅوي.

هر څومره چې د کاروبار اړونده مهارتونو زده کړه سختيږي، همدومره د کاروبارونو پيل ګرانيږي. لکه دلته هر څوک فکر کړي چې دوکانداري کولای شي، نو ځکه کوڅه خو څه کړې، په هره ودانۍ کې دوکان شته، خو د دې په وړاندې د نايي (ويښتو جوړول) يا درملتون دی، هغه ځانګړی مهارت غواړي، نو بيا د دوکاندارانو په څير هر چيرې نه شته.

په ملي کچه که هر هيواد غواړي يو ځانګړی صنعت رامنځ ته کړي نو له هر څه وړاندې به هغې صنعت لپاره کارکوونکي روزي. زموږ سيالي نړيواله ده، مهمه نه ده چې موږ د يوه ځانګړي صنعت يا مهارت په اړه څه فکر کړو، يا د انجونو زده کړه ښه ګڼو يا بده، که چيرې دغې مهارتونو او اړونده صنعتونو ته اړتيا ده، د هغې محصول به پلورل کيږي. يا به دغه محصول داخلي وي او يا به د اړتيا پوره کولو لپاره خلک له بهره د اړونده مهارت خلک راغواړي. خو ولس ته چې په هر ډول وي محصول به ور رسيږي. که چيرې ورته له بهره برابريږي، نو طبعاً ګټه به يې بهر ته ځي.

له زده کړې سره دوهم بحث د کاروبار ملاتړ دی، په دغه ملاتړ کې له مالي پورونو نيولې، تر بازار موندنې هر څه راځي. فرد په خپل توان کاروبار تر يوه ځانګړي حد پراخولی شي، خو که غواړي ملي کچې ته يې ورسوي يا نړيواله سيالي وکړي، نو هلته بيا هماغه ډول شراکت او ملاتړ ته اړتیا لري.

که امريکايي شرکتونه د نړۍ هر ګوډ ته رسيدلي دي، ځکه چې شاته يې هماغسې غښتلی هېواد ولاړ دی، که چين ځان هغه ځای ته رسوي نو په سياسي، مالي او اقتصادي توګه به خپل عامه خدمتونه غښتلي کوي. د تجارتونو پراخول له مالي ملاتړه نيولې تر مهارتونو هر څه پراخولو ته اړتيا لري، چې د فردي تجارت وس کار نه دی.

مسلکي غښتلتيا له شخصه پيليږي، چې کله تجارتونه يا مسلک پيلوي. بيا دغه شخص د يوې ادارې يعنې کاروبار برخه ګرځي. دغه کاروبار بيا د يوه صنعت برخه وي، او دغه صنعت بيا د هيواد په پرمختګ او سيالۍ کې ونډه لري. که څوک وايي چې موږ دې د روغتيا يا ښوونې په برخه کې خپلواکه او ممتاز شو، او بيا يې د هغې مهارتونو په زده کړه بنديز لګولی وي يا د ټولنې ستره برخه يې ترې محرومه کړې وي، هغه هيڅ کله نړيواله سيالي نه شي کولای.

نو هغوی چې يوه ځانګړي کاروبار ته زړه ښه کوي، د هغې له مهارته دې پيل کړي. هر کاروبار څو ډوله مهارتونو ته اړتيا لري، تر هر څه وړاندې يې تر ټولو مهم مهارت وپيژنئ، هغه زده کړئ، ويې کاروئ، د مهارتونو زده کړې يو ستر کمال دا دی، چې کله يو زده کړئ، له هغې سره دا نور فرعي پخپله ښه کيږي.

او په ملي کچه، هغه هيوادونه چې ځانګړي صنعتونو کې وړاندې دي، هلته د دغې تجارتونو ملاتړ لپاره ټول ضروري توکي شته، آیا کله چې موږ د يو صنعت د پرمختګ او ودې بحث کړو، اړين توکي، پروسې، قوانين او د هرې کچې مهارتونه ورته برابرولی شو؟

ورته ليکنی: د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “مهارتونه او د کاروبارونو وده”

  1. ټکنالوژي او ملي کړنلارې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مهارتونه او د کاروبارونو وده، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (2)، د […]

    Like

  2. د باور راکړه ورکړه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او باوري واوسئ، د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه، مهارتونه او د کاروبارونو وده، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

    Like

Leave a reply to ټکنالوژي او ملي کړنلارې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading