اکثره وختونه ملي کړنلارو جوړوونکي د ټکنالوژيو ځانګړو وسيلو پسې ځي، خو د هغوی اصل ته نه ګوري، چې دغه وسيلې پر کومې بنا ولاړې دي. لکه پر فیسبوک، ټويټر، يوټيوب، ټک ټوک او نورو بنديزونه لګوي، خو دا وسيلې دي، د وساعت تيرولو يا کاروبار وسيلې دي، دلته ستونزه د محتوا وي، که دغه محتوا له بلې لارې خلکو ته رسيږي نو بيا ستونزه هلته ولاړه.
انټرنيټ اتيا فيصده نور کارونه کوي، فیسبوک، بريښناليک، ويبپاڼې او ورته کارونه يې يوازې پنځمه برخه ده، اصل کې اوس خو آن مخابراتي خدمتونه هم د انټرنېټ له لارې پر مخ ځي، که ښه ثابت انټرنيټ ولرئ هیڅ سيم کارت ته مو اړتيا نه پريوځي، آن نړيوال کاروبارونه کولای شئ يوازې د انټرنېټ له لارې له يو بل سره وصل کړئ، دغه کاروبارونه اړيکو لپاره يوازې د انټرنېټ بيه پرې کوي او مخابراتي شبکو ته بيا اړتيا نه لري.
له همدې کبله پدې بحث کې تر ټولو لومړی ټکې د انټرنېټ بيه ده، هر چيرې چې انټرنېټ ارزانه وي، خلک يې له کارولو سره بلديږي، د ژوند په بیلابيلو چارو کې يې خپلوي، او په پای کې له خپلو چارواکو غواړي چې له همدې لارې عامه خدمتونه هم آسانه کړي.
په ملي کچه د ټکنالوژئ اصل د عامه خدمتونو بهترول دي، که په يوه هېواد کې هر څوک انټرنيټ ولري خو بيا هم آنلاين بانکي خدمتونو، بلونو ورکړې، مالي انتقالاتو او نورو لپاره بانک په بانک ګرځي دلته له ټکنالوژئ ګټه اخیستنه محدوده ده. ورسره که تذکرې، پاسپورټ، قوالو، ښوونځيو شهادتنامو او نورو داسې اړينو عامه خدمتونو لپاره بيا هم څوک په کتار کې ولاړ وي، بيا هم له ټکنالوژيو اعتبار نه کيږي.
د عامه خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ټکنالوژيو خپلول تر نوي فيصدو د پروسو پر ساده کولو، قوانينو جوړولو او اړونده تګلارو رامنځ ته کول دي، ورپسې پاتې لس فيصده کار بيا ټکنالوژي کوي. يعنې لومړی بايد دولت دا ومني چې غواړي له دولتي مامور دا واک واخلي چې بنده ته ګوري او ورته وايي چې ته لس کلن يې، يا دغه ارزښت ترې واخلي چې يو لاسليک لپاره ورته شل ځله سوال زاري کوئ، بيا يې که زړه وو هماغه وخت به دې کار وشي، او يا به بله ورځ بيا ورځې.
که عامه خدمتونو ته د شخصي کاروبار له نقطه نظره وکتل شي، يا داسې کاروبارونه چې بديل ولري، نو هلته د دغو خدمتونو ته د لاسرسۍ د ننګونو له کبله ښايي ډير خلک بديل يا سيال ته ولاړ شي. په افغانستان کې عامه خدمتونه په پريکنده توګه د دولت لخوا برابريږي، خو چيرې چې د دولتي او شخصي سکتور ادارې تر منځ سيالي وي، نو بيا يې دغه پرتله پخپله کولای شئ، دلته يې مخابراتي او بانکي سکتورونه ښه مثالونه دي، چې په دواړو کې دولتي او شخصي ادارې شته چې ورته خدمتونه برابروي، څوک کوم يو ته ځي يا د کوم يو مشتري ډير دی، هغه حساب يې تاسې وکړئ.
يوه وخت کې په عربي اماراتو کې عامه خدمتونو پر دوو طبقو وويشل شو، چيرې چې که تاسې ګړندی خدمت په کار وي نو هغې لپاره به له نورو لوړ فيس ورکوئ، او عادي خدمت خو شته، خپل وخت به نيسي، هلته د خلکو لخوا دغه شکايتونه ډير شو چې دولت خپل خدمتونو پر پیسو پلوري، خو يو څوک چې خپل وخت ورته له پيسو مهم ښکاري هلته هغه کولای شي چې ښه خدمت لپاره اضافي پيسې ورکړي.
هغه دولتونه چې له ټکنالوژيو مبتکره ګټه اخيستنه هڅوي، هغوی اساساً د خپل ماموريت په چوکاټ کې د بهترۍ هڅه کړي، هلته عموماً تمرکز پر کړنلارو وي، پر داسې قوانينو او پاليسيو وي چې وکولای شي بازار کې خلکو ته د ټکنالوژیو پر کارولو بهتره خدمتونه وړاندې کړي.
آنلاين پیسه ګټل اوس يو عام کاروبار دی، په ملی کړنلارو کې داسې ډير هېوادونه شته چې ستاسې د آنلاين شتون او عاید پر اساس مو هڅوي چې هغه هېواد ته ولاړ شئ، له آنلاين کاروبار ماليه اخيستل هم ځانګړې محاسبې غواړي، ګوګل، فيسبوک، ايپل او نور شرکتونه ايرلينډ ته ورته هېوادونو کې خپل مرکزي دفترونه ثبتوي تر څو هلته کمه ماليه ورکړي او ځان د امريکا له لوړو ماليو وساتي.
کله چې موږ په ملي کچه د ټکنالوژيو په اړه فکر کړو نو پالیسيو جوړوونکو لپاره بهتره دا ده چې د وسيلې پر ځای د هغې شاته ملاتړوونکی اصل وګوري، واټس آپ وسيله ده، لدې وړاندې سکايپ، وايبر او نورو دا کارونه کول اوس به هم وي، خو اصل يې هماغه پخوانۍ ټکنالوژي ده، که کړنلارې جوړيږي نو موږ اصل ته ورځو او هغې لپاره لارښودونه ټاکو.
د ټکنالوژيو په ساحه کې د کړنلارو جوړوونکو لپاره يو تر ټولو ستره ننګونه د کړنلارو سستوالی او ټکنالوژيو ګړندۍ وده ده. ټکنالوژئ په سرعت سره بدليږي، خپليږي او له موده غورځي، خو د پاليسيو/ کړنلارو جوړول بيا وخت غواړي، سلاوې غواړي او منل کيدونکي شکل ته رسيدل يې صبر غواړي، يعنې تر څو چې کړنلاره راځي، تر هغې ټکنالوژي بدله شوې وي.
نو ځکه، اکثره وختونه پاليسي جوړوونکي لومړی دې ته ګوري چې آیا دا ټکنالوژي به وخت ونيسي يا يوه ځغاسته ده او سبا به نه وي، دوهم لدې ټکنالوژئ څخه څومره خلک ګټه اخلي يا ترې اغيزمن دي، درېيم دې لپاره د کړنلارو جوړول به څه ګټه ولري او ښايي تر ټولو مهم که چيرې موږ دې لپاره هیڅ پاليسي جوړه نه کړو تاوان به يې څه وي.
اروپايي ټولنې د خپلو وګړو شخصي معلوماتو لپاره لارښودونه ټاکلي دي، دغه يې قانوني اساس دی، هر شرکت چې په دغه جغرافیه کې کار کړي بايد د خلکو محرمو معلوماتو سره د دغې کړنلارو په رڼا کې عمل وکړي، اوس مهمه نه ده چې خلک کومه وسيله کاروي يا شرکتونه کوم خدمتونه وړاندې کوي، تر څو چې دغه اصول مراعتوي دغه ټولنه ورته ستونزه نه جوړوي.
د مصنوعي ځيرکتيا بازار ګرم دی، ډير خلک يې کاروي، د پښتنو ګټه پکې دا ده چې زموږ د ژبې آنلاين محتوا په نشت حساب ده، نو ځکه دغه ځيرکتيا تر اوسه موږ ته نه ده رارسيدلی، خو د انګريزي ژبې هره محتوا کولای شي ستاسې لپاره و ارزوي او خلص يې درته وړاندې کړي. داسې ځوانان هم شته چې آن خپل ايميليونه، راپورونه او نور ليکونه هم د دې ځيرکتيا په مرسته کړي، خو بيا به هم په انګريزي ژبه وي.
د دې ځيرکتيا يو بل اړخ د انځورونو او ويډيو ارزول دی، په دې لنډو کې د همدې ټکنالوژۍ په مرسته د ځينو مشهورو ميرمنو نامناسب انځورونه خپاره شول، د ځينو هېوادونو ولسمشرانو پر غږونو ويډيو راووتلې، د مشهور لوبغاړو مصنوعي اعلانونه جوړ شو چې يو خاص محصول يې اعلاناوه، او نور داسې ډير څه شوي دي او کيږي.
د ټکنالوژيو کاروونکي په توګه ټول بايد پر دې پوه شي چې څه اصل دي او څه کم اصل، ورسره د پاليسيو جوړونکي بايد پوه شي چې د ټکنالوژيو مخه نه نيول کيږي، او پرې قيودات له ګټې تاوان ډير لري، د دغو وسيلو کارول به خپل تاوان ولري، خو ګټه يې له دغه تاوان ډيره ده.
که يوه زمانه کې خلکو موټرونه پر دې نامه بندول چې ټکرونه کړي او خلک ژوبلوي، خو وروسته يې ګټې ته پر لیدو پوه شو چې ناوړو اغيزو مخنيوي لپاره يې ورته د سرعت حدود او ځانګړې لارې وټاکلې، خو بيا هم له وسيلو کارول يې منع نه کړل. نن دغه بحث د معلوماتي ټکنالوژيو لپاره دی، چې د کارولو لپاره يې اصول ټاکل کيږي، او له وخت سره بيا دا اصول بدلول کيږي، خو له وسيلو ګټه اخيستل نه دريږي.
ورته ليکنی: مهارتونه او د کاروبارونو وده، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (2)، د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې، د ناپوهۍ بيه، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه برخه، پر ټکنالوژئ پانګونه، د باور او مفکورې جهل، د بدلون له ډار اخوا، کله چې په ژوند کې له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)






Leave a reply to د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه