يو څو ورځې وړاندې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه، ژبې د افهام او تفهيم وسيلې دي، خو نن سبا تر ډيره سياسي او اقتصادي وسيلې شوې دي، او د هر سياسي او اقتصادي زبرځواک ژبه نړيوال ارزښت لري.
له خپلې ژبې اخوا د نورو ژبو زده کړه ارزښتمنه چاره ده، ويناوال ته یې تل د پرمختګ او کاروبار دروازې پرانيستي دي، اوس چې ټکنالوژي کولای شي ستاسې ژبه سمدلاسه بلې ژبې ته وژباړي، ښايي دغه ژباړه جوړښتي ستونزه ولري، خو فهم يې تر يوه حده سم کړې دی، نو آیا موږ به بيا هم د ډيرو ژبو زده کړو اړتيا ولرو، سمه ده چې دغه سمدلاسه ژبه اوسمهال ستونزې لري، خو هر څه په پيل کې د ماشومانو د ګامونو په څير سست او رپانده وي، خو وروسته سميږي.
يوه اصطلاح ده هغې ته هيوريسټيک وايي، يعنې د ټولنې او چاپيريال پوهه، د هوښيار ماشين په جوړولو کې يو تر ټولو بنسټيزه بحث دا دی چې تاسې يو ماشين په منظمو چارو کې روزلی شئ خو ژوند منظم نه دی، نو منظمې چارې خو به خپلې کړي، نامنظمو سره به څه کړو، بيا د دې ستونزې حل لپاره موږ د بشر اوږدمهاله کړو وړو ته ګورو. په اوږده کې هر څوک منظم وي، طبعې، خوښې، طريقې ټولې يې نسبتاً سره ورته وي، ښايي په لنډه کې بې نظمه معلوم شي، خو په پريکنده مواردو کې د خلکو تير شوې وخت د راتلونکي استازيتوب کړي.
د څو ژبو زده کړو ته که له کاروباري اړخه وګورئ، نو هغه کاروباريان چې دومره رسمي زده کړې هم نه لري، خو له کوريا او چين سره کاروبار کړي، هغوی به عملاً ليدلې وي چې هلته له رسيدو سره سم، لومړی کار دوی په خپلو ځيرکو ټليفونونو کې سيمه ييز ژباړونکي پروګرامونو سمبالول دي، بيا له مقابل لوري سره د خبرو اترو پر مهال د همدغه پروګرامونو په مرسته خپله چاره پر مخ بيايي.
مخابراتي شبکو کې د پنځم نسل شبکوي خدمتونو عملي ګامونه روان دي او داسې ګڼل کيږي چې ښايي له راتلونکي کال نيمايي وروسته په پرمختلليو هيوادونو کې د څلورم نسل ځای پنځم نسل ونيسي، د دغو شبکو د بدلون يو اساسي ټکی د زنګ پر مهال د انټرنيټ سرعت په مرسته د خبرو سمدلاسه ژباړه ده.
ژبې د فهم او آسانتيا وسيلې دي، هر هغه څه چې تاسې ته آسانتيا راوړي خلک يې زده کوي، هغوی چې د خپلې مورنۍ ژبې له سيمې بهر اوسيږي، ښه پوهيږي چې ژبه يې له سيمې او چاپيرياله اغيزه اخلي، نو د خپلې مورنۍ ژبې پالل خپله يو اضافي کار دی، لکه څوک چې غواړي روغ پاتې شي بايد ورزش وکړي، خو ژوند دومره بوخت دی چې ورزش ته هم وخت نه لري، نو که له چاپیرياله او سيمې ووتئ، تاسې ته مورنۍ ژبه بهرنۍ کيږي، له استعماله مو غورځيږي، او بيا که اولادونه مو وي چې هیڅکله يې په دغه ژبه کې کاروبار او ژوند نه وي کړی، نو د دغې ژبې پالل ورته يو اضافی کار وي.
بيا د خپلې ژبې د محتوا رسول دي، ستاسې محتوا څوک لولي يا مصرفوي او له کومې لارې يې مصرفوي، لکه نن سبا د آنلاين محتوا بازار ګرم دی، او پدې کې ويډيو ډيره خوښيږي، او بيا د دغې ويډيو لنډ شکل مينوال ډير لري چې ټيک ټاک يې ښه بيلګه ده. خو لدې سره، د محتوا لوستونکو ترتيب هم شته، ځينې کتابونه لولي، ځينې به فيسبوک ته کيني، ځينې به ټويټر کاروي، ځينې به يوټيوب ګوري او ځينې به بيا ټيک ټاک کاروي.
د هر چا ذوق فرق کړي، خو موږ د معلوماتو او پوهې په عصر کې ژوند کړو، که تاسې وغواړئ يا نه، د ورځې بې شميره معلومات جذبوئ، يوازې دومره ده چې د معلوماتو او محتوا شکل به فرق کړي، څوک به ساعتيرې ويډيو ګوري، څوک به سندرې اوري او څوک به څيړنې او مطالعه کړي، خو معلومات ټول حاصلوي.
ليکل مخ په ورکيدنې مهارت او مسلک دی، غږيدا موروثي وي، ليکنه زده کيږي. د ټکنالوژۍ ودې ته په کتو ويډيو محتوا مخ په ډيريدو ده، او د انټرنېټ او ځيرکه وسيلو اوسنيو پرمختګونو ته په کتو د ويډيو محتوا دغه بازار به نور هم غښتلې شي، آن داسې وسيلې هم په لومړنيو پړاوونو کې دي چې تاسې ورته ليکلې قوماندې ورکوئ، او هغوی له هغې څخه درته ويډيو جوړوي.
د چيټ جي بي ټي په څير پروګرامونه هم په ډيريدو دي، چيرې چې تاسې ورته يو عمومي خاکه ورکوئ او هغه تاسې ته پوره کتاب يا مضمون ليکي، هو دغه کمال به اوسمهال يوازې تر انګليسي محدود وي خو يو ځل چې دغه دروازه خلاصه شوه، نور هم ترې تيريدلای شي.
لدې سره د فکر بحث هم شته، ليکنه پر فکر کيږي، داسې خولۍ شته چې ستاسې فکر مستقيما کمپيوټر ته انتقالوي او بيا د همدغو پروګرامونو په مرسته تاسې هغه فکر منظمولای او ليکنه ترې جوړولای شئ. د کمپيوټر په مرسته رسامي شته او نسبي منل شوې مهارت/ مسلک دی، چيرې چې نقاش کمپيوټر ته يوه عمومي خاکه ورکوي او هغه ورته د رنګونو او نورو وړانديزونو په مرسته او مشوره رسامي برابروي.
ژبه په خپل ذات کې د کاروونکو وسيلو له کبله غښتلې وي، د انګليسي کمال په هغه وسيلو کې دی چې دغه ژبه کاروي، دغه وسيلې له سياسته نيولې تر اقتصاده او ټکنالوژۍ ټولې دي، سره لدې چې نن سبا د انګليسي بازار ګرم دی، خو څيړنې او وړاندوينې وايي چې د بشر لپاره د ژبې ارزښت راکميږي او هر څومره چې ځيرکه وسيلې عاميږي، انټرنيټ سرعت ښه کيږي، بشر هوښياريږي او د همدې وسيلو په مرسته خپل د ژبې ستونزې حلوي.
خو، ژبه به درته دغه ځيرکې وسيلې آسانه کړي، اما د افهام تفهيم او خبرو چم بيا هم بشر ته پاتې دی، که څوک نه پوهيږي چې څه وايي، مهمه نه ده چې کومه ژبه کاروي، بيا هم بيړا دی.
لدې سره دا بحث هم شته، که چيرې وسيلې له وسيلې سره وغږيږي او د بشر ټولې اړتياوې له ټکو پرته د دې وسيلو په مرسته د فکرونو پر تبادله پوره شي، نو آیا بيا به هم ژبې ته اړتيا وي. دا پوښتنه به وخت ځواب کړي.
ورته ليکنی: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






څرګندون پریږدئ